1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اوکراين يو شمېر عسکر په کمين کي وژل سوي دي

دويچه ويله/ مسعود جهش۱۳۹۳ مرداد ۱۰, جمعه

د اوکراین په ختیځ کې یو شمیر سرتیري د یوه کمین په پایله کې وژل شوي دي. دغه پیښه په شختارسک سیمه کې رامنځ ته شوې ده چې د مالیزیایي الوتکې د رالوېدو له سیمې څخه نزدې ۲۵ کیلومتره ليري ده.

https://p.dw.com/p/1CnM1
انځور: picture-alliance/dpa

د اوکراین پوځ د جمعې په ورځ وویل چې لس تنه عسکر یې د روسي پلوه بېلتون غوښتونکو په یوه کمین کې وژل شوي دي. ویل کیږي چې دغه سرتیري د شختارسک سیمې ته د تگ پرمهال حال د پاڅونکوونکو له برید سره مخامخ شول.

د اوکراین د پوځ یوه ویاند وویل: «موږ پوهیږو چې تر اوسه پوري ټول ټال ۱۴ کسان وژل شوي دي خو د څلورو تنو جسدونه د پیژندو وړ نه دي. کیدای شي چې هغوی اوکرایني عسکر وي او یا هم ترهگر[روسیي پلوه پاڅونکوونکي].» دغه ویاند زیاته کړه چې اوس هغوی د لسو تنو وژل شوو عسکرو په اړه غږیږي.

شختارسک پر هغي لويي لاري باندي پروت دی چې د یاغیانو تر کنترول لاندي دوه لوی ښارونه سره نښلوي. دا سیمه همداراز د مالیزیايي الوتکې د رالویدو سیمې ته هم نزدې پرته ده.

په وروستیو وختونو کې اوکرایني ځواکونو پر بېلتون غوښتونکو باندي خپل بریدونه ډیر کړي دي. پر دغو بېلتون غوښتونکو باندي د مالیزیایي الوتکې د ویشتلو تور لگول کیږي. په عین حال کې نړیواله ټولنه پر روسیې باندي تور لگوي چې بېلتون غوښتونکو ته روزنه او وسلې ورکوي.

Ostukraine Angriffe 31.7.2014
انځور: picture-alliance/dpa

د الوتکې د رالویدو سیمه اوس هم ناامنه ده

تر هغه وروسته چې د مالیزیايي الوتکې د رالویدو په سیمه کې نوي نښتې وشوې د اوکراین او هالند ولسمشرانو پر بېلتون غوښتونکو باندي غږ وکړ چې د هغي پریکړي درناوي وکړي چې له مخې یې د الوتکې د لوېدو سیمي په ۲۰ کیلو مترۍ کې اوربند اعلان شوی دی.

د پنجشنبې په ورځ د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان یوه ډله وتوانېده چې د الوتکي د لوېدو سیمې ته ځانونه ورسوي خو د دغي ډلي مشر په سیمه کې د آرامۍ د دوام په اړه اندېښنه څرگنده کړه. د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان یوه چارواکي پیتر جاپ البیرس بیرگ، په کیف کې خبریالانو ته وویل: «امنیتي وضعیت اوس هم ډیر بې ثباته دی. موږ په دې ډاډه نه یو چې له خپلو ټولو کارپوهانو سره به په نزدې راتلونکې کې د پیښي سیمي ته ورسیږو. خو موږ د تیري ورځي په پرتله اوس ډیره هیله لرو.»

د روانو نښتو له کبله نړیوال څېړونکي توانیدلي نه دي چې اوس هم د پیښي له سیمې څخه د الوتکي سپارليو مړي را انتقال کړي. چارواکو ویلي دي چې کیدای شي اوس هم په سيمه کي تر ۸۰ پوري جسدونه موجود وي.