1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د خلیج په هیوادونو کې د کډوالو د منل کیدو امکانات

شمس الرحمن ناصر / جمعه العا۱۳۹۴ اردیبهشت ۱۳, یکشنبه

د خلیج هیوادونه هغه کډوال مني چې د ښو اقتصادي امکاناتو درلودونکي وي. په ځانگړې توگه په بانکونو کې د دوی د پیسو اندازه د دوی د اقامت په برخه کې مهم رول لوبوي. دغو نیمگړتیاو انتقاد کونکي اندیښمن کړي دي.

https://p.dw.com/p/1FJKU
انځور: AFP/Getty Images/F. Nureldine
په اروپایې هیوادونو کې د کډوالو د شخړیزو بحثونو په دوام اوس د خلیجي هیوادونو د مهاجرت پر ځانگړو پروگرامونو هم نیوکې کیږي. د انتقاد کوونکو په اند په دغو هیوادونو کې د کډوالو له پاره د یو ښه راتلونکي د هیلې نه موجودیت د دې سبب شوې دی چې کډوال اروپایې هیوادونو ته مخه وکړي.

د کډوالو په برخه کې د ملگرو ملتونو عالي کمیسارۍ د رپوټ پر بنسټ، د سوریایې کډوالو لویه برخه د اردن او لبنان گاونډیو هیوادونو ته مهاجر شوې دي. خو دغه دواړه هیوادونه هم د اقتصادي پلوه په یو ښه وضعیت کې قرار نه لري.
زيګمار ګابريل په مارچ کي د سعودي پاچا سره وليدل
زيګمار ګابريل په مارچ کي د سعودي پاچا سره وليدلانځور: picture-alliance/dpa/Bernd von Jutrczenka


سربیره پر دې په سلگونو زرو سوریایې کډوالو ترکیې ته پنا وړې ده، خو سره له دې شتمن عربي هیوادونه په ځانگړي توگه د خلیج هیوادونه د کډوالو د جذب په برخه کې د پام وړ ډیر محتاطانه عمل کوي او په دغه هیواد کې د کډوالو د اقامت امکان وجود نه لري. په همدې ارتباط د آلمان د اقتصاد وزیر زیگمار گابريل د مارچ په میاشت کې خلیجي هیوادونو ته د خپل سفر پر مهال د دغو هیوادونو له مشرانو وغوښتل چې د عراقي او سوریایې کډوالو له پاره په سیمه او خپلو هیوادونو کې د ښه ژوند شرایط برابر کړي.

د آلمان د اقتصاد وزیر دغه غوښتنه د دې ښکارندویې کوي چې اروپایې هیوادونه تر کومې اندازې د کډوالو په معضله کې د خلیجي هیوادونو ښکیلتیا ته لیواله او د کډوالۍ د ستونزې د حل غوښتونکي دي.

د خلیج هیوادونو د مشرانو محتاطانه عمل

خبریال او د سعودي په چارو کې کارپوه سلیمان العـُقَیلي له دویچه ویله سره د یوې ځانگړی مرکې په ترڅ کې په خلیجې هیوادونو کې د کډوالۍ د ستونزې په هکله وویل:« د اردن او لبنان د هیوادونو په پرتله خلیجې هیوادونو په کراتو لږ شمیر کډوال منلي دي، خو دا د دې معنی نه ورکوي چې دوی به هیڅ مرسته نه وې کړې.»
د سوريې ګڼ شمېر ښارونه په جګړه کي خراب سوي او خلک يې تېښتي ته اړ سوي دي
د سوريې ګڼ شمېر ښارونه په جګړه کي خراب سوي او خلک يې تېښتي ته اړ سوي ديانځور: Reuters/Hosam Katan

د العـُقَیلي په خبره خلیجي هیوادونو د کډوالو د ملاتړ په برخه کې په میلیادونو ډالره مرسته کړې. سربیره پر دې خلیجې هیوادونو د سوریایې کډوالو د مرستې له پاره ډیر شمیر غونډې او کنفرانسونه په لاره اچولي دي چې د هغو له جملې څخه په دې وروستیو کې د کویت کنفرانس یادونه کولای شو.

سره له دې چې د خلیج هیوادونو د سوریې له کډوالو سره د مرستې له پاره د ۳،۸ میلیارده ډالره مرستې ژمنه کړي، خو دې ته نه دې تیار چې په خپل هیواد کې دغو کډوالو ته ځای ورکړي. همدارنگه عرب لیگ هم یوازي د نفتو له پلوه د بډایه هیوادونو له مالي مرستو ستاینه کړې.

حتی عرب لیگ هم د لازیاتو مرستو په ځانگړې توگه د عربي هیوادونو له خوا د مهاجرت د فشار د مساویانه ویش په هکله خبره پر ژبه نه راولي.

د کډالو په برخه کې د ملگرو ملتونو د عالي کمیسارۍ په حواله، تر یو میلیون ډیر سوریایې کډوال لبنان ته مهاجر شوې دي. په دې توگه لبنان په نړۍ کې یوازنی هغه هیواد دی چې د خپل نفوس په تناسب تر ټولو ډیر کډوال یې منلي دي.
د دغه کارپوه په اند یو له هغو عواملو څخه چې خلیجې هیوادونو ته د کډالو د مهاجرت مخه یې ډبه کړې ده « دغو هیوادونو ته د کړکیچ د داخلیدو ویره ده.» په اوس وخت کې یو شمیر عربي هیوادونه په سختو بحرانونو کې ښکیل دي، له همدې امله خلیجي هیوادونه ویره لري داسې نه چې د نورو عربي هیوادونو ناامنۍ د دوی خاورې ته سرایت وکړي.