1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د خوست پوليس له ښاره سوالګري ټولوي

فريدالله ظاهر۱۳۹۴ خرداد ۳, یکشنبه

د خوست پوليس وايي چې په ښار کې يې د سوالګرو د ټولولو او بيرته خپلو مېنو ته د لېږلو عمليات پيل کړي دي. ويل کيږی چې په خوست کي زياتره بهرني سوالګري دي، چې پوليس يې تر نيولو وروسته د سرحد هاغاړي ته اړوي.

https://p.dw.com/p/1FVo3
انځور: DW/F. Zahir

د شنبې په ورځ په خوست کې پوليسو په ښار کې عميلات پيل کړل. دا وار هغوى د دولت په وسله والو مخالفينو په لټون پسې نه دي رواتلي، بلکي له ښاره هغه بهرنۍ سوالګري ټولوي، چې په دې وروستيو کې ډيري شوي دي.

د پوليسو چارواکي وايي، دا کار د خلکو په غوښتنه پیل کړی دی، ځکه چې هغوى هم له دغو سوالګرو څخه په تنګ شوي دي.

د خوست له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدير ګل داد مندزى وايي، د شنبې په ورځ يې تر ١٥ ډيري هغه ښځي راټولي کړې، چې په ژبه يې څوګ نه پوهيږي او د سوال کولو له پاره يې ښار پر سر اخيستى دی: «د خلکو ډير شکايتونه او غوښتنه وه، چې موږ دا سوالګري راټولي کړو. دا سوالګري چې ډيري يې ښځې دي، ګومان کيږي چې له پاکستان څخه راغلي وي. خو موږ هغوى نيسو او تر سرحد يې ور اړوو.»

ګل داد زياتوي، دا عمليات به څو نوري ورځ هم دوام وکړي، څو خوست ښار له دغو سوالګرو پاک کړي.

د خوست اوسيدونکي هم د پوليسو د دې کار ستاينه کوي. هغوى وايي، دا سوالګر له خلکو په زور پيسې او خيرات غواړي. ٢٥ کلن شاکرالله د پوهنتون محصل دى. هغه وايي: «باور وکړئ، بازار ته مي زړه نه کيږي، دا ښځي او ماشومان دي، په خبره يې سړى نه پوهيږي له لمني دي نيسي او تر هغه چې دې پيسې نه وي ورکړي، نه دي پريږدي.»

اخترمحمد بيا په خوست ښار کې دوکان لري. هغه وايي، دا سوالګري په راوستل شوي دي او ماښام په رکشو کې نامعلوم ځاى ته وړل کيږي. هغه هم له دغو بهرنيو سوالګرو څخه شکايت لري. اختر وايي:

«دلته ولاړي وي، چې څوګ پيسې ورنه کړي، ښراوي ورته کوي. زه له پوليسو غواړم، چې هغه څوګ هم ونيسي، چې افغانان دي او د ګټي له پاره يې دا سوالګري راوستلي دي.»

دا په داسې حال کې ده، چې څو واري مخکي هم پوليسو د دغو سوالګرو د ټولو په موخه عمليات ترسره کړي دي، خو چارواکي وايي چې دا ځل غواړي دا سوالګر له سرحد واړوي او خوست ترې پاک کړي.

Afghanistan Abschiebung von Bedürftigen aus Pakistan
انځور: DW/F. Zahir
Afghanistan Abschiebung von Bedürftigen aus Pakistan
انځور: DW/F. Zahir