1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ایران د اتومي شخړې پر سر د خبرو پریکړن پړاو

عبدالباري حکيم / آژانسونه۱۳۹۴ فروردین ۱۰, دوشنبه

په سویس کې د ایران د اتومي شخړې پر سر د یوې وروستۍ موافقې په موخه د پينځه جمع يو هيوادونو د بهرنیو چارو وزیران سره ټول شوي دي. آلمانی پلاوی وايي، د موافقې په وړاندې لا تراوسه ځیني «ستونزمن ټکي» پاتي دي.

https://p.dw.com/p/1Ezdc
انځور: Reuters/B. Smialowski

له ایران سره د هستوي شخړې د حل لپاره هڅي وروستي پړاو ته رسیدلي دي. په داسی حال کې چې د نړۍ د پنځو اټومي قدرتونو او د آلمان د بهرنیو چارو وزیران د سویس په لوزان کې د لانجې په ورستېو ټکو باندي خبري کوي، لا تراوسه سمه معلومه نه ده چې ایا د سه شنبې تر ورځي (د ۲۰۱۵م د مارچ ۳۱مه) پوری به کومه پریکړنه موافقه لاس ته راشي که نه.

ځینی هغه کاږه واږه خبرونه چې گواکې په ډيرو مرکزي برخو باندي ابتدايي موافقې تر لاسه شوي دي، آلماني پلاوي رد کړل. دغه پلاوي وویل: « دا خبرونه غلط دي». « لا تراوسه ځینې پوښتنې بی ځوابه پاتې دي، د دغو پوښتونو لپآره لا د ایراني پلاوي سره خبري اتري ستونزمني دي. آلماڼي پلاوي زياته کړې چي «خبري اتري یو مهم پړاو ته داخلي شوي دي.»

ایران هم د توافق خبرونه رد کړي دي

د ایران استازو هم د یوې موافقې پر سر د رپوټونو په هکله خپله غوسه څرگنده کړه. ایراني دیپلومات وویل ، «رښتیا خبره خو دا ده چې مونږ غواړو چې د یورانیمو د غني کولو لپاره یو زیات شمیر سنترفیوجونه وساتو. دا په حقیقت کې د خبرو اترو بنسټ جوړوي.» یو ایراني دیپلومات وویل: « د دغو موضوعاتو پر سر د یو شمیر لویدیځو مطبوعاتو رپوټونو خپرول په دې هدف دي چي د خبرو اترو پروسه گډوډه کړي.»

د ایران د بهرو چارو د وزیر مرستیال، عباس عراقچي په څرگنده توگه دا خبره رده کړه چې گواکې د ایران په ضعیفه توگه د شتمن شوو هستوي موادو یو زیاته برخه به له هیواد څخه بهر ولیږدول شي. هغه وويل چي د دې خبرې پرته، په نورو مسایلو کې یوې موافقې ته رسیدل «ممکن» دي. عراقچي یادونه وکړه چې «لا تراوسه په دوې یا درې پوښتنې بې ځوابه پاتې دي.»

«د هستوي موادو زياته برخه»

له دې مخکې داسي رپوټونه ورکړل شوي ؤ چې ایران موافقه کړې چې د یوراینم د غني کولو لپاره د خپلو ستنترفیوج شمیر تر ۶۰۰۰ څخه لا هم لږ راکم کړي، یعني د خپلو سنترفیوج د دوه دریمې یبرخې د کمولو تصمیم لري. د اتومي شخړې په ابتدايي موافقه کې له ایران څخه غوښتل شوي دي چې د خپلو هستوي موادو زیاته برخه به د خپل هیواد څخه بهر لیږدوي. د دغو موادو اندازه تر ۸۰۰۰ ټنو پورې رسیږي. سر بیره پر دې په پام کې نیول شوي چې د «فوردو په اټومي بټۍ کي دي د یورانیمو غني کول ودرول شي.»

Atomgespräche in Lausanne
انځور: picture-alliance/AP Photo/Smialowski

د یوې وروستې موافقې پر سرد دې لانجو سره سره د آلمان د بهرنیو چارو وزیر، فرانک والتر شتاین مایر د خبرو اترو د پریکړن پړاو څخه خبره وکړه. هغه وویل: «نه یواځې هیله شته ده، بلکه په تیر ۱۲ میاشتو کې مونږ د یوې داسي هيلې لپاره بنسټ جوړ کړ. خو مونږ لا تراوسه ځینی شخړیز ټکي حل کړي نه دي.»

خو تر سبا پورې لږ تر لږه هڅه کیږي چې یو سیاسي موافقه تر لاسه شي او د جون تر پايه پورې د یو بشپړ موافقې لپاره هڅه کیږي او په دې ترتیب سره د ایران اتومي شخړه پای ته ورسوله شي او پردې هیواد باندي نړیوال بندیزونو کې هوسايي رامنځ ته شي.