1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د الوتکې د رالویدو په اړه به څیړنې وخت ونیسې»

مسعود جهش (آژانسونه)۱۳۹۴ فروردین ۱۲, چهارشنبه

د لوفت هانزا هوایي شرکت مشر کارستین سپویر، ویلي دي چې د جرمن وینګز الوتکې د رالویدو د څرنګوالي په اړه د جزئیاتو راټولول به وخت ونیسي. یو شمیر رسنیو ادعا کړې ده چې له یوه ګرځنده تلیفون څخه يې د الوتکې ویدیو ترلاسه کړې ده.

https://p.dw.com/p/1F1BF
انځور: Reuters/Jean-Paul Pelissier

د جرمن وینګز شرکت مشر د چهارشنبې په ورځ وویل چې دې ته اړتیا شته چې ټول هغه شرایط وڅیړل شي چې د دغه شرکت الوتکه ولې او څرنګه تیره اوونۍ د فرانسې د الپ په غرونو کې راولویده.

د لوفت هانزا مشر کارستین سپویر، او د جرمن وینګز شرکت مشر توماس وینکلمن، د چهارشنبې په ورځ د پیښې په سیمه کې له خبریالانو سره خبرې وکړي.

سپویر په یوه بیانه کې وویل: «موږ د هرې ورځې له تیریدو سره د پیښې د عواملو په اړه لا ډیر معلومات ترلاسه کوو. دا به ډیر زیات وخت ونیسې چې پر دې خبره پوه شو چې دغه پیښه ولې رامنځ ته شوه.»

سپویر په دې اړه چې د جرمن وینګز شرکت د مرستیال پیلوټ د روغتیايي حالت په اړه کوم معلومات لرل، د معلوماتو له ورکولو څخه ډډه وکړه. خو هغه ټینګار وکړ چې شرکت به یې له ټولو هغو کسانو سره چې په پیښه کې یې خپل خپلوان له لاسه ورکړي دي مرستو ته ادامه ورکړي: «موږ به نه یوازې په دې اوونۍ کې مرستې وکړو، بلکې موږ به تر هغه وخته پورې چې اړتیا وي خپلو مرستو ته ادامه ورکړو.»

د جرمن وینګز او لوفت هانزا شرکت مشرانو د څرخي الوتکې په واسطه د پیښې سیمې ته سفر وکړ او هلته یې د قربانیانو په یاد د ګلونو ګیدۍ کیښودې.

چارواکو د چهارشنبې په ورځ وویل چې له سیمې څخه یې د قربانیانو پاتې شونې راټولې کړې دي. دغو چارواکو زیاته کړې ده چې د قربانیانو د پیژندنې بهیر به په میاشتو وخت ونیسي.

له الوتکې څخه د ګرځنده تلیفون په واسطه ثبت شوې ویدیو

د فرانسې «پاریس مچ» او د آلمان «بیلد» ورځپاڼې د الوتکې د وروستیو شیبو په اړه جزئیات خپاره کړي دي. دغو رسنیو ادعا کړې چې معلومات یې له هغه ګرځنده تلیفون څخه ترلاسه کړي دي چې د پیښې په سیمه کې موندل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې فرانسوي څارنوالانو ویلي دي چې دغه شان ویدیو ته لاسرسی نه لري. هغوی زیاته کړې ده چې د پیښې په سیمه کې هر ډول موندل شوي ګرځنده تلیفونوه به ډیر ویجار شوی وي او ورڅخه معلومات نه شي ترلاسه کیدای. هغوی ټینګار کړی دی چې که څوک داسې کومه ویدیو په لاس کې ولري نو باید ژر تر ژره یې پولیسو ته وسپاري.

تر اوسه پورې ترسره شوې څیړنې ښيي چې د جرمن وینګز الوتکه تیره اوونۍ تر هغه وروسته راولویده چې ښایي مرستیال پیلوټ په قصدي توګه د الوتکې ارتفاع را کمه کړه او اصلي پیلوټ ته یې اجازه ور نه کړه چې کابین ته ورننوځي. چارواکو ویلي دي چې د مرستیال پیلوټ روانی روغتیايي وضعیت ښه نه وو او هغه دا خبره له خپل کارفرما خڅه پټه کړې وه.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب