1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بريتانيا بې پيلوټه الوتکي له افغانستان څخه عراق ته انتقاليږي

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۳ مهر ۲۵, جمعه

بريتانيا په پلان کي لري چي ډير ژر خپلي بې پيلوټه الوتکي له افغانستان څخه په عراق کي د ترهگري ډلي «اسلامي دولت» پرضد وکاروي. دا به لومړی وار وي چي بريتانيا له افغانستان څخه دباندي بې پيلوټه الوتکي په ماموريت گوماري.

https://p.dw.com/p/1DWqz
انځور: picture-alliance/dpa

د بريتانيا د بهرنيو چارو وزير فيليپ هاموند، د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۴م کال د اکتوبر ۱۶مه) پارلمان ته وويل، دغه بې پيلوټه الوتکي چي له ليري څخه به هيدات ورته کيږي، د عراق په شمال کي به د اسلامي دولت ډلي پرضد مبارزه کي د عراقي ځواک او نړيوال ائتلاف ملاتړ وکړي.

دغه الوتکي، دغه راز کولای سي چي توغندی هم وتوغوي. دا به لومړی وار وي چي بريتانيا تر افغانستان دباندي بې پيلوټه الوتکي په ماموريت گوماري.

د پلان له مخي به بريتانيا هم د روان مېلادي کال ترپايه پوري له افغانستان څخه په بشپړه توگه خپل پوځي ځواک وباسي.

هاموند پارلمان ته وويل: «موږ اوس په داسي چارو بوخت يو چي د بې پيلوټه الوتکو چي له ليري څخه هدايت ورته کيږي، يو شمېر ئې دوباره له افغانستان څخه په منځني ختيځ کي په ماموريت وگومارو.»

د بريتانيا د سلطنتي هوايي ځواک (RAF) اته «تورنادو» ډوله جنگي الوتکي هم په عراق کي د ترهگري ډلي «اسلامي دولت» پرضد هوايي بمباريو کي ونډه لري.

هاموند زياته کړې ده: «امکان لري د عراق د خاوري له ۲۰ څخه تر ۳۰ سلنه پوري د اسلامي دولت ډلي په کنترول کي وي. له دغي ډلي څخه د دغي سيمي پاکول يو لنډمهاله چلينج دئ چي مياشتي او کلونه به دوام وکړي نه ورځي او اوونۍ.»

د بريتانيا د دفاع وزير مايکل فالون بيا ويلي دي: «که د بې پيلوټه الوتکو عمليات بريالي ول بيا به نو د «RAF» ماموريت په عراق کي پای ته ورسيږي.»

دغه امريکايي جوړ «ريپر» الوتکي په دوو داسي بمونو سمبال وي چي د لايزر په مرسته په نخښه سوی هدف ولي او پر دې سربيره څلور نور داسي بمونه لري چي دقيقي نخښي ولي.

د بريتانيا د دفاع وزارت دغه راز ويلي دي چي يو شمېر بريتانيايي پوځيانو کردي ملېشې ته د هغو درنو وسلو د کارولو په برخه کي روزنه ورکړې ده چي تيره مياشت بريتانيا ورکړي دي.