د ايبولا پر ضد مبارزه کي تاوتريخوالی
د لايبريا حکومت کوښښ کوي چي د پوليسو او عسکرو په مرسته د ايبولا وژونکي وايروس د لا خپرېدو مخه ونيسي.
د سوټي او توپک په مرسته
د لايبريا حکومت د ويسټ پوينټ په نوم د بې وزلو ناحيې په کلابند کولو کي د عسکرو څخه کار واخيست. خو د ناحيې اوسېدونکو د خپلي سيمي د کرانتين کېدو پر ضد احتجاج وکړ. د پلازمېني مونرويا په دغه ناحيه کي د امنيتي چارواکو او احتجاج کوونکو تر منځ د اخ و ډب په نتيجه کي لږ تر لږه څلور انسانان ژوبل سول.
کلابند
د ويسټ پواينټ ناحيې اوسېدونکي وایي چي پوليسو او عسکرو بېله کوم خبرداري څخه د هغوی سيمه د چهارشنبې په ورځ کلابنده کړه. د يادي بې وزلي ناحيې اوسېدونکي وايي چي له نوري نړۍ سره د دوی تماس قطع سوی دی. په ياده ناحيه کي د ايبولا په وايروس د اخته کسانو له پاره طبي مرکزونه فعاله سوي دي. قهرجن احتجاج کوونکي د هفتي په آخره کي په دغو مرکزونو ننوتل.
احتجاج او تاوتريخوالی
احتجاج هغه وخت يووار بيا تازه سو، چي عسکرو د يو حکومتي چارواکي کورنۍ له کرانتېن سوي سيمي څخه دباندي انتقال کړه. د راپورونه له مخي تر يادي واقعې وروسته د دغې ناحيې اوسېدونکو پر عسکرو ډبري و اورولې.
د تېښتي هڅه
امنيتي چارواکو راغونډ سوي خلک په سوټو وهلو سره تيت و پرک کړل. پوليسو او عسکرو پر هغو کسانو اوښکي بهېونکی ګاز وکاراوه چي کوښښ يې کاوه له کرانتېن څخه وتښتي. په دې ترڅ کي د تيښتې پر هڅه کوونکو ډزي هم وسوې.
بند دکانونه
د وېسټ پواينټ هغه کوڅه چي پخوا به پکښي ګڼه ګوڼه خورا زياته وه، اوس خالي ده. په دغه تنګ ځای کي تقريبا ۷۵۰۰۰ انسانان ژوند کوي چي زياتره يې پاکو اوبو ته لاس رسی نه لري. له همدې کبله د پلازمېني و بندر ته نژدې دغه پرته سيمه د ايبولا د خپرېدو لپاره ډېره خطرناکه بلل کيږي.
«خدای دي د دغه دولت ساتنه وکړي»
د لابيريا ولسمشري اېلن جانسن سرليف امر کړی وو چي د ويسټ پواينټ تر څنګ د دولو په نوم ناحيه هم بايد کرنتېن کړل سي. نوموړي د شپې په وخت پر راوتلو او تګ راتګ هم بنديز ولګاوه. ولسمشري په يوه تلويزيوني وينا کي کارنتېن کول د خلکو د ژوند په ژغورلو سره توجيه کړ.
د وايروس ضد درمل لا نه دي موندل سوي
لابيريا تر نورو ټولو هيوادونه زيات د ايبولا وايروس ځپلې ده. په دغه هيواد کي تر اوسه تر ۶۰۰ زيات انسانان په ايبولا اخته او وژل سوي دي. دا شمېره د لوېديځ افريقايي هيوادونو تر ټولو لويه شمېره ده. د ايوبلا وايروس د بدني مايعاتو او د ويني په مرسته د يو انسان څخه بل انسان ته سرايت کوي. د دغه ناروغۍ درملنه تر اوسه ممکنه نه ده او نه هم تر اوسه ورته واکسين جوړ سوی دی.
له خدای څخه مرسته
د روغتيا نړيوال سازمان اټکل کوي چي د ايبولا د رواني ستونزي تر کنټرول لاندي راوستل ښایي په مياشتو مياشتو وخت ونيسی. ياد سازمان په زياته بيا د نظافت د اصولو په تړاو د پوهاوي زياتولو غوښتنه کوي. خو د انځور سوي کشش په څېر يو شمېر نور انسانان بيا په دوعاو بوخت دي او له خدای څخه مرسته غواړي.