1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د دوهم نړيوال جنگ د پيل ۷۵مه کليزه

دويچه ويله/ عبدالباري حکيم۱۳۹۳ شهریور ۱۰, دوشنبه

له نن څخه ۷۵ کاله دمخه هيتلري آلمان پر پولند يرغل وکړ. دا په حقيقت کې د دوهم نړيوال جنگ پيل وو. د دغه بشريت تباه کوونکي جنگ يادون په داسي وخت کې کيږي چي د اروپايي اتحاديې د ختيځ غړو امنيت زيات د اندېښنې وړ دی.

https://p.dw.com/p/1D4dA
انځور: Museum of the Second World War

د آلمان ولسمشر، يوآخېم گاوک نن پولند ته تللی چې په گدانسک ښار کې د پولند له ولسمشر، برونيسلاف کوموروفسکې سره په گډه د دوهم نړيوال جنگ د پيل يادون وکي. د دغه يادون موخه دا ده چي له دغه شان انسان وژنکي جنگ څخه عبرت واخيستل شي او هغه بيا تکرار نه شي.

دواړه مشران به د هغو عسکرو په اديره کې شمعمونه بل کړي چې د دغې جگړې په لومړيو ورځو کې يې خپل ژوند له لاسه ورکړ. تر دغو مراسمو وروسته به دوی هغه يادگار څلي ته د گلانو گيډۍ کښېږدي چې د هيتلري آلمان د يرغل پر وړاندي د پولندي مدافعينو په يادون جوړ شوی دی.

د دوهم نړيوال جنگ دغه دوه دښمن دولتونه نن نه يوازي د ناتو او اروپايي اتحادېې غړي دي، بلکي د گاونډيتوب ډيرنژدي اړيکي لري. د دغي دوستۍ په روڼا کې د آلمان ولسمشر گاوک او د پولند ولسمشر کوموروفسکي له محصلانو سره په يوه گډه غوڼده کې د بحث له پاره گډون کوي. هغوی به نه يوازي د پولند او آلمان د اړيکو په هکله، بلکي د اروپا او نړۍ امنيتي ستونزو ته جواب ووايي.

جنگ څرنگه پيل شو

له نن څخه ۷۵ کاله دمخه د ۱۹۳۹ کال د سپتمبر مياشتي پر لومړۍ نېټه سهار وختي د هيتلري آلمان د «شليزويگ - هولشتاين» په نامه جنگي بېړۍ د پولند د لوېديځ اړخ پر بندر باندي يرغل وکړ. په دغه يرغل سره په حقيقت کې د دوهم نړيوال جنگ اور بل شوو.

د ادولف هيتلر د نازي رژيم له خوا پر پولند باندي تر حملې دوې ورځي وروسته بريتانيا او فرانسې د آلمان پرضد د جگړې اعلان وکړ. د پولند په لوېديځه جبهه کې پولنډي عسکرو چې شمير ېې تر۲۰۰ هم لږ وو د آلمانانو پرضد په ډيره ميړانه وجنگيدل.

مخکي له هغه چي د هغوی قوماندان آلماني پوځ ته تسليم شي، دغو عسکرو پوره يوه اوونۍ مقاومت وکړ. تر هغه دمخه چې د پولند پر لوېديځ اړخ باندي يرغل وشي، نازيانو يو لړ داسي عمليات پيل کړل چې داسي وښيي چې گويا پولند پر آلمان يرغل کړی دی. د دغې قضيې ډېره ښه بېلگه د «گلايويتڅ پېښه» ده.

په دغه پيښه کې يو شمير نازيانو د پولنډيانو په يونيفورم کې د آلمان د «گلايويتڅ راډيو» پر ستيشن باندي حمله وکړه. دغه راډيويي ستيشن د «گليويس» په نامه سيمه کې وو. دغه سيمه هغه وخت د آلمان د خاروي يوه برخه وه.

د گلويس يادون

د يکشنبې په ورځ د آلمان او پولنډ کاتوليکي اسقفانو په گليويس کې په گډه يوه غونډه ونيوله چي د دوهم نړيوال جنگ د پيل يادون وکړي. په دغه غونډه کي د آلمان د اسقف کنفرانس مشر، کاردينال راينهارد مارکس، د پولند له کاردنيال ستانيسلاف گيديکي، سره يو ځای په دوهم نړيوال جنگ کې د هغو پولنډيانو يادون وکړ چې د هيتلر د نازي رژيم په لاس وژل شوي او د هغوی وطن يي ويجاړ کړ.

د ۱۹۳۹ کال او تر هغه پنځه کاله وروسته د ناخوالو پيښو په پام کې نيولو سره آلماني کاردينال مارکس وويل: دا چې نن آلمانان او پولنډيان يو له بله سره دوستان او متحدين دي، دا د «خدای مهرباني او يوه خدايي معجزه ده.»

د دوهم نړيوال جنگ د پيل يادون په داسي وخت کې کيږي چې د اوکراين په ختيځ کې د روسي پلوو بيلتون غوښتونکو او د اوکراين پوځ د عسکرو تر منځ نښتې رواني دي. دغو زورزياتيو په اروپا او بيا په خاصه توگه د اروپايي اتحاديي او د ناتو ختيځ غړي سخت اندېښمن کړي دي.