1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د تاجيکستان د ځانگړي ځواک يو قوماندان له داعش سره یوځای سوی

آژانسونه/ مسعود جهش۱۳۹۴ خرداد ۸, جمعه

د تاجيکستان د خاصو ځواکونو یو قوماندان چې د امریکایانو له خوا روزل شوی دی، په یوتویوب کې په یوه خپره شوې ویډیو کې ویلي دي چې هغه له اسلامي دولت سره یوځای شوی دی.

https://p.dw.com/p/1FYgJ
انځور: Screenshot/youtube/Stim News

ډګروال ګلمراد حلیموف، د تاجیکستان د خاصو ځواکونو د يوه غونډ چې «OMON» نوميږي مشر وو. دغه غونډ د یاغیانو او جنایتکارانو پر ضد فعالیت کوي. حليموف د روان کال په اپریل میاشت کې لادرکه شو. تر هغه وروسته د تاجیکستان امنیتي ځواکونو د هغه د موندلو هڅي پیل کړې.

خو حليموف د چهارشنبې په ورځ په یوه ویډیو کې راڅرګند شو چې پکښې روسیې او امریکا متحدو ایالاتو ته د جهاد د غځولو ګواښ کوي.

په دغه لس دقیقه يي ویډيو کې چې په مسکلي ډول جوړه شوې او په ټولنیزو شبکو کې خپره شوې ده، هغه په داسي حال کې ښول کیږي د لیري نخښي ویشتونکې وسله او د مرمیو کمربند ورسره دی.

هغه په ویډيو کې د تاجیکستان ولسمشر امام علي رحمان، ته په خطاب وایي: «سپیانو، غوږ ونیسئ، ولسمشره او وزیرانو،‎ تاسي پوهيږئ چې څومره هلکان، زموږ وروڼه دلته زموږ سره دي او د دې په تمه دي چې تاجیکستان ته ستانه شي او شرعي قانون پلي کړي.»

ولسمشر رحمان له ۱۹۹۲م کال راهیسې پر تاجیکستان واکمن دی. هغه د ۱۹۹۲م او ۱۹۹۷م کلونو تر منځ د روسانو په ملاتړ سره افراطي ډلې وځپلې او همدا اوس هم په خپل هیواد کې مخالفت نه زغمي.

حلیموف په دغه خپره شوې ویډیو کې وايي: «موږ به په تاسي پسې درشو. موږ به تاسو د مرگ له پاره درشو.» هغه په ویډیو کې په روسي ژبه خبري کوي، ږیره یې رسېدلې ده او یوې وني ته ناست دی. دا لا روښانه نه ده چې دغه ویډیو په کوم هیواد کې ثبت شوې ده.

د تاجیکستان پولیسو تر اوسه پوري د دې موضوع په اړه څه نه دي ویلي. خو یو شمیر چارواکو رسنیو ته خبر ورکړی دی چې د حلیموف پخواني عسکر غواړي چې په یوه بیانیه کې هغه وغندي.

حلیموف ادعا کړې ده چې هغه د روسي او امریکایي ځواکونو له خوا روزل شوی دی. په ویډیو کې دغه ۴۰ کلن پخواني پوځي وايي: «تاسي امریکا خنځیران هم واورئ، زه درې واري امریکا ته درغلی یم، او ما ولیدل چې تاسو د مسلمانانو د وژلو له پاره څرنګه ځواکونه روزئ. انشاالله زه به له دې وسلې سره هلته ستاسو ښارونو او کورونو ته درشم او تاسي به ووژنو.»

امریکا متحد ایالات او روسیه په منځنۍ اسیا کې د اسلامي افراطیت له ډېرښته ویره لري او له دې کبله یې په سیمه کې خپل تدابیر پياوړي کړي دي. د کړکېچ نړیوالي ډلي اټکل کړی دی چې همدا اوس د مرکزي اسیا شاوخوا ۴۰۰۰ کسان له تروريستي ډلي «اسلامي دولت» سره یوځای دي.

په قزاقستان کې د مرکزي اسیا د چارو کارپوه الکساندر کنیازوف، وايي چې وروستۍ پیښه ښيي چې په دغو هیوادونو کې آن په امنیتي ځواکونو باندي هم اعتماد نه شي کیدای: «زه فکر کوم چې د افراطي اسلام پالو پروپاګند به اوس د حلیموف له بیلګې څخه ډیر استفاده وکړي.»