1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د تونس ولسمشریزې ټاکنې دویم پړاو ته وغځیدې

آژانسونه/ سید ریاض۱۳۹۳ آذر ۳, دوشنبه

په تونس کې په لومړیو آزادو ولسمشریزو آزادو ټاکنو کې تجربه کار سیاستوال السبسي تر نورو مخکی دی. خو هغه د غوڅ اکثریت په ترلاسه کولو کې پاتې راغلی. د ټاکنو په دوهم پړاو کې به هغه له اوسني واکمن المنصف مرزوقي سره سیالي وکړي.

https://p.dw.com/p/1Ds9d

په تونس کې لومړنۍ آزادې ټاکنې د دواړو مخکښو کاندیدانو د ټاکنیزو ډلو د معلوماتو په حواله دوهم پړوا ته غځیدلي دي. د سیکولار سیاستوال الباجي قائد السبسي، د «ندا تونس» په نوم د گوند د معلوماتو له مخې د یکشنبې د ورځې په ټاکنو کې هغه نور نوماندان په څرگند ډول شا ته پریښي دي. خو زیاته شوې ده چې هغه په مطلق اکثریت تر لاسه کولو کې پاتې راغلی دی.

د تونس دولتي تلویزون د یوې وړاندوینې له مخې ۸۷ کلن السبسي کابو ۴۸ سلنه رایې گټلي دي. د نوموړي تلویزون د رپوټ له مخې مؤقت ولسمشر المنصف المرزوقي، چې له منځنلاري کیڼ اړخې گوند (CPR) سره تړاو لري کابو ۲۷ سلنه رایې خپلې کړي دي. خو بیا نورو نظر پوښتنو د دواړو کاندیدانو تر منځ د کم توپیر وړاندوینه کوي. گوندونو په ټاکنیزو حوزو کې خپل څارونکي گمارلي وو چې د رایو د شمیرلو بهیر وڅاري. دوهم ځلې ټاکنې د روان میلادي کال د دسمبر میاشتې په ۲۸مه نېټه تر سره کیږي.

السبسي ته د خوښې وړ نوماند په توگه کتل کیږي

له لومړي سره السبسي، ته د تونس په ولسمشریزو ټاکنو کې د خوښې وړ نوماند په سترگه کتل کیدل. د هغه گوند په پارلمان کې پیاوړی دی او غواړي چې اسلامپالې پر شا کړي. د روان میلادي کال د اکتوبر په میاشت کې د السبسي گوند د اسلامپاله النهضه گوند په پرتله پر یوه پیاوړي قوت واوښت. خو د النهضه گوند په ولسمشریزو ټاکنو کې کوم نوماند سیالۍ ته نه وو وړاندې کړی. د دغه گوند د ویاند په وینا دا کار یې د هیواد د لا ویشل کیدو د مخنیوي په موخه نه وو تر سره کړی. په ټوله کې ۲۷ کاندیدانو ځانونه د ولسمشرۍ څوکۍ ته کاندید کړي وو، چې يوه ښځه هم په کې هم شامله وه.

د یو شمیر رایو اخیستل

په تونس کې د ټاکنو د بهیر څارونکو د یو شمیر رایو د اخیستلو او د یو شمیر کسانو له لوري پر رایې ورکوونکو باندې د نفوذ اچولو رپوټونه ورکړي دي. د اروپايي ټولنې د څارونکو د کړۍ له لوري ویل شوي دي چې ولسمشریزي ټاکنې د اکتوبر په میاشت کې د پارلماني ټاکنو په پرتله په ښه شان تر سره شوي دي. د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو مسوولې فیدریکا موگیرني، «په آرامه توگه د ټاکنو تر سره کیدل په دیموکراتیکه توگه د واک د انتقال په برخه کې د یوه بل پړاو» توگه ستایلی دی. د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو مسوولې چې په خټه ایټالوۍ ده، ویلي دي چې اروپایي ټولنه د ثبات، اقتصادي او ټولنیز پرمختگ په برخه کې د تونس د هڅو ملاتړ کوي.

د الجزایر پولې ته څیرمه په یو شمیر سیمو کې د خراب امنیتي وضعیت له کبله ټاکنې ځنډول شوې وې. له کړکیچ ځپلي هیواد لېبیا سره پوله لا تر مخه تړل شوې ده. د ټول هیواد په کچه ۱۰۰۰۰۰ پولیس او سرتیري پر دنده گمارل شوي وو تر څو په دغه هیواد کې د احتمالي بریدونو مخه ونیسي.

په تونس کې تر «یاسمین انقلاب» کابو څلور کاله وروسته دا لومړی ځل وو چې د دغه هیواد وگړو په دیموکراتیکه او مستقیمه توگه د ولسمشر د ټاکلو اجازه درلوده. خو دې کار ډیر زیات خلک په ټاکنو کې گډون ته و نه هڅول. د تونس د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د معلوماتو له مخې په ټاکنو کې ۵۴ سلنه خلکو گډون کړی وو. په ټوله کې تر ۱۱ میلیونه زیات د رایې ورکولو مستحق کسان راجستر شوي وو.

تونس ته په اصطلاح «د عربي پسرلي» د زیږیدو د هیواد په سترگه کتل کیږي. د ۲۰۱۱م کال په پېل کې د بن علي تر راپرځول کیدو وروسته په مصر، لېبیا، سوریه او یو شمیر نورو هیوادونو کې هم ستر احتجاجونه پېل شول. د نورو هیوادونو په پرتله تونس ته په دیموکراتیکه د واک د لیږد د بیلگې په توگه کتل کیږي. په دغه هیواد کې انقلاب د بن علي «یوه گوندي سیستم» ته د پای ټکی کښیود. تر هغې وروسته دغه هیواد یو نوی اساسي قانون تصویب کړ او د جوړجاړي یو سیاست یې رامنځ ته کړ.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب