1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د انسان وژني کمپ «اوشویتڅ» د ازادۍ یادون

کايزر هاينر۱۳۹۳ بهمن ۷, سه‌شنبه

په پولند کې د نازیانو د اجباري کارونو او انسان وژني مشهور کمپ «اوشویتڅ» له نن څخه ۷۰ کاله دمخه آزاد شو. نن د دغه کمپ يادون وشو او د صدراعظمي ميرکل په گډون لوی چارواکي پکښې گډون وکړ.

https://p.dw.com/p/1EQvv
انځور: DW/D.Bryantseva

د اوشويتڅ عيني شاهدان څه وايي

د نازيانو د دغه کمپ له ژوندو پاته شوو انسانانو څخه يوه تنه وايي: «د وخت او زمان د ټولو شاهدانو په نامه زه کولای شم چې ووایم، نن موږ له هیچا کرکه نه لرو. موږ پوهیږو چې کرکه څه معنی لري او څرنگه د انسان روح له مینځه وړي. موږ نور نه غواړو چې له چا څخه کرکه ولرو.»

ايفا پوستای فهيدی چي يوه هنگري يهودۍ ده او اوس ۹۰ کلنه ده، د نازیانو د انسان وژني او اجباري کار کمپ «اوشویتڅ» څخه یوه ژوندۍ پاته شوې شاهده ده چې له نن څخه ۷۰ کاله دمخه د نازيانو د ترور او وحشت شپې او ورځي په یادوي.

هغې د دغه کمپ د ياد په مراسمو کي وویل چې د هغه وخت د ظلم او استبداد سره سره اوس له هیچا څخه کرکه نه لري.

«اوشویتڅ» له وحشت څخه د عبرت درس

د دغه کمپ یو بل ژوندي پاته شوي مریان تورسکي، په خپله وینا کې وویل چې د دغه انسان وژني له ټاتوبي څخه بايد د عبرت درس واخیستل شي، دغه شان پېښه بايد د بشریت په تاريخ کې بیا تکرار نه شی:

«کله چې نن یو څوک روما، یو یهودی یو بوزنيايی یو ترکی یو اسرائيلی، یو فلسطينی یو مسیحي یو مسلمان او یا بې عقیدې انسان تحقیروي، دا معنی لري لکه اوشویتڅ چې بیرته له سره پرانیستل کیږي.»

د آلمان صدراعظمي د هغه وخت د تاریخ د دغو شاهدانو خبرو ته پوره ځير وه او سر يې یوې خواته کوږ نیولی وو.

د نازي آلمان د انسان وژنو په کمپونو (کانڅنراسيون لاگر) کي نزدې شپږ ميلیونه انسانان ووژل شول. د هغو له جملې څخه تر یو ميلیون زيات يې په اوشویتڅ کې وژل شوي دي.

وژل شوي انسانان د میرن فیهدې په څير اکثره یهودیان ول. دا چې هغه ولي ژوندۍ پاته شوې ده، دا یوه معجزه ده. هغه خپله په دې هکله وايي:

«زه يوه شاهده یم، ما ټول هغه څه چې ولیدل، هغه مې په یاد وساتل، دا ځکه چې زه باید دا ټولي نړۍ ته ووایم چې هغه وخت څه پېښ شول.»

د اوشويتڅ د یادون په مراسمو کې د آلمان صدراعظمي انکلا ميرکل وویل چې «تعصب، کرکه، نه زغم» دا اوشويتڅ تاریخ دی، دغه تاریخ باید بیا تکرار نه شي او هیڅکله بیا د زغملو نه دی.

ميرکل په خپله وینا کې د دغه کمپ د ژوندي پاته شوو خبرو ته په اشارې سره وویل: «ستاسو له برکته دغه یادون له یوه نسله بل ته په میراث پاتيږي، څو له دې څخه په راتلونکې کې هم د عبرت درس واخیستل شي. تاسو په دې سره موږ ته یوه ستره تحفه راکړې ده. زه غواړم له تاسو څخه د زړه له کومي مننه وکړم.»

د اوشویتڅ کمپ چې په پولند کې دی ۷۰ کاله دمخه د پخواني شوروی اتحاد د سره پوځ له خوا آزاد شو.