1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ترهگرۍ پر ضد گډه مبارزه

دويچه ويله/ سيد رياض۱۳۹۳ شهریور ۲۴, دوشنبه

د «اسلامي دولت» په نوم ترهگري ډلي څخه لویدیځ هیوادونه هم د خطر احساس کوي. د فرانسې ولسمشر د دغه ډلي پر ضد د همغږۍ گامونو د اخيستلو غوښتنه کړې ده. په فرانسه کې د عراق په هکله د دوشنبې په ورځ یو نړیوال کنفرانس جوړيږي.

https://p.dw.com/p/1DCF2
انځور: Reuters/Ali al-Saadi

د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند د عراق پلازمېنې بغداد او اربیل سیمو ته سفر وکړ. په دغه سفر کې هغه عراقي کردانو ته د وسلي لیږد تائید کړ او د «اسلامي دولت» د ترهگري ملېشې پر ضد یې د نورو مرستو ژمنه وکړه. اولاند غواړي چې د عراق له نوي حکومت سره د «اسلامي دولت» ترهگري ډلي پر ضد مبارزه کې مرسته وکړي.

له دې کبله هغه د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۴م کال د سپتمبر م۱۵مه) په پاریس کې یوه نړیواله غونډه رابللې ده چې پر نورو سربیره پکې د عراق ولسمشر محمد فواد معصوم او د آلمان د بهرنیو چارو وزیر فرانک والتر شتاین مایر گډن کوي.

په تیرو ورځو کې د يادي ترهگري ډلي پر ضد مبارزې د ډیرو دولتونو او حکومتونو د مشرانو پام راړولی دی. دا ځکه چې د اسلامي دولت ډلي له خوا د یوه بریتانوي برمته شوي کس سر غوڅولو په نړیواله کچه انديښنې راپورته کړي دي.

د بریتانيا لومړي وزیر دیويد کمرون، په خپل لومړي غبرگون کې نوموړې وژنه په «بشپړه توگه یو ناوړه» عمل بللی دی. د امریکا متحدو ایالاتو ولسمشر بارک اوباما خپل دا عزم یووار بیا تکرار کړی دی چې له خپلو شریکانو سره به په گډه نوموړې ترهگره ډله، هر چیري چې وي له منځه یوسي.

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر فرانک والتر شټاین مایر، دغه عمل «د انساني تمدن د پولو تر شا یو وحشت بللی دی.» دا دریم وار دی چې د اسلامي دولت ترهگره ډله د لویدیځ هیوادونو د اتباعو سرونه پرې کوي او د هغوی ویډیو گاني عامه محضر ته وړاندي کوي.

د «اسلامي دولت» پر ضد ائتلاف

د اسلامي دولت، له خوا دغو اعمالو په واشنگټن او لندن کې حکومتونه تر فشار لاندي راوستي دي. دا ځکه چې وژل شوي کسان له دغو هیوادونو سره تړاو لري. خو اوس فرانسه رامخ ته شوې ده. د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند، دې ته تمایل ښوولی دی چې د امریکا متحدو ایالاتو په مشرتوب د اسلامي دولت پر ضد مبارزې له پاره په یوه ائتلاف کې ونډه ولري.

د منځني ختیځ له پاره د فرانسې سیاست، له ډیري مودې راهیسې د متحده ایالاتو سره هم نظره نه وو. کله چې په ۲۰۰۳م کال کې د امریکا متحده ایالاتو د هغه وخت ولسمشر جورج ډبلیو بوش، د عراق په جگړه کې خپل متحدین لټول نو د فرانسې مشرۍ په هغې کې له برخې اخیستلو څخه ډډه کړې وه. خو اوس د فرانسې ولسمشر اولاند د عراق له پاره د اوږدمهاله ستراتیژۍ پر سر ټینگار کړی دی او د «اسلامي دولت» ترهگري ډلي پر ضد یې د همغږۍ گامونو د اخيستلو غوښتنه کړې ده.

پر دې سربیره اولاند په ظاهري توگه د ترهگرو ملېشو پر ضد په تر سره کیدونکو هوایي بریدونو کې د ونډي اخیستلو پر سر هم غور کوي. د متحده ایالاتو د دفاع وزرات پېنتاگون د معلوماتو له مخې د روان میلادي کال د اگست میاشتې له اتمې نېټې راهیسې یې په عراق کې تر ۱۵۰ زیات هوایي بریدونه تر سره کړي دي.

اوباما د امریکایي پوځیانو او د عراق په شمال کې له گواښ سره د مخامخو لږکیو د خوندي ساتني په موخه د دغو «هدفي بریدونو» د تر سره کیدو اجازه ورکړې وه.

په لویدیځ او ختیځ کې متحدان

لسو عربي هیوادونو د پنجشنبې په ورځ له امریکا متحدو ایالاتو سره د اسلامي دولت ترهگري ډلي پر ضد مبارزه کې خپل ملاتړ څرگند کړ. په دغو هیوادونو کې د عراق تر څنگ سعودي عربستان، بحرین، مصر، اردن، کویت، لبنان، عمان، قطر او متحد عربي امارات شامل دي.

خو د ترکیې حکومت بیا برعکس د اسلامي دولت ډلي پر ضد مبارزه کې له محتطانه چلند څخه کار اخیستی، ښایي دا دې له پاره چې په جون میاشت کې د نوموړي ډلي له خوا ۴۹ ترکي وگړي تښتول شوي دي او تر اوسه لا هم د نوموړي ډلي په منگولو کې دي. پر ترکیې باندي د بهرنیو جنگیالیو د ترانزیتي هیواد تور هم لگول کیږي، خو ترکیه بیا دغه تورونه ردوي.

په پاریس کې له ۱۵ څخه د تر۲۰ هیوادونو استازو د ورتگ تمه کیږي. په پام کې ده چې د عراق په کنفرانس کې به پر نورو سربیره پر دې هم خبري وشي چې په راتلونکي وخت کې د هر یوه هیواد استخباراتي معلومات څرنگه همغږي کړای شي.

په دغه کنفرانس کې به دا پوښتنه هم مهم نقش ولري چې څرنگه په سوریه کې د اسلامي دولت، پر ضد جگړه پر مخ ولاړه شي او کوم عواقب به ولري. ویل کیږي چې په سوریه کې به د اسلامي ډلي کمزوري کول د بشارالاسد د پیاوړي کیدو په معنا وي او دا هغه څه دي چې ډیر هیوادونه یې نه غواړي.