1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بيجي د نفتو دستگاه په بيرته نيولو کي د ايران رول

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۴ خرداد ۲, شنبه

ځينو امريکايي چارواکو د عراق د بيجي د نفتو د تصفيې فابريکې په بيرته نيولو کي د ايران او ځينو نورو شيعه ډلو د رول په اړه خبر ورکړی دئ. خو د امريکا په وروستي خبر کي د ايران يادونه نه ده سوې.

https://p.dw.com/p/1FVJ4
انځور: Getty Images/Afp/Mohammed Sawaf

د امريکا د دفاع وزارت چارواکو د جمعې په ورځ اعلان کړی دئ، چي ايران له تروريستي ډلي «اسلامي دولت» څخه د بيجي د نفتو د تصفيې دستگاه د بيرته نيولو له پاره عراق ته ځواکونه او درنې وسلې لېږلي دي.

د امريکا د دوو چارواکو په حواله چي نه ئې غوښتل نوم ئې واخيستل سي، ويل سوي دي چي ايران په عراق کي له شيعه ياغيانو سره په گډه د بيجي ښار ځيني برخي چي د نقتو د تصفيې دستگاه ته نژدې دي، نيولي دي.

د اسوشيتد پرس خبري آژانس د راپور له مخي ايران له عراقيانو سره په مرسته کي له بې پيلوټه الوتکو، توپخانې او ۱۲۲ ميلي متري توپونو څخه کار اخلي. دا په داسي حال کي ده چي د امريکا د دفاع وزارت له خوا ويل سي ول چي د بيجي د نفتو د تصفيې دستگاه په بيرته نيولو کي له عراقي ځواکونو سره مرسته کوي.

د اسوشيتد پرس د راپور له مخي د عراق په روان کړکېچ کي د ايران مداخله د امريکا له پاره يوه پېچلې موضوع گرځېدلې ده. د امریکا په آند که تهران په عراق کي خپل فعاليتونه د عراق د حکومت تر کنترول لاندي کوي کومه ستونزه به نه وي.

د بيجي د نفتو د تصفيې دستگاه چي د بغداد په ۲۰۰ کيلومترۍ کي ده تر لږ وخت دمخه ئې د ورځي تر ۳۰۰ کوچني بيلرو نفت تصفيه کول، چي دا د عراق د نفتو نيمايي برخه جوړوي. د «اسلامي دولت» ډلي جنگياليو دغه دستگاه د تيرکال په جون مياشتي کي ونيوله.

وروسته بيا عراقي ځواکونو دغه سيمه بيرته ونيوله خو په دې وروستيو کي «اسلامي دولت» ډلي پر دغي سيمي باندي بيرته خپل يرغلونه پيل کړي دي.

د بيجي د نفتو تصفيه کولو دستگاه
د بيجي د نفتو تصفيه کولو دستگاهانځور: Reuters