1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د ايبولا ناروغانو قرنطين ته چمتو يو»

حسين سيرت۱۳۹۳ آبان ۲, جمعه

په کابل کې د افغانستان د روغتیا وزارت او د فرانسې د طبي انستیتوت یو گډ کنفرانس د ایبولا په شمول د ډول ډول ساري ناروغيو د مخنیوي له پاره افغان روغتیا پالان له نړیوالو تجربو څخه برخه من کوي.

https://p.dw.com/p/1Db7J
انځور: DW/H. Sirat

د افغانستان د روغتیا وزارت وایي چې د دغه کنفرانس ستر هدف د غوره او معیاري روغتيايي خدماتو عرضه کول دي. د کنفرانس برخه وال د فرانسې په شمول له آلماني او کانادايي پروفیسورانو او طبي کارپوهانو سره د ویديويي دیالوگ له لارې اړیکه نیسي او اړوندو پوښتنو ته د هغوی ځوابونه اوري.

افغانستان په تیرو کلونو کې د روغتيايي خدماتو له پراخولو سره سره تراوسه لا په ډيرو برخو کې له نیمگړتیاوو سره مخامخ دی. په دغه کنفرانس کې د روغتیايي سکتور شاوخوا ۵۰۰ کار کوونکي پر نورو تجربو سربیره دا به هم زده کړي چي څرنگه د میندو او ماشوماتو د مړیني مخه ونیسي.

د روغتیا سرپرستي وزیري، سریا دلیل په دې کنفرانس کې د تیرو کلونو پرمختگونه وستایل ، خو وویل چې لا هم اوږد مزل په مخکې دی: «دا چې د میندو او ماشومانو په مړینه کې یو څه کمښت راغلی دی، د واکسین د پروگرامونو د زیاتیدو، وقایوي درملنو، صحي تغذیې او د څښاک اوبو ته د لاس رسیو برکت دی.»

د ایبولا پر ضد اړین تدابیر

په دغه کنفرانس کې د هغو ویرسونو پر ضد د مبارزې پر څرنگوالي هم خبري کیږي چې په نړیواله سطح ېې ستري اندیښنې رامنځ ته کړي دي. نن سبا ایبولا نه یوازي یو شمیرافریقايي هیوادونه اغېزمن کړې، بلکي د نړې په پرمختللو هیوادونو کې هم د خطر زنگ غږول شوی دی.

افغانستان وايي چي له دې خطر څخه خبرتیا لري، خو لا تراوسه د ایبولا وایروس د تشخیص وسایل او امکانات نه لري. د افغانستان د عامي روغتیا چارواکي وايي چې د ایبولا ناروغۍ د خپریدو د مخنیوی په مقصد په هیواد کې د میشتو نړیوالو صحي مؤسسو او بنسټونو په مرسته ځینې «ابتدايي تدابیر» تر لاس لاندي نیولي دي.

له سعودي عربستان څخه د افغان حاجیانو بیرته ستنیدو او افغانستان ته د افریقايی هیوادونو په شمول د نړیوالو مؤسسو د کارکونکو د تگ راتگ په پام کې نیولو سره، د عامې روغتیا وزارت په دی وروستيو وختو کې یو لړ تدابیر په پام کې نیولي دي.

په کابل کي د روغتيا د دغه نړیوال کنفراس په څنډه کې د عامې روغتیا وزارت مرستیالي ناجیه طارق وویل: «موږ په څلورو حوزو، کندهار، جلال آباد، بلخ او کابل په هوايي ډگرونو کې اړین تدابیر تر لاس لاندي نیولي دی. په دغو مرکزونو کې یوازي خبره پر افغان حاجیانو نه ده، بلکي د بهرنیو مؤسسو هغو کارکوونکو ته هم متوجه ده، چې مختلفو هیوادونو ته سفرونه کوي او بیا بیرته افغانستان ته راځي. له دی امله موږ باید خپل تدابیر ولرو.»

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د کابل په دوو روغتونونو کې «ځانگړي څانگې» پرانیستي دي چې که چیري د ایوبلا ناورغي تشخیص شي، اړوند ناروغ به سمدلاسه هلته قرنطین شي.

خو آغلي طارق وویل چې غټه ستونزه دا ده چې افغانستان لا تراوسه د ایبولا د ناروغۍ د تشخیص له پاره اړین وسایل نه لري، یوازي د روغتیا نړيوال سازمان د لابراتوارونو په مرسته کولای شې چې په دې لاره کې یو څه وکړي: «په دغي ناروغۍ اخته ناروغ موږ یوازي قرنطین کولای شو. د ورغتیا له نړیوال سازمان سره همکاري روانه ده، څو د ناروغۍ د تشخیص په هکله، څرنگه چې وعده شوې ده، زموږ سره مرسته وکړي.»

د پولیو مخنیوی

د فرانسې د طبې انستیتوت او افغانستان په دې کنفرانس کې د پولیو یا د ماشومانو د گوزڼ وایروس پر لارو چارو باندي هم خبري کیږي. که څه هم له تر دې دمخه افغانستان د پولیو له وایروسه پاک هیواد گڼل کیدی، خو په دې وروستیو وختو کې په کندهار کې د دغه وایروس درې پیښي تشخیص شوي دي. افغانستان او د هغه گاونډی هیواد پاکستان په خپلو نا امنو سیمو کې د پولیو واکسین د تطبیق له پاره له ستونزو سره لاس او گریوان دي.

د پاکستان په قبایلي سیمو او د افغانستان په هغو سیمو کې چې وسله وال طالبان فعالیت لري، د گواښونو له امله د واکسین کارکوونکي نه شی کولای چې هلته ولاړ شي او ماشومان واکسین کړي.

په عین وخت کې د افغانستان د عامي روغتیا چارواکي وايي چې په دغه هيواد کې د پولیو ناروغۍ د خپریدو ډار وروسته له هغې زیات شو چې په زرونو پاکستاني کډوال له قبایلي سیمو څخه د نا امنیو له امله افغانستان ته واوښتل. دغو چارواکو وویل چې د کډوالو کمپونو ته روغتیايي تیمونه استول شوي چې ماشومان واکسین کړي او د دې ناروغۍ د خپریدو مخه ونیسي.

په کابل کې د فرانسې د طبی انستیتوت رئیس، ډاکتر عبدالله فهیم وویل چې علمي او طبي همکاري او اړیکې د پولیو ناروغۍ د مخنیوي له پاره خورا اهمیت لری: «موږ په سیمه کې د سیاسي کش مکشونو شاهدانو یو، خو سړی ویلای شي چې علمي او مسلکي تماسونه کیدای شي چې د دغو کش مکشونو مخه ونیسي او له دې سره د ساري ناروغیو د مخنیوي له پاره هم لاره هواره کړل شي.»

په دغه دوه ورځني کنفرانس کې هڅه کیږي چې هغه ساري او خطرناکه ناروغۍ چې په بې وزلو هیوادونو کې د عامو خلکو روغتیا ته گواښ پیدا کوی، تر غورلاندي نیول کیږي.