1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بیړۍ د ډوبیدو په پيښه کې لا هم ۳۰۰ تنه لادرکه دي

سید ریاض (آژانسونه)۱۳۹۳ فروردین ۲۷, چهارشنبه

د جنوبي کوریا سویلي ساحل ته څیرمه د یوې بیړۍ د چپه کیدو په پېښه کې لا هم ۳۰۰ تنه لادرکه دي. په دغه بیړۍ کې ۴۷۷ تنه سپاره ول چې زیاتره یې د ښوونځي زده کوونکي ول. په دغه پېښه کې دوه تنه وژل شوي او ۷ تنه نور ټپیان شوي دي.

https://p.dw.com/p/1BjOb
انځور: Reuters

تر دې مخکې د جنوبي کوریا چارواکو ویلي وو چې لا هم سل تنه لادرکه دي، خو بیا وروسته یې په خپلو څرگندونو کې بدلون راوست او دغه شمیر یې ۲۹۵ تنه وښود.

په داسې حال کې چې په لسگونو کښتۍ، څرخي الوتکې او غوټه وهوونکي د ژغورنې په عملیاتو بوخت دی، د مرگ ژوبلې د زیاتیدو خطر موجود دی. دغه بیړۍ د سیلانیانو ټاپو جیجو، پر لور روانه وه.

د دغه بیړۍ یوه تن مسافر ویلي دي چې دی پر دې باور دی چې زیاتره خلک د بیړۍ په داخل کې بند پاتې شوي دي. د جنوبي کوریا د امنیت او عامه خدماتو د ادارې د وینا له مخې دغه بیړۍ د چهارشنبې په ورځ، د سیمې پر وخت د سهار په نهو بجو بیړنۍ زیگنال ورکړ. تر هغې وروسته بیړۍ په یوه اړخ چپه شوې ده.

د جنوبي کوریا د امنیت او عامه خدماتو د وزارت د مرستیال د وینا له مخې د ژغورنې په عملیاتو کې ۱۸ څرخي الوتکې او ۳۴ بیړۍ گډون لري. د جنوبي کوریا ولسمشرې پارک گوین های، د ژغورنې په هڅو کې د ټولو ممکنه امکاناتو د کارولو غږ کړی دی. تر اوسه په دغه پیښه کې د دوو کسانو وژل او د اووه نورو تنو ټپي کیدل تائید شوي دي

د جنوبي کوریا د خبري آژانس «یونهاپ» د وینا له مخې د بیړۍ له مسافرو څخه غوښتل شوي دي چې د ژغورنې واسکټونه واغوندي او له بیړۍ څخه اوبو ته ور ودانگي.

لا تر اوسه د دغه بیړۍ د چپه کیدو علت معلوم نه دی. خو تیره شپه په دغه سیمه کې د سختو لړو یا غبار رپوټ ورکړل شوی وو، چې له مخې یې دغه ټاپو ته د ډیری بیړیو سفرونه لغوه کړای شوي ول. خو ځینې رسنیو بیا په خپلو رپوټونو کې ویلي دي چې په دغه ځای کې د لید ساحه پراخه وه.