1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اوکراين په يوه کان کي چاودني ۳۰ کسان وژلي دي

آژانسونه۱۳۹۳ اسفند ۱۳, چهارشنبه

د اوکراین په ختیځ کې د سکرو په کان کې یوه زوروره چاودنه شوې ده. په دغه چاودنه کې د کان نزدې ۳۰ کارکوونکي وژل شوي دي. د ژغورني چاري پر مخ رواني دي او ښایي یو شمیر کسان بند پاتې وي.

https://p.dw.com/p/1EkrZ
انځور: Reuters/B. Ratner

د اوکراین په ختیځ کې د سکرو په یوه کان کې د گاز د چاودني له کبله لږ تر لږه ۳۲ کان کیندونکي وژل شوي دي. دغه خبر د اوکراین د پارلمان مشر ولادیمیز گرویسمن ورکړی دی. ویل کیږي دغسې یوه چاودنه هغه وخت رامنځ ته کیږي چې کله خطرناک گاز له متان گاز سره یوځای شي.

د ورکړل شوو رپوټونو له مخې د چاودنې د رامنځ ته کیدو پر مهال زیاتره کان کیندونکي تر ځمکې لاندې پاته شوي دي. د کانونو د آزادې اتحادیې یوه تن استازي میخایل ولینيڅ، ویلي دي چې د دغي پيښي پر مهال تر ۲۰۰ زیات کارکوونکي په کان کې موجود ول چې په وینا تر ۵۰ زیات کسان د چاودنې ځای ته نزدي وو.

د روسيې پلوه بیلتون غوښتون ته نزدي یوه استازي ویلي دي چې د «زياسادکا» کان کې د چاودنې پر مهال شا او خوا ۷۰ تنو په کان کې کار کاوه.

د کارگرو د اتحادیې د معلوماتو له مخې پنځه کسان چې سخت سوځیدلي دي، ژغورل شوي دي. د روسيې پلوه بیلتون غوښتونکو استازو بیا د ۱۴ کسانو د ټپي کیدو رپوټ ورکړی دی.

د دغه پیښې د رامنځ ته کیدو علت روښانه نه دی. د زاسادکا کان د روسيې پلوه بیلتون غوښتونکو تر کنترول لاندي سیمه دنيڅک کې موقعیت لري. په تیرو کلونو کې په دغه ځای کې تل ناوړه پیښې رامنځ ته شوي دي. په ۲۰۰۷م کال کې په دغه کان کې د چاودنې په پایله کې ۱۰۶ تنه ووژل شول.

همداشان د اوکراین په ختیځ کې د یاغیانو او حکومتي عسکرو تر منځ کړکېچ ادامه لري. که څه هم په دغه ځای کې یو اوربند نافذ دی، خو د دغه اوربند د ماتیدو په هکله انديښنې موجودي دي.