1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اوکراين ختيځ له تاوتريخوالي سره مخامخ دی

سيد رياض/ دويچه ويله۱۳۹۳ اردیبهشت ۳, چهارشنبه

د اوکراین په اړه د ژنیو تر کنفرانس کابو یوه اوونۍ وروسته، د پخواني شوروي اتحاد دغه جمهوریت یو وار بیا د تاوتریخوالي له گواښ سره مخامخ دی. کیف د اوکراین په ختیځ کې د پوځي عملیاتو اعلان کړی دی.

https://p.dw.com/p/1BmRE
Ukraine ukrainische Soldaten in Ostukraine
انځور: picture-alliance/AP Photo

د اوکراین ولسمشر الکساندر تورچینوف، په پلازمېنه کیف کې ویلي دي چې د «ایسټر» د مذهبي جشن د رخصتیو په ترڅ کې په ختیځ اوکراین کې د روسي پلوه بیلتونو غوښتونکو پر ضد د «ترهگرۍ ضد» درول شوي عملیات بیرته پیلیږي. هغه ویلي دي چې امنیتي ځواکونه باید د اوکراین په ختیځ کې وگړي «له تروریستانو څخه وژغوري.»

پر جسدونو د تشدد نخښي نښانې

تورچینوف، په خپلو خبرو کې وړاندي ویلي دي چې دغه پریکړه یې د مسکو پلوه فعالینو د اصلي مقر سلوویانسک، ښار ته څرمه د دوو جسدونو تر موندلو وروسته کړې ده. د هغه په وینا د مړو پر بدن «د وحشیانه تشدد» نخښي نښانې لیدل کیږي.

له دغو دوو قربانیانو څخه یو تن هم د پخوانۍ صدراعظمي یولیا تیمو شینکو، د اروپایي پلوه گوند یو ځایي سیاستوال دی. په عین وخت کې د اوکراین د دفاع وزارت په کیف کې خبر ورکړی دی چې په سلوویانسک ښار کي پر یوې اکتشافي الوتکې باندي فيرونه شوي دي. زیاته شوې ده چې الوتکه په دې توانیدلې ده چې خپل مرکز ته بیرته راوگرځي.

امریکایي خبریال تښتول شوی دی

د رسنیو د رپوټونو له مخې وسله والو روسي پلوه ځواکونو په سلوویانسک کې یو امریکایي خبریال تښتولی دی. د (Vice) په نوم امریکاي مجلې د معلوماتو له مخې دوی په واشنگټن کې د بهرنیو چارو له وزارت سره اړیکه نیولې ده «څو د خپل همکار سیمون اوستروفسکي، د امنیت او خوندیتوب تظمین تر لاسه کړي.» تر دې د مخه د یوې روسۍ انټرنیټ پاڼې (Gazeta.ru) د ویچيسلاو پونوماروف، چې ځان پخپله د سلوویانسک، «ښاروال» بولي له قوله ویلي ول چې دغه خبریال او فلم جوړونکی د بیلتون غوښتونکو په منگولو کي دی.

د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان څارونکي په سیمه کې دي

د رسنیو د آزادۍ له پاره د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان OSCE، استازي Dunja Mijatovic په عاجل ډول د تښتول شوي خبریال اوستروفسکي د آزادیدو غوښتنه کړې ده. په عین وخت کې د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان څارونکي د سلوویانسک، ښار ته رسیدلي دي. روسي پلوه قوتونو د گډې همکارۍ ډاډ ورکړی دی، خو په عین وخت کې په دې اړه په شک او تردید کې دي چې آیا د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان څارونکي به د وضعیت په هکله یوه واقعي ارزونه وکړای شي او که نه.

تیره اوونۍ د کریملین پلوو ملیشو پر ضد د کیف له خوا پيل شوي په اصطلاح د ترهگرۍ ضد عملیات دومره بریالي نه ول. بیلتون غوښتونکو شپږ زغروال موټر ولکه کړي او یو پوځي کاروان یې بې وسلو کړی وو. د رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي ول چې د اوکراین زیاتره سرتیري له بیلتون غوښتونکو سره یو ځای شوي دي.

په ختیځ اوکراین کې مسکو پلوو فعالینو د اپریل میاشتې په سر کې په شاوخوا لسو ښارونو کې د دولتي ادارو ودانۍ اشغال کړې. د تیري پنجشنبې په ورځ په ژنیو کې د امریکا متحده ایالاتو، روسیې او اوکراین د بهرنیو چارو وزیران او د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو مسئولي کاترین آشتون سره ولیدل. په دغه لیدنه کتنه کې یو تړون رامنځ ته شو چې له مخې یې باید «غیر قانوني وسله والي ډلې بې وسلو شي.» پر دې سربیره اشغال شوي ودانۍ باید هم خالی کړل شي، خو تر اوسه لا دغه تړون عملي شوی نه دی.