1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امریکا په یوه ښوونځي کې خونړۍ پېښه

آژانسونه/ عبدالباري حکیم۱۳۹۳ آبان ۳, شنبه

د امریکا متحده ایالاتو په یوه ښوونځي کې یو ځل بیا یو زده کوونکي پر خپلو شا او خوا کسانو ډزې کړي دي او د یوه تن تر وژلو وروسته یې خپل ځان هم وژلی دی. د وسلو د قانون د سختولو له پاره د حکومت ټولې هڅې تراوسه ناکامه دي.

https://p.dw.com/p/1Dc0Z
انځور: picture-alliance/AP/KOMONews.com

د امریکا متحده ایالاتو د واشنگټن د ایالت د «سېتل» ښار ته نزدې په یوه لیسه کې یوه زده کونکي یو بل زده کونکی ووژاه او په خپلو ډزو سره یې یو شمیرنور ځوانان سخت ټپیان کړل. له دغې خونړۍ پېښې څخه څو ساعته وروسته پولیسو خبر ورکړ، چې دغه روغ لیوني هلک وروسته خپل ځان په خپله وواژه.

زیات شمیر کسان ټپیان دي

د رسنیو د رپوټونو له مخې په دغه پیښه کې لږ تر لږه شپږ کسان ټپیان شوي هم دي. د امریکايي تلویزوني شبکېCNN د معلوماتو له مخې درې ټپیان د مرگ له خطر سره مخامخ دي. دغه ځوانان یوه روغتون ته لیږدول شوي دي او تر بیړنيو جراحي عملیاتو لاندې نیول شوي دي. ویل کیږي چې دغه ځوانان په سر کې سخت ټپونه لري.

د «مېرس وېل - پیلچک» په لیسه کې د دغې خونړۍ پیښې د جزئیاتو په هکله معلومات نه شته. د پولیسو یوه چارواکي روب لامیوریکس، وویل : «زه نه پوهیږم چې د دغې پیښې انگیزه څه وه.» د متحده ایالاتو یو زیات شمیر تلویزوني خپرونو هغه انځورونه خپاره کړي دي چې پولیسو له ښوونځي څخه نور زده کوونکي لیږدول او خوندي ځایونو ته یي رسول.

وسله د کانتین یوه میز ته برابره شوې وه

یوه عیني شاهد وویل چې فیرونه د ښوونځي په کانتین کې وشول. دغه ځوانکی د خپلو سترگو لیدلی حال داسې بیانوي چې دی د ډوډۍ میز ته ناست وو چې په ناڅاپي توگه یې تر شا ډزې واوریدې. هغه زیاته کړه. «ما یوه وسله ولیده چې زموږ میز ته برابره کړای شوې وه. بیا ما سمدلاسه د کانتین د دروازې خوا ته منډه کړه.»

د تاوتریخوالي دغه ډک عمل د هغه یو ۱۴ کلن ځوانکي له خوا تر سره شوی دې چې له دې مخکې له هغه څخه د کوم ناوړه عمل نخښه نښانه نه وه لیدله شوې. له پیښې څخه ولسمشر بارک اوباما ته هم خبر ورکړل شوی دی.

په امریکا متحده ایالاتو کې وخت په وخت په ښونځیو کې د زده کوونکو له خوا دغسې خونړي بریدونه تر سره شوي دي. په ۲۰۱۲ کال کې د «نیوټاون» په یوه لومړني ښوونځي کې یوه زده کوونکي۲۰ ماشومان او ۸ تنه غټان ووژل. له هغې ورسته دغه زده کوونکي ځان ته وسله ونیوله او په ځان وژنه یې لاس پورې کړ.

د امریکا متحده ایالاتو د حکومت هغه هڅې چې د وسلو د درلودلو قانون سخت کړي، د وسلو د «لابیستانو» د مخالفت له امله له ناکامۍ سره مخامخ شوي دي.