1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د تونس په ټاکنو کې د سیکولارو بریالیتوب

عبدالباري حکیم (آژانسونه)۱۳۹۳ آبان ۸, پنجشنبه

د تونس په پارلماني ټاکنو کې د سیکولار «ندأ تونس» گوند بریالیتوب اوس د ټاکنو د لومړیو رسمي پايلو له مخې تصدیق شوی دی. اسلامپال النهضه، چې په تیرو پارلمان کې پیاوړی قوت وو، په خپلې ماتې اعتراف کړی دی.

https://p.dw.com/p/1DeH0
انځور: AFP/Getty Images/F. Belaid

له تونس څخه د بیلابیلو خبري آژاسنونو د رپوټونو له مخې د اوونې د پیل په پارلماني ټاکنو کې د نوموړي هیواد سیکولاریستانو پر اسلامپالو بریالیتوب تر لاسه کړی دی. د ټاکنو کمیسیون د چهارشنبې په شپه اعلان وکړ چې د لومړیو رسمي پایلو له مخې د «ندأ تونس» گوند د پارلمان د ۲۱۷ څوکیو څخه ۸۵ گټلې دي.

د تونس النهضه معتدل اسلامپال گوند چې تر اوسه پورې تر ټولو گوندونو او ډلو غښتلی وو، په نوي پارلمان کې یوازې ۶۹ څوکۍ گټلې دي. دغه گوند آن له ټاکنو څخه یوه ورځ وروسته یعنی د دوشنبه په ورځ د سیکولاریستانو په وړاندې پر خپلې ماتې اعتراف کړی وو.

«ندأ تونس» د نوموړي هیواد د کیڼ اړخو سیاستوالو څخه نیولې تر منځ لارو ښي اړخو پوری یو نوی متحد گوند دی. سر بیره پر دې په دغه گوند کې د پخواني مطلق العنان ولسمشر زین العابدین بن علي، چې په ۲۰۱۱ کال کې د ولسي احتجاجونو په پایله کې راوپرځول شوو، پلویان هم شامل دي.

د تونس د ۵،۲ میلیونه د رائیو مستحقو کسانو څخه ۶۰ سلنه يې د تیرې یکشنبې په ورځ تر ټینگو امنیتي تدابیرو لاندې په ټاکنو کې گډون وکړ. د تندلارو زورپالونکو اسلامپالو د گواښونو څخه د ویرې سره سره، ټاکنې په ټول تونس کې په سوله ییزه توگه تر سره شوې. د رسمي معلوماتو له مخې د ټاکنو د امنیت د خوندې ساتنې له پاره ۸۰ زره پولیسو او سرتیري گمارل شوي ول.

تونس په عربې نړۍ کې د مطلق العنان رژیمو پر ضد د ولسي پاڅونونو چې په «عربي پسرلي» یې شهرت موندلی دی د زیږیدو ټاټوبې دی. په داسی حال کې چې په نورو عربي هیوادونو کې دغه پاڅونونه اوس په زور زیاتیو او سیاسي بی ثبایتیو بدل شوي دي، تونس لږ تر لږه وتوانید چې د خپلو دغو پارلماني ټاکنو سره وښيي چی لا تراوسه هم د دیموکراسی له پاره د خلکو غږ اوچت پاتې دی.

د یوه راتلونکي سیکولار حکومت په مشرې تونس په عین وخت کې له سترو ننگونو سره مخامخ دی. له ناخواله اقتصادي وضعیت څخه نیولې بیا تر د تند لارو اسلامپالو او ترهگرو او د پخواني رژیم د فاسدو بقایاو پورې، ستونزې د نوي حکومت پر وړاندې برتې دي. خو د تونس سیاسي پرگنه په دی هم اوس ښه پوه ده چې د خپل هیواد ستونزې یوازې د خبرو اترو او یو بل ته د معقولې تیریدنې له لاری حل کولای شي.

د روان کال د نومبر په ۲۳مه نیټه په تونس کې د ولسمشرۍ له پاره هم ټاکنې کیږي. د «ندأ تونس» اوسنی ۸۷ کلن مشر الباجي قائد السبسي، چې پخوا د حکومت مشر هم وو، هغه سیاستوال دی چی ښایي د ولسمشرۍ له پاره تاکنې هم وگټي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب