1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اوکراين په لانجه کي لهجې توندي سوي دي

آژانسونه / احمدولي اڅکزی۱۳۹۳ شهریور ۸, شنبه

ماسکو د اوکراين قواوي د دويمې جګړې پر وخت د آلماني پوځ سره مقايسه کړي دي. کيف د ناټو څخه وسلې غواړي او برلين د لومړي ځل لپاره په اوکرايني خاوره کي د روسي «اشغال» او پولند حتی د «جګړې» خبره کوي.

https://p.dw.com/p/1D3zf

د اوکراين کړکېچ او له کبله يې رامنځ ته سوی تشنج او د ښکېلو اړخونو لهجې مخ په توندېدو دي. خو د اروپايي اتحاديې د بهرنيو چارو د وزيرانو په غونډه کي چي په مايلاند کي جوړه سوې وه، د آلمان د بهرنيو چارو وزير فرانک والټر شټاين ماير په محتاطانه انداز د خپلو جملو انتخاب کاوه. د هغه باوجوده شټاين ماير د اوکراين په کړکېچ کي د يو «نوي بعد» او د روسيې لخوا د اوکراين پر پولو د «تېري» څخه خبره وکړه.

«پوځي مداخله» او «جګړه»

شټاين ماير په مايلاند کي وويل چي وروستيو پيښو داسي بيري رامنځ ته کړي دي چي داسي نه چي وضعه له کنټرول څخه ووزي. آلماني وزير د اوکرايني او روسي عسکرو تر منځ د مستقيم ټکر څخه خبرداری ورکړی او پر روسيه يې ږغ وکړ چي په دغه لوبه کي « په ښکاره قطعو» بازي وکړي.

هغه څه چي د آلمان د بهرنيو چارو وزير فرانک والټر شټاين ماير ونه ويل، هغه د آلمان د حکومت وياند شټېفن زايبرټ په برلين کي په ښکاره وويل. د نوموړي په وينا په اوکراينۍ خاوره کي د روسي عسکرو او د روسي وسلو د شتون شواهد مخ په زياتېدو دي او دا چي « د دغو ټولو شواهدو ارزيابي د يوې پوځي مداخلې معنی ورکوي.»

د آلمان د حکومت تر وياند د پولېنډ د بهرنيو چارو د وزير رودوسلاو سيکورسکي څرګندونې ډيري مستقيمه او لا روښانه وې. نوموړي د اوکراين په ختيځ کي روانه وضعه يوه ښکاره «جګړه» بللې ده. دغه پولېنډي سياستوال د انټرنټي شبکې ټويټر پر خپله پاڼه ليکلي دي چي «کله چي د يوې لانجې بڼه د جګړې وي، په اورېدو کي جګړه وي، او د جګړې په ډول پکښي انسانان مري، نو دا خو بيا پخپله جګړه ده.»

«په رښتيا خوږونکي بنديزونه»

هغه څه چي د يادو آلماني او پولېنډي سياستوالو د جمعې د ورځي (د اګست ۲۹مه) په څرګندونو کي روښانه سوه، ښايي د شنبې په ورځ د بروکسل په سرمشريزه کي د روسيې پر ضد په نوو بنديزونو بدل سي. په دې ترڅ کي د استونيا د بهرنيو چارو وزيري د سرمشريزي تر مخه لا د روسيې پر ضد د داسو بنديزونو غوښتنه کړې ده چي د هغې په وينا « په رښتيا خوږونکي» وي. د آلمان د بهرنيو چارو وزير فرانک والټر شټاين ماير هم خبرداری ورکړی چي د اروپايي اتحاديې غړي دې ته چمتو دي چي پر روسيې فشار لا زيات کړي.

د کيف تر څنګ ناټو هم پر ماسکو تور لګوي چي د خپلو عسکرو او وسلو په مټ د اوکراين په ختيځ کي د بېلتون غوښتونکو ملاتړي او په دې توګه د اوکراين په کورنۍ لانجه کي مداخله کوي. ناټو د پنجشنبې په ورځ (د اګست ۲۸مه) د ستلايت څخه اخيستل سوي داسي انځورونه خپاره کړل، چي په وينا يې په اوکرايني خاوره کي د روسي پوځي موټرو قطار انځوروي.

د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګې لاوروف د ناټو او کيف تورونه رد کړي دي. نوموړي ويلي چي دا ډول تورونه بېله ثبوتونو څخه لګول کيږي. هغه د تورونو په وړاندی د غبرگون په توگه وویل چې وړاندي کړل سوي انځورونه د کمپيوتري «لوبو څخه اخيستل سوي عکسونه» بللي دي.