1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د تښتول سوو کسانو د خلاصون عمليات پيل سول

محمد ابراهيم سپېڅلی۱۳۹۳ اسفند ۱۲, سه‌شنبه

د افغانستان د زابل ولايت سیمه ییز چارواکي وايي چي څو ورځي دمخه د کابل کندهار پر لويه لار د ۳۰ تنو تښتول سويو مسافرانو د خلاصون په موخه يې پوځي عملیات پيل کړل. ويل کيږي چي تر اوسه ۶۰ تنه مخالفانو ته مرگ ژوبله اوښتې ده.

https://p.dw.com/p/1EkPc
انځور: AFP/Getty Images/S. Marai

دغه کسان تیره اوونۍ د دغه ولایت د شاه جوۍ ولسوالۍ د (پښ کندي) په سیمه کي ناڅرګندو وسله والو له ۳۰۳ ډوله موټر څخه تر کښته کولو وروسته نامعلومي خواته تښتولي دي.

تښتول سوي کسان له ایران هیواد څخه راستانه سوي کډوالو ول، چي غوښتل يې کابل ته ولاړ سی.

د زابل د ولایتي شورا مسؤل عطاء جان بیان وايي چي تراوسه په عملیاتو کي۶۰ تنو مخالف وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ده په قول کوماندويان او نور امنیتي ځواکونه دامهال په سیمه کي له وسله والو مخالفانو سره په سخته جګړه بوخت دي.

بیان وایی د جګړې قومنده د کندهار د امنیه قومندان جنرال رازق پر غاړه ده. وسله والو طالبانو تراوسه پوري د یادو عملیاتو په اړه څه نه دي ویلي.

د زابل عام خلک په یادو پوځي عملیاتو خوښ دي، خو یادونه کوي چي د ولسي وګړو ژوند ته دي پام زیات سي. د زابلیانو په خبره دولت ته په کارده چي د یوشمیر بې ګناه خلکو د آزادولو له پاره، نورو بې ګناه خلګو ته مرګ ژوبله وانه ړوي.

د شاه جوۍ ولسوال عبدالخالق ایوبي وايي چي د پوځي عملیاتو له پاره د پلان جوړولو پرمهال يې د ملکي خلکو د ژوند ژغورني په موخه منظم پلان جوړ کړی او ترډېره به هڅه دا وي چي عملیات یوازي پر هغو ځایونو روان وساتل سی چي هلته مخالف وسله وال موجود دي.

د ده په قول یاد عملیات به تر هغه وخته دوام وکړي چي د یرغمل سویو کسانو ترڅنګ يې سیمه هم له وسله والو مخالفانو له ګواښ څخه نه وي پاکه کړې:

«د ملکي خلکو ژوند ته مو د جګړې د پیل ترمخه پلان جوړ کړی او داعملیات به ترهغه وخته روان وي، چي ټوله سیمه مو له وسله والو څخه نه وي پاکه کړې».

د زابل ولایت پر خاک افغان ولسوالۍ د سه شنبې ورځي په سهار په داسی حال کي پوځي عملیات پیل سول، چي دوه واري د سیمي قومي مشران، مخور، سپين ږیري، علماء کرام او جهادي قومندانان د تښتول سويو کسانو د ژغورني په موخه له وسله والو سره تر خبرو وروسته تش لاس راستانه سول.