1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اوکرايين په ختيځ کي پر حايله سيمه توافق وسو

احمدولي اڅکزی / آژانسونه۱۳۹۳ شهریور ۲۹, شنبه

د سپيني روسيې په پلازمېنه مينسک کي اوکرايني استازي د روسي پلوه بېلتون غوښتونکو سره يو نوي تفاهم ته ورسېدل. د دغه نوي تفاهم له مخي به د اوکرايين په ختيځ کي يوه حايله سيمه رامنځ ته کړل سي.

https://p.dw.com/p/1DG69
انځور: picture-alliance/AP/Sergei Grits

د اوکرايني دولت او د بېلتون غوښتونکو استازي د سپيني روسيې په پلازمېنه مينسک کي پر دې توافق ته سره ورسېدل چي د سولي له پاره خپلو هلو ځلو ته ادامه ورکړي. دواړو اړخونو دغه هدف ته د رسېدو له پاره پر څو نقاطو توافق وکړ.

د نوي توافق له مخي بايد د اوکراين په ختيځ کي اوربند قايم وساتل سي او بايد يوه حايله سيمه رامنځ ته سي. په دغه حايله سيمه کي به هيڅ وسلې او وسلوال نه وي.

د دغه نوي توافق خبر د اوکراين پخواني ولسمشر ليونيد کوچما د شنبي (د سپتامبر ۲۰مه) په سهار په مينسک کي ورکړ. نوموړي وويل چی د نوي توافق له مخي بايد دواړه اړخونو حد اقل ۱۵ کلومتره د خپلو وسلو سره پر شا سي. د کوچما په وينا «په دې توګه به د دواړو اړخونو تر منځ ۳۰ کلومتره پراخه حايله سيمه رامنځ ته سي.»

د پوځي الوتکو د پرواز ممانعت

توافق ته د رسېدو له پاره د اوکراين د ارتباط په نوم ډلې تر اووه ساعتونو پوري خبري اتري سره وکړې. د دغو خبرو اترو په پای کي يو تفاهم ليک لاسلیک سو چي په ۲۴ ساعتونو کي به فافذ وي. کوچما وويل چي پر دې سيمه باندې به د پوځي پيلوټ لرونکو او بې پيلوټه الوتکو پر پرواز هم بندیز ولگول شي.

په اروپا کي د امنيت او ګډ کار سازمان OSCE به د دغې حايلي سيمه څارنه کوي. د ياد سازمان الوتکي به پر دغه سيمه د پرواز اجازه ولري.

د اوکرايين پخوانی ولسمشر کوچما
د اوکرايين پخوانی ولسمشر کوچماانځور: Sergei Gapon/AFP/Getty Images

د اوکراين پخواني ولسمشر کوچما د شنبې په ورځ په خپلو خبرو کي زياته کړه چي په اروپا کي د امنيت او ګډ کار د سازمان استازي به د اوکراين او روسيې تر منځ د بشپړ سرحد څخه هم څارنه کوي. د هغه په وينا د نوي توافق له مخي بايد ټول بهرني جنګيالي او وسله وال د اوکراين څخه وايستل سي.

تر مخه داسي خبرونه خپاره سوي ول چي ګواکي روسي عسکر د اوکراين بحراني ختيځي سيمي ته ورغلي دي. دا خبرونه تر څو اونيو پورې د لانجې د لا توندېدو سبب سوي ول. کيف پر مسکو تور لګوي چي د اوکراين په ختيځ کي د روسي پلوه بېلتون غوښتونکو سره د وسلو مرستي کوي. خو روسيه دغه تورونه بې بنسټه بولي.

د دونباس سيمه لا لانجمه پاته ده

د اوکراين د ختيځ بېلتون غوښتونکو مشر الېکساندر ساخارچېنکو، په مينسک کي وويل چي د دونباس پر سيمه به وروسته خبري وسي. هغه وويل چي بېلتون غوښتونکي د دونېڅک او لوهانسک سيمو خپلواکي غواړي.

خو د اوکراين حکومت دغه غوښتني ردوي. د اوکراين ولسمشر پېترو پوروشېنکو اعلان وکړ چي تر درو کالو پوري به د بېلتون غوښتونکو سيمو ته په استثنايي توګه ميعادي خپلواکمني ورکړي.

د اوکراين د ارتباط په نوم ډله د څو وخت راهيسي په مينسک کي د دغه هیواد د لانجې د هوارۍ په مقصد ملاقاتونه کوي. د يادي ډلې په مخکنۍ غونډه کي چي د سپتامبر په پنځمه نیټه دايره سوې وه، د اوربند پر سر توافق سوی وو. دغه اوربند د څو استثناو علاوه قايم پاته سو.