1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ایبولا پر ضد واکسين له پاره د روغتیا نړیوال سازمان هیله مندي

دويچه ويله/ سيد رياض۱۳۹۳ مهر ۳۰, چهارشنبه

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د ایبولا د ساري ناروغۍ پر ضد واکسين د رامنځ ته کولو له پاره په هڅه کې دی. اوس دغه سازمان هیله څرگنده کړې ده چې تر جنوري میاشتي پوري به د دغه واکسين دوه ډولونه چمتو شي.

https://p.dw.com/p/1DZbX
انځور: Getty Images

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) یوې لوړ پوړي چارواکي د سه شنبې په ورځ ویلي دي چې که چیري دغه واکسین خوندي وبلل شي، نو د راتلونکي میلادي کال تر جنوري میاشتي پوري به په لوېدیځه افریقا کې د دغه وايروس پرضد ډیر ازمایښتي واکسینونه موجود وي.

د روغتیا د نړیوال سازمان د مرستیالي مشري ماري پاولي کیني، ویلي دي چې په اروپا، افریقا او امریکا متحدو ایالاتو کې کلینکي ازمویني تر لاس لاندي دي او یا هم پلان شوي دي او په وینا یې د دسمبر تر میاشتې د دوو لومړنیو ډولونو واکسینونو د جوړیدو اټکل کیږي.

کیني په خپلو خبرو کې ویلي دي چې دغه واکسین خوندي وگڼل شول نو په لوېدیځه افریقا کې به د زرونو انسانانو په منځ کې د ازمویني له پاره موجود وي، خو په وینا یې دغه واکسین به د میليونونو انسانانو له پاره نه وي.

هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړه: «زه په اوسني وخت کې دا وړاندوینه نه کوم چې د ۲۰۱۵م کال په پېل کې به د نفوس په کچه د واکسینونو کمپاین پېل شي.»

د ایبولا وژونکي ساري ناورغي چې تیر کال را پيدا شوه په لویدیځه افریقا کې تر ۴۵۰۰ زیات انسانان وژلي دي. د وژل شوو کسانو ډیره برخه د لایبریا، گینیا او سیرالیون په هیوادونو کې دي. څیړونکو ویلي دي چې که چیري چارواکي د دغه وژونکي ناروغۍ پر ضد پياوړي گامونه پورته نه کاندي، نو ښایي نړۍ به د دغي ناروغۍ له نورو ډیرو پيښو سره مخامخ شي.

د تبي معلوملول
د تبي معلوملولانځور: picture-alliance/dpa

د مرستې له پاره غږ

په عین وخت کې د آلمان سره صلیب (DRK) د ایبولا پر ضد مبارزه کې د لا ډیرو داوطلبانو د ونډې اخیستو له پاره غږ کړی دی. د «وېلټ» په نامه آلمانۍ ورځپاڼي په یوه مقاله کې راغلي دي چې د ۴۸۳ تنو داوطلبو کسانو له جملې څخه یوازي ۱۹۶ تنه يې پر شرایطو برابر دي. د آلمان د سره صلیب مشر رودولف زایترز، ویلي دي چې د کلینکو د فعاله ساتلو له پاره دغه شمیر بسنه نه کوي.

زایترز په لوېدیځه افریقا کې وضعیت یوه «ناورین» ته ورته بللی دی او زیاته کړې یې ده چې په سیرالیون، لایبریا او گینیا کې د روغتیا پالني وضعیت په عملي توگه له سقوط سره مخامخ دی. هغه د آلمان له خلکو څخه د مرستي غوښتنه کړې ده.

له سره صلیب سره په گډه د آلمان حکومت په لایبریا او سیرالیون کې د کلینکونو د جوړلو په پروسه کې ونډه لري. تیره اوونۍ آلمان د ایبولا پر ضد خپلو اقتصادي هڅو کې شپږ برابره ډیروالی راوست او دغه مرستې یې ۱۰۲ میلیونه یورو ته لوړې کړې. دغه اعلان د یو شمیر مرستندویه سازمانونو او د اپوزیسیون د سیاستوالو د نیوکو په تعقیب تر سره شو، چې گويا آلمان د ایبولا پر ضد هڅو کې کافي اقدامات نه کوي.

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر فرانک والتر شتاین مایر، د دغو نیوکو په ځواب کې ویلي ول چې دوی د دغه ناورغۍ عواقب سم نه وو اټکل کړي او په وینا یې د دغه ناروغۍ د راکنترولولو له پاره سیالي اوس پېل شوه.