د بهرنیو محصلانو له پاره د آلمان په زړه پوري پوهنتونونه
آلمان د بهرنیو محصلیونو له پاره یو ډیر په زړه پوری هیواد دی. له دې پلوه آلمان په هغو هیوادونو کې چې انگلیسې په کښې نه ویل کیږي لومړی مقام لري. په دې البوم کې د آلمان لس مشهوره پوهنتونه ښودل شوي دي.
د محبوبیت له پلوه په لسمه درجه کې د کولون پوهنتون
دا پوهنتون د آلمان په هغه ښار کې موقعیت لري چې د دغه هیواد تر ټولو لوی کلتوري جشن «کارنیوال» ترسره کیږي. د دغه ښار اوسیدونکي د آلمان د نورو ښارونو په نسبت دوستانه چلند لري. د نړۍ له گوټ گوټ څخه دې پوهنتون ته محصلان راځي. له دغه ښار څخه د اروپا نورو لویو ښارونو لکه امستردام، بروکسل، او پاریس ته سړی د ریل په وسیله په څو ساعتونو کې رسیږي.
د محبوبیت له پلوه په نهمه درجه کي د فرانکفورت پوهنتون
دا پوهنتون د آلمان د یو مشهور شاعر یوهان وولفگنگ فون گویتا، په نوم نومول شوی دی. فرانکفورت یو کثیرالثقافتي ښار دی او د لوړو ودانیو له امله شهرت لري. د ډیرو مالي ادراو او بانکونو مرکزي ادارې په دغه ښار کې دي.
د محبوبیت له پلوه په اتمه درجه کې د دوئس بورگ ایسن پوهنتون
په دې پوهنتون کې ۳۷ زره محصلان خپلې لوړي زده کړي پر مخ بیاې چې د آلمان له لویو پوهنتونو څخه شمیرل کیږي. په ۲۰۰۳ کال کې د ایس او دوئس بورگ پوهنتونونه یوځای شول.
۷ درجه د هایډل بیرگ پوهنتون
په ۱۳۶۴ م کال د دغه پوهنتون بسټ ایښودل شوی دی چې د آلمان له پخوانیو پوهنتونونو څخه شمیرل کیږي. د پاکستان یو مشهور ملي شاعر علامه اقبال هم په دې پوهنتون کې د یو څه وخت له پاره زده کړي کړي دي.
په برلین کې د یومبولډ پوهنتون
دغه تعلیمي بنسټ هم د آلمان له تاریخي ادارو څخه شمیرل کیږي. د دې پوهنتون څو تنه فارغ التحصیلان ډیر مشهوره شول، چې له امله يي دغي ادارې ته هم د ممتاز درجه ورکړل شوه. برلین د آلمان د پلازمېني ترڅنگ یو تورستي ښار هم دی.
د برلین «ټیکنیکل یونیورسټي» ۵ درجه
په پينځم درجه بیا هم د برلین «ټیکنیکل یونیورسټي» ځای لري. د سیلانیانو ترڅنگ محصلان هم له دې ښار سره مینه لري. نه یوازي د انجینرۍ له امله د دغه پوهنتون معیار ډیر لوړ دی، بلکي د نورو لویدیځو اروپايي ښارونو په پرتله په دې ښار کې مصارف هم کم دي.
د اخن پوهنتون(آر ډبلیو ټي ایچ) ۴ درجه
اخن ښار د بلجیم او هالینډ سرحد ته نږدې موقعیت لري. دغه تخنیکي پوهنتون د آلمان د لوړو انجینري ادارو څخه شمیرل کیږي. د دې ادارې شعار دی«د راتلونکي په هکله فکر وکړه» او په حقیقت کې هم دغه اداره همداسې کوي.
د مونشن تخنیکي پوهنتون ۳ درجه
د آلمان په لوی کلتوري ښار مونشن کې دوه لوی پوهنتونونه دي چې یو پکښې تخنیکي پوهنتون دی. د دغه پوهنتون د ادارې د تیرکال د ارقامو له مخي په هرو ۵ تنو محصلانو کې یو يي بهرنی دی.
د مونشن د ڷدویگ ماکسي میلین پوهنتون
د مونشن دغه پوهنتون هم د آلمان له تاریخي پوهنتونونو څخه شمیرل کیږي. د نوبل د جایزې ۳۴ تنه گټونکو په دغه پوهتون کې درس لوستی دی. «لایف سټایل میگزین» تیر کال دغه ښار د ژوند د بهترین طرز درلونکي ښار وباله.
د برلین فرائی (آزاد) پوهنتون اوله درجه
په آلمان کې د برلین فرائی يا آزاد پوهنتون بنسټ په ۱۹۴۸ کال کې ایښودل شوی دی. دغه پوهنتون د بهرنیو زده کوونکو له امله هم ډیر شهرت لري. په برلین کې د یومبولډ پوهنتون برعکس دا د روسيي په زون کې نه شامل له همدې امله د دې نوم فرائی یا آزداد پوهتون ایښودل شوې وو.