1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ایبولا واکسین د موندلو هیلې زیاتې شوې دي

دویچه ویله/ عبدالباري حکیم۱۳۹۳ آذر ۶, پنجشنبه

د ایبولا د واکسین څیړونکي وايي چې هغوی د یوې مقدماتي طبي څیړنې د نتایجو څخه «هیله من» شوي دي چې د دغې انسان وژنکې ناروغۍ د ویروس پر ضد یو واکسین جوړ کړي. خو ښايي دغه کار یو څه موده وخت ونیسي.

https://p.dw.com/p/1DuS4
انځور: Reuters

تر تجربې لاندې د ایبولا د یوه واکسین د لومړي پړاو د آزموېنې مؤقتي نتایج ښيي چې کوم جدي جانبي اغیزي نه رامنځ ته کیږي او په تجربه کې برخه اخیستونکو ته د څلورو اوونیو په موده کې مصونیت ور په برخه کوي. دغه آزموېنې د سپتمبر په میاشت کې پېل شوې او پر ۲۰ تنو روغو غټانو باندې چې هغوي ته په لوړه او ټیټه کچه دغه واکسین ترزیق شوي وو، دغه تجربه تطبیق شوه.

نتایجو وښووله چې د لوړې کچې واکسین ښه بدني مصونیت رامنځ ته کولی شي. معنی دا چې هغو داوطلبانو ته چې د لوړې کچې واکسین ترزیق شوی وو، نسبت هغو نورو ته چې د ټیټې کچې واکسین ورکړل شوي وو، وجود یې له ښه «انتي باډي» یا د وجود له دفاعي موادو څخه برخمن وو.

سر بیره پر دې د ټیټې کچې معین مقدار واکسین اخیستونکو له ډلې څخه دوو تنو او د لوړې کچې واکسین اخیستونکو ۷ تنو د مصونیتي حجرو یو ډیر مهم ډول ته وده ورکړه. دغه بدني حجرې د CD8 T په نامه یادې شوې دي چې له ناروغۍ سره د مقابلې له پاره د بدن یوه مهمه برخه گڼل کیږي.

د یادونې وړ ده چې د واکسین تجربه پر هغو کسانو باندې تطبیق شوې، چې د ایبولا ویروس یې نه درلود. بلکې د دې پر ځای په هغوی کې د ایبولا د دوو نورو ډولونو جنیتکي مواد استعمال شوي وو. په دغه تجربوي واکسین کې د بیزو اصلاح شوی سوړ ویروس استعمال شوی وو تر څو د جنیتکي مادې اجزاوې تولید کړي، پرته له دې چې د دې توان ولري چې د ایبولا په څير په بدن کې خپور شي، خو د دې توان ولري چې د بدن ضد مقابلې ته یې وهڅوي.

«په زړه پورې هیله»

د امریکا متحده ایالاتو د الرژي او عفوني ناروغیو د انستیتیوت رئیس، ډاکتر انتوني فاوسي ویلي دي: «کوم مصونیت چې دغه واکسین یې رامنځ کوي، یوه په زړه پورې هیله ده. نتایجو وښووله چې د دغه واکسین لوړه کچه د مصونیت د رامنځ ته کولو له پاره ډيره اغیزمنه ده.»

د امریکا متحده ایالاتو د الرژي او عفوني ناروغیو انستیوت د بیو تکنولوژی شرکت «اوکایروس» په گډه دغه واکسین چې په عضله کې ترزیق کیږي، تولیدوي. د څیړنې په وخت ک په هیڅ یوه شخص کې چې هغوی باندې دغه واکسین تطبیق شوي دي، کوم جانبي اغیزه نه ده لیدل شوې. یوازې دوو تنو کې د واکسین له ترزیق څخه ۲۴ ساعته وروسته د یو لڼدې مودې له پاره د تبې احساس پیدا شوی دی.

فاوسي وویل چې لا تر اوسه ډير وخت په کار دی چی دغه واکسین د استفادې وړ وگرځي. گمان نه کیږي چې د راتلونکي میلادي کال له پیل څخه مخکې د دې آزموینو د بشپړ بریالیتوب اعلان وشي. د دغې آزموینې لومړی پړاو لا دوام لری او هغو کسانو باندې چې دغه واکسین تطبیق شوي دي، تر ۴۸ اوونیو پورې تر څارنې لاندې نیول کیږي.

د ایبولا ویروس په لویدیځه افریقا کې تر اوسه پوری ۵۵۰۰ کسان وژلي دي.