د «ایکسپو پاکستان» په نوم نندارتون
د«ایکسپو پاکستان» په نوم نندارتون په دغه هیواد کې تر ټولو لوی سوداگریز نندارتون بلل کیږي. د پاکستان د صادراتو د پرمختگ ادارې، په حواله د دغه نندارتون له لارې د پاکستان اقتصاد ته تر «یو بلیون ډالرو» ډیره گټه رسیږي.
د سوداگریزو توکو دغه نندارتون چې په پاکستان کې یې مېله هم بولي، د کراچۍ ښار په (کراچي ایکسپو سنټر) کې جوړ شوی وو. دغه نندارتون د فرورۍ میاشتې په ۲۶ نیټه پیل شوی وو او د مارچ میاشتې د لومړۍ نیټې تر ماښامه پورې یې دوام وکړ. دا د پاکستان تر ټولو ستره سوداگریز نندارتون شمیرل کیږي.
د ایکسپو نندارتون هر کال د پاکستان د سوداگرۍ د پراختیا سازمان یا(ټډاپ) له خوا د پاکستان د سوداگرۍ او صنعت د سیمه ییزې ادارې په همکارۍ تنظیم او جوړیږي. دغه نندارتون ته د یوه ارزښت لرونکي نندارتون په سترگه کتل کیږي.
د شا او خوا ۷۰ بهرنیو هیوادونو تر زرو زیات استازي هم دغې نندارتون ته ورغلي وو. همداشان دغه نندارتون ته له سوداگرۍ سره تړاو درلودونکو د شاوخوا دیرش زره لیدونکو د ورتگ اټکل شوی.
د «ایکسپو پاکستان ۲۰۱۵» په نندارتون کې تر ۱۷ ډیرو هیوادونو خپل صنعتي توکي نندارې ته وړاندی کړي ول. د انډونیزیا هیواد د لومړي ځل له پاره په دې میله کې گډون کړی وو.
د ایکسپو پاکستان ۲۰۱۵ د نندارتون په جریان کې د فیشن شو یا د جامو د نمایش بندوبست هم شوی وو. په دغه نمایش کې د پاکستان د مختلفو کمپنیو او ډیزاینرانو له خوا جوړې شوې جامې هم نندارې ته وړاندې کړای شوې.
د ایکسپو پاکستان، لومړۍ دوه ورځې(د فرورۍ ۲۶ او ۲۷) د سوداگرو او پاتې دوه ورځې د عامو خلکو له پاره ځانگړې شوې وې.
په دې څلور ورځني کلني نندارتون کې د صنعتي توکو تر ۳۵۰ ډیرې غرفې ایښودل شوې وې. دغو صنعتي توکو د کورنيو او بهرنیو سوداگرو تر څنگ د عامو خلکو پام هم ځان ته را اړولی وو.
د پاکستاني گاڼو او زیوراتو له پاره ځانگړې شوو غرفو تر ډیره د خلکو توجه ځان ته راگرځولې وه. په ۳۰ غرفو کې د بېلا بېلو کمپنیو له خوا دغه توکي نندارې ته وړاندې شوي وو.
د دغه نندارتون جوړونکي اټکل کوي چې د دغې څلور ورځنۍ میلې په ترڅ کې به پاکستاني شرکتونو په مختلفو برخو کې تر یوه بیلیون ډالره پورې د خپلو صنعتي توکو له پاره فرمایشونه ترلاسه کړي وي.
په ځانگړې توگه د پاکستان د لاسي صنایعو د هنر د ځلولو له پاره مخصوص ځایونه انتخاب شوې وو، چې د خلکو له تود هرکلي سره مخامخ شو.
په دغه نندارتون کې د ټکرانو، جامو، چرمي صنایعو، د لوبو سامان، د جراحۍ سازمان، د انجینرۍ سامان، میوې او سبزیجاتو، گاڼو او د لاسي صنایعو غرفو د خلکو ډیر پام ځانته را اړولې وو.