1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د تاپي پروژې پر سره خبري اتري پيليږي

خليل الرحمن اميد۱۳۹۳ بهمن ۲۱, سه‌شنبه

د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هندوستان د گازو پروژه چې له ۲۰۰۲م کال راهیسې یې څېړنیزي چاري پیل شوي دي، د فیبرورۍ مياشتي پر ۱۱مه به په اسلام آباد کې عملیاتي کنفرانس ولري.

https://p.dw.com/p/1EZ4T
انځور: DW

د دغي پروژې له مخي له ترکمنستان څخه د افغانستان او پاکستان له لاري هند ته گاز رسول کيږي، او د افغانستان د اقتصادي پیاوړتیا تر څنګ د دغه هیواد د گازو یوه اندازه اړتیا هم پوره کوي.

د ټاپي پروژې له‌ پاره دا ۱۹مه غونډه به د پاکستان په پلازمېنه اسلام آباد کې جوړه شي. په دغه کنفرانس کې به له فرانسوۍ کمپنۍ ټوټال سره هم خبري وشي چې تر نورو یې چاري غوره ارزول شوي دي.

د کانونو او پیترولیم وزارت ویاند محمد رفیع رفیق صدیقي نن سه شنبه د(۲۰۱۵م کال د فیبرورۍ پر۱۰مه)‌ د يوې خبري غونډي پر مهال وویل چې د ټاپي پروژې چاري عملي کېدو ته نږدې شوي دي.

صدیقي وويل: «په دې غونډه کې پر دوو عمده مسایلو هوکړه کیږي. یو دا چې د فرانسې ټوټال کمپنۍ ته یاده پروژه ورکړو او که نه او بل هم د پروژې د کار پیل له پاره د وخت مالومول دي. دا دوه مسایل به په دغه غونډه کې ټاکل کیږي.»

د افغانستان ونډه

افغانستان به په دغه پروژه کې له دوو اړخونو څخه ګټه واخلي؛ یو د ترانزيت حق او بل هم په کښته بیه د گازو تر لاسه کول. که څه هم معلومه نه ده چې افغانستان به د ترازيت په برخه کې د خپلي ځمکي څومره پیسې واخلي خو د کانونو وزارت ویاند وايي افغانستان به له کاله میلیونونه ډالر عواید ولري.

محمد رفیع رفیق صدیقي وايي له دغي پروژې څخه به افغانستان د دېرشو کالو له پاره ګټه تر لاسه کړي چې په لمړۍ لسیزه کې به(۰،۵) په دویمه کې(۱) او په دریمه لسیزه کې (۱،۵) میلیارده متر مکعب گاز ولري.

که څه هم څرګنده نه شوه چې د هر متر مکعب کاز بیه به څومره وي خو مسئولان وايي چې هر هيواد به له خپلي اړتیا سره سم په کښته بیه گاز وپېري.

ټاکل شوې ده چې په افغانستان کې دا پایپ لاین له هرات ولایت څخه تر کندهار ولایت پوري وغځیږي چې له هغه وروسته به د ډېورنډ کرښې هاخوا د بولوچستان ایالت له کوټي ښار څخه تیريږي.

د ټاپي رقیبه د سولې پروژه

هند د گازو له پاره لوی بازار لري چې د ټاپي پروژې ترڅنګ هڅه کوي د سولي په نامه له ایران څخه هم د گازو پایپ لاین تېر کړي، چې هغه به هم د پاکستان له لاري هند ته وغځیږي.

کارپوهان وايي چې د هند له‌ پاره تر ټاپي د سولي پروژه په کښته بیه راځي چې د ټاپي په پرتله نږدې دوه برابره ارزانه تمامیږي. خو زیاتوي چې د سیمه ییزو سیالیو په پام کې نیولو سره د ټاپي پایپ لاین ډېر مطرح شوی.

اقتصادي کارپوهان په دې باور دي‌ چې د امریکا متحد ایالات د ټاپي پروژې له لاري غواړي چې د هند د اړتیا وړ گاز پوره او ایران له اقتصادي پلوه وځپي.

د ټاپي پروژې پر وړاندي د افغانستان او پاکستان سیاسي سیالۍ هم یوه ستونزه بلل کیږي. د کارپوهانو په باور که پاکستان وغواړي په اسانۍ سره د ټاپي پروژه له منځه وړلای شي.

بله خوا هند او پاکستان د اسیا په جنوب کې هغه دوه سیال هیوادونه دي‌ چې اړيکې یې له ډېره وخته خوپي شوي دي.

کارپوهان وايي چې له ټاپي پروژې څخه پاکستان ته رسېدونکې ګټه کولای شي چې هغوی د دې پروژې پلي کولو ته وهڅوي. ځکه پاکستان هغه هېواد دی چې د گازو اړتیا یې نه ده پوره شوې.