1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د افغانستان نغدي پيسې پر خلاصېدو دي»

آژانسونه/ شمس الرحمن ناصر۱۳۹۳ مرداد ۲۵, شنبه

دا چې څوک د ټاکنو گټونکی دئ، دغه کړکېچ لا تر اوسه پوري حل شوی نه دئ. د افغانستان عایدات په شدت سره مخ پر کمښت دي. سره له دې چې افغانستان ته په میلیونونو ډالر مرستي رسېدلي دي، د دغه هیواد نغدي پيسې مخ پر خلاصیدو دي.

https://p.dw.com/p/1Cvot
انځور: AP

د افغانستان د ماليي وزارت یوه لوړ پوړي چارواکي ویلي دي، چې دغه هیواد په راتلونکې میاشت کې د خپلو کارمندانو د معاشونو د ورکولو په برخه کې له ستونزو سره مخامخ دئ. د موضوع د حساسیت له امله د ماليي وزارت دغه کارکوونکوي نه غوښتل نوم يې واخیستل شي.

په کابل کې د امریکا سفارت هم دا خبره تائیده کړې ده چې افغان چارواکو، دوی په راتلونکو میاشتو کې د مامورینو د تنخواوو د ورکړي او د راتلونکو پروگرامونو د تمویل په برخه کې د شته ستونزو په هکله خبر کړي دي. خو سفارت په دې هکله څه نه وویل چې مرسته کوونکي هیوادونه به په دې برخه کې څه ډول غبرگون وښيي.

بهرنیو هیوادونو(په ۲۰۰۱م) کال کي د طالبانو تر راپرځولو وروسته له افغانستان سره په میلیاردونو ډالره مرستي وکړې. خو دا چې د افغانستان راتلونکی ولسمشر به په همدې اندازه مرستې ترلاسه کړلای شي، ناممکنه به يي.

د افغانستان د ماليي وزارت په ویب پاڼه کې د خپاره شویو تازه معلوماتو له مخې، حکومت د ۶۰،۲ میلیارده افغانیو یا ۱،۱ میلیارده ډالرو عاید وړاندوينه کړې وه، چې د روان میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې (کي يې) تر ټاکل شوي هدف ۲۷،۵ سلنه کم عاید ترلاسه کړی دئ.

د ماليي وزارت ویلي دي چې وروستي ارقام لا تر اوسه پوري تیار شوي نه دي، خو دغه لوړ پوړی چارواکی چې نه يې غوښتل نوم یې ياد شي د افغانستان د بودیجې کسر له ۵۰۰ څخه تر۶۰۰ میلیونو ډالرو پوري اټکلوي.

د ماليې وزارت ویاند عبدالقدیر جیلاني وویل، که ټاکني ناکامه شي، نو وضعیت به زموږ له کنترول څخه ووځي.

د افغانستان جمهوري رياست ته کانديدان اشرف غني او عبدالله عبدالله له مياشتو راهيسي د قدرت د ترلاسه کولو پر سر په مجادله اخته دي. په ټاکنو کې د پراخو درغلیو تورونو او د دغو دواړو کانديدانو د پلویانو تر منځ رقابتونو هیواد د یوې کورنۍ جگړې پر لور روان کړی دئ.

جیلاني زیاته کړه: «له دواړو کانديدانو څخه د ماليي وزارت غوښتنه دا ده چې يوې هوکړي ته سره ورسیږي، څو د حکومت د عاید کمیدو او اقتصادي وضعیت د خرابیدو مخه ونیوله شي.»

د ماليي وزارت ویاند هغه ادعاوې رد کړي دي چې د حکومتي کارمندانو د معاشونو ورکول یو جدي خطر دئ. دا په داسې حال کې ده چې د نغدو پېسو د نشتوالي له امله د سړکونو، ښوونځیو او کلینیکونو د رغوني یو شمېر پروژې ځنډول شوي دي. په هر حال جیلاني خبرداری ورکړ چې حکومتي سرچينې د کمېدو په حال کې دي.

ټاکل شوې ده چې د روان کال په نومبر میاشت کې به یو بل کنفرانس له راتلونکي افغان حکومت او ملکي خلکو سره د مرستې په هکله جوړ شي.

په داسي حال کې چې د ماليي وزارت ویاند جیلاني د دغو کنفرانسونو اهمیت تائید کړ، خبرداری يي ورکړ چې: «که تر هغه وخته پوري د ټاکنو لانجه هواره نه شي، نو دا مسئله به د کنفرانسونو پر پایلو اغېزه وکړي او په ټوله کې به زموږ پر اقتصاد منفي تاثیر ولري.»