1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بوستن د بريدونو پلټنې لا بې پايلي پاته دي

احمد ولي اڅکزی (روت ویت ویر)۱۳۹۳ فروردین ۲۶, سه‌شنبه

د امريکا په بوستن کي د ترهګریزو بمي بريدونو يو کال پوره سو خو لا هم پلټنې بې نتیجې پاتې دي. استخباراتې ادارې او مقامات پر یو بل د مسوولیت پړه اچوي. په دغو بريدونو کي درې انسانان وژل سوي او ۲۶۰ نور ژوبل سوي ول.

https://p.dw.com/p/1BiDj
انځور: Reuters

د ۲۰۱۳م کال د اپريل مياشتي پر ۱۵مه نېټه د امريکا متحده ايالتونو په بوستن کي د پېټريټ ډې، د ورځي کلني مرتون یا ځغاستې جريان درلود. د دغې ځغاستي په جريان کي د ۱۳ ثانيو په وقفې سره دوې پرله پسې چاودنې وسوې. چاودېدونکي توکي د سړک پر غاړه په دوو بېګونو کي پټ کړای سوي ول. په دغو غبرګو چاودنو کي درې انسانان ووژل سول او ۲۶۰ نور بیا ټپیان سول.

د بوستن د چاودنو په هکله بېلابيلي پلټنې تر سره سوې او زيات راپورونه وړاندي کړای سول. خو د دغې پيښي په هکله يوه پلټنه هم په دقيقه توګه کومي پايلي ته نه ده رسېدلې. استخباراتي ادارې او چارواکي د دې پړه، پر يو بل اچوي.

«د مخنيوي امکان موجود وو»

تر ننه پوري زيات امريکايان له ځان څخه دا پوښتنه کوي چي آيا د بوستن، پېښي ته ورته پېښه بيا ممکنه ده؟ د امنيتي چارو کارپوه توماس مېک نامارا، په دې نظر دی چي د بوستن د بريدونه مخه نيول کېدلای سوای. نوموړی زياتوي: «د دې امکان وو چي د دغو بريدونو مخه نيول سوې وای. په هغه صورت کي که استخباراتو خپل معلومات له ځايي چارواکو سره شريک کړي وای.»

د بوستن د چاودنو د پلان او عملي کولو تور پر دوو ورونو ولګول سول، چي له چيچنيا څخه د امريکا متحده ايالاتو ته کډوال سوي ول. دا په داسي حال کي ده چي مشر ورور تمیورلن څارنايف له زیات وخت راهيسي د روسي چارواکو تر څارنې لاندي وو. روسيې په دې تړاو په ۲۰۱۱م کال لا امريکايي چارواکو ته معلومات ورکړي ول چي نوموړی د تندلارو اسلامپالو ملګری دی. خو د متحده ایالاتو د پولیسو فیدرالي ادارې FBI، د پلټنو وروسته دې نتيجې ته ورسېده چي تیمورلن څارنايف، د امريکا له پاره ګواښ نه دی.

مسوولیت د چا پر غاړه دی؟
مسوولیت د چا پر غاړه دی؟انځور: Reuters

د همکارۍ کموالی

د بوستن د بريدونو وروسته د متحده ایالاتو مرکزي استخباراتې ادارهCIA او FBI له سختو نيوکو سره مخامخ سوې. په دې ترڅ کي يوه لویه نیوکه دا ده چي فیدرالي پوليسو مهم شواهد نه ول تعقيب کړي. د بخار د دېګ په مرسته د چاودېدونکو توکو د دغو بريدونو په تړاو يو شمېر پلټنې تر سره سوې. د پلټنو په راپورونو کي يو شمېر سپارښتنې هم وسوې. خو په يوه راپور کي هم اصلي مسؤل چارواکي يا ادارې نه دي نومول سوي.

د متحده ايالاتو د استازو د جرګې د داخله چارو جرګه ګۍ هم د دغو بريدونو په تړاو پلټنې وکړې. د دغو پلټنو په راپور کي راغلي دي چي فیدرالي ادارو له سيمه یيزو چارواکو سره اړين معلومات نه وو شريک کړي. د بېلګي په توګه د ماساچوستس، پوليس په دې نه ول خبر چي تیمورلن څارناييف، د روسي او امريکايي استخباراتي ادارو په ليستونو کي ثبت دی. په دې ترڅ کي د امريکا د استخباراتي ادارو د نظارت اداره هم تر نيوکو لاندي راغلې ده.

د نظارت اداره ځان پړ نه بولي

د چاودنو د يوه کال پوره کېدو، څو ورځي تر مخه د نيويارک ټايمز، ورځپاڼي د يو داسي راپور په هکله مطلب چاپ کړ چي لا عامه محضر ته وړاندې سوی نه دی. ويل سوي دي چي د استخباراتي ادرو د نظارت ادارې هڅه کړې چي د بوستن د چاودنو یوه برخه مسؤليت په دې ډول پر روسيي استخباراتو ورواچوي، ځکه چي په وینا یې پوره معلومات يې نه ول ورکړي.

د ياد راپور له مخي د نظارت اداره وايي چي که پوره معلومات ورته ورکړل سوي وای نو FBI به ژوري پلټنې کړي وای. خو توماس مېک نامارا، وايي چي دا د استخباراتي ادارو له پاره عامه خبره ده چي معلومات مخفي وساتي.

که پر جوهر څارنایف، لگیدلي تورونه ثابت شي، ښایي د مرگ له سزا سره مخامخ شي
که پر جوهر څارنایف، لگیدلي تورونه ثابت شي، ښایي د مرگ له سزا سره مخامخ شيانځور: picture-alliance/AP

په بوستن کي د راتلونکې اوونۍ له پاره کلنۍ ځغاسته بيا پلان سوې د. دا په داسي حال کي ده چي د بريدونو په تور د جوهر څارنايف پر ضد محاکمه کېدونکې ده. د نوموړي مشر ورور د بريدونو څخه څلور ورځي وروسته له پوليسو سره په نښته کي وژل سوی وو.