1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جنازی په مراسمو کې ځانمرگي برید ۱۶ کسان ووژل

عبدالباري حکیم (آژانسونه)۱۳۹۳ بهمن ۹, پنجشنبه

یوه افغان چارواکي ویلي دي چې په لغمان ولایت کې د جنازې په مراسمو کې یوه ځانمرگي برید لږ تر لږه ۱۶ کسان وژلي او ۳۹ تنه نور یی ټپیان کړي. د حملي قربانیان اکثره ملکي خلک دي.

https://p.dw.com/p/1ESvq
انځور: DW

د افغانستان د ختیځ ولایت لغمان ویاند، سرحدي ځواک رسنیو ته په یوه استول شوي خبر کی ویلي دي چې د دې ولایت په مرکز مهترلام کې د یوې جنازی په مراسمو کې یوه ځانمرگي برید کوونکي چاودنه کړې ده چې په پایله کې سخته مرگژوبله رامنځ ته شوې. سرحدي ځواک زیاته کړې ده: «نن [پنجشنبه] د دری بجو په شا او خوا کې د پهلوان بابا د غونډۍ پر سر یوه ځانمرگي برید کوونکي د یوې جنازی په مراسمو کې ځان ته انفجار ورکړ چې له کبله یې ۱۲ تنه ملکی وگړي په شهادت رسیدلی دي او شاوخوا ۳۶ تنه نور زخمیان شوی دي. په زخمیانو کې د دوو تنو ماشومان وضعیت د اندیښنی وړ دی.»

د ځواک په حواله په برید کې څلور تنو پولیسو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی او دری تنه نور ټپیان دي. ځواک وویل چې د جنازې مراسم د پولیسو د یوه قومندان او درې تنو نورو له پاره وو چې د سړک د غاړې د یوې بلې بمې حملې قربانیان وو. د پنجشنبې د ورځي د حملې مسوولیت تر اوسه پورې چا پر غاړه نه دی اخیستی خو د سړک د غاړې د بمی چادونې مسوولیت چارواکو پر طالب یاغیانو اچولی وو.

د لغمان د والي ویاند رسنیو ته په خپل استول شوي خبر کې یادونه کړې ده چې «یو بل شکمن ځانمرگی برید کوونکی نیول شوی دي». هغه ویلي دي چې له نیول شوي کس څخه څیړنې روانې دي.

د ۲۰۱۵ کال د جنوري میاشې له پیل څخه په افغانستان یوازې یو محدود شمیر نړیوال پوځيان د «پریکړن ملاتړ» په نامه ماموریت په چوکاټ کې پاتې دي چی د هغوی دنده تر زیاتی کچې د افغان امینتی ځواکونو روزل دي.

د ملگرو ملتونو د یو وروستي رپوټ له مخې په تیرو څه د پاسه ۱۲ میاشتو کې د ملکي وگړو د مرگ ژوبلې کچه لوړه شوې ده. د ۲۰۱۴ کال د نومبر تر میاتشې پورې لږ تر لږه ۳۲۰۰ ملکي وگړي په زور زیاتیو کي وژل شوي او ۶۴۲۹ نور ټپیان دي. ملگرو ملتونو د دغو مرگ ژوبلو مسوولیت تر زیاتی کچی پر طالب یاغیانو باندې اچولی دی.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب