1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اوباما په مشرتوب گوانتانامو زندان تړل په شک کي دي

dpa۱۳۹۳ بهمن ۷, سه‌شنبه

د امريکا متحدو ايالاتو د دفاع وزير فکر نه کوي چي جمهور رئيس اوباما دي په خپله پاتې دوه کلنه دوره کي د گوانتانامو زندان پر تړلو باندي بريالی سي.

https://p.dw.com/p/1EQuY
انځور: Getty Images/J. Moore

د امريکا د دفاع وزير چاک هېگل له «NPR» راډيو سره په مرکه کي ويلي دي، چي دا به «ډېر ستونزمنه» وي چي د ۲۰۱۷م کال تر جنورۍ مياشتي پوري دي دغه زندان په بشپړه توگه وتړل سي.

له گوانتانامو زندان څخه بنديان يوه بل هيواد ته سپارل ډېره اوږده او پېچلې پروسه ده. د دې له پاره چي دغه کار وسي د امريکا ډېر ارگانونه ئې باید تائيد کړي.

په دې کي بايد پر ملکي ادارو سربيره د ملي امنيت شورا، کانگرس، پوځ د بهرنيو او کورنيو چارو وزارتونه دا تائيد کړي چي بنديان دي يو بل هيواد ته ولېږل سي.

د امريکا د دفاع وزير چاک هېگل وايي چي ديپلوماتان بايد داسي يوه هيواد پيدا کړي، چي د دغو بنديانو قبلولو ته تيار وي.

د هېگل په خبره د دغو ۱۲۲ بنديانو د لېږد پروسه او د کانگريس له خوا وړاندي سوي مقررات ډېر پېچلي دي.

هيگل مجبوره دی چي د دفاع وزير په توگه د هر بندي د انتقال پر مهال دا روښانه کړي، چي هغه نور د امريکا او د هغوی د متحدانو له پاره خطر نه دی او بيرته به د جنگ ډگر ته نه ورگرځي.

د دغو بنديانو دوه پر دريمه برخه يمنيان دي او نور ئې افغانان، پاکستانيان او د سعودي عربستان وگړي دي.

له گوانتانامو څخه تر اوسه پوري ۶۴۹ بنديان نورو هيوادونو ته لېږل سوي دي.

اوباما د جمهوري رياست د لومړی دورې په پيل کي ويلي ول، چي د گوانتانامو جنجالي زندان به وتړي. خو تر اوسه پوري په توانېدلی نه دئ.