1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د القاعدې شپږ تنه مخکښ جنگيالي وژل سوي دي

نجيب الله زيارمل/ آژانسونه۱۳۹۳ تیر ۳۱, سه‌شنبه

د يوه راپور له مخي يوې امريکايي بې پيلوټه الوتکي په پاکستان کي د القاعدې شبکې شپږ تنه مخکښ جنگيالي وژلي دي. ويل کيږي چي په وژل سوو کسانو کي د تروريستي يرغلونو قوماندان ابو مصطفي يزيد هم شامل دی.

https://p.dw.com/p/1CgkI
انځور: picture-alliance/dpa

پاکستانۍ ورځپاڼي «The News» د سه شنبې په ورځ راپور ورکړی دی چي دغه افراطيان د جون مياشتي پر ۱۰ نېټه د شمالي وزيرستان په داتا خيلو سيمه کي د بې پيلوټه الوتکي په يوه بريد کي وژل سوي دي.

ويل کيږي چي ابو يزيد د القاعدې د وژل سوي مشر اسامه بن لادن ډېر نژدې ملگری بلل کېدی.

په سوريه کي د بن لادن د اکا زوی الناصر چي په پاکسان کي د القاعدې شبکې له غړو سره اړيکي لري، ويلي دي چي د هغه «شپږ تنه محبوب انډيوالان» په يوه بريد کي وژل سوي دي.

هغه دغه راز په سيمه کي د تروريستي ډلي د نوي ټاکل سوي مشر عدالرحمان ال کويت يادونه هم کړې ده.

د استخباراتي معلوماتو له مخي ال کويت په دې وروستيو وختونو کي د «پخواني خراسان» په سيمه کي د تروريستانو مشر ټاکل سوی وو.

د پخواني خراسان په سيمه کي افغانستان، پاکستان، ايران او چين راځي.