1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان د سولي پر پټو خبرو نيوکي

وصلت حسرت نظيمي/ سيو ميو۱۳۹۴ خرداد ۶, چهارشنبه

ویل کیږي چې یووار بیا له طالبانو سره په پټه خبري شوې دي. دا وار د احتمالي خبرو اترو ځای چین دی. په افغانستان کې وروستیو بریدونو ته په کتو سره افغانانو د دغو خبرو پر وړاندي انتقادي غبرګون ښولی دی.

https://p.dw.com/p/1FXDP
انځور: AP

د ځینو افغان او لویدیځو رسنیو په حواله یو شمیر افغان چارواکو تیره اووني د چين په شمال لویدیځ ښار اورومچي کې د طالبانو له استازو سره لیدلي دي. ویل کیږي چې د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست او کانديد وزير معصوم ستانکزي، د هغه افغان پلاوي مشري کوله چې په چین کې یې د طالبانو له استازو سره ليدلي دي.

د سولې د خبرو اترو په اړه خبري

د ځینو راپورونو په حواله د طالبانو درې تنه استازي ملا عبدالجلیل، ملا عبدالرازق او ملا حسن رحماني په دغو خبرو کې حاضر ول. ویل کیږي چې د طالبانو او افغان دولت د استازو د غونډي پر مهال د پاکستان د استخباراتي ادارې استازي هم موجود ول. ویل کیږي چې همدغو استازو د وروستیو خبرو اترو له پاره زمینه برابره کړې وه.

پیکینک په رسمي توګه د دغه بهیر په اړه بې خبري ښوولې ده. خو د دې هیواد حکومت تر دې دمخه په افغانستان کې د سولې له راتلو سره لیوالتیا ښوولې ده.

د پیکینګ په پوهنتون کې د سیاسي چارو کارپوه وانګ لایین، له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل: «پیکینګ باید د دغې غونډې په اړه یو څه معلومات ولري. خو کیدای شي چې چین نه غواړي د هغه په اړه خبري وکړي ځکه طالبان د افراطیانو او ترهګرو په توګه پیژندل کیږي. خو که په افغانستان کې د سولي بهیر کامیابه شي نو دا به د چین له پاره ښه خبره وي. دا موضوع د چین له امنیت سره هم تړاو لري.»

په اورومچي کې خبري، د افغان حکومت او طالب استازو تر منځ د خبرو اترو د لړۍ وروستۍ بېلګه ده. ویل کیږي چې تر دې مخکي په قطر او ایران کې هم ورته خبری شوي دي خو دواړه اړخونه انکار کوي چې خبري دي يې لرلي وي.

د افغانستان د سولي د عالي شورا يو غړی شاهزاده شاهد وایي: «موږ په چین کې د لیدنې په اړه کوم معلومات نه دي ترلاسه کړي. دا یوازي آوازې دي.»

افغان کارپوهان او د پارلمان استازي له طالبانو سره پر پټو خبرو اترو باندي نیوکې کوي ځکه ولسمشر غني ژمنه کړې وه چې هغه به په شفافه توګه پر مخ یوسي.

د هلمند ولایت استازي حاجي عبدالحی اخوندزاده، دویچه ویله ته وویل: «افغانان له حکومته خوښ نه دي. تر اوسه پوري د سولې هیڅ ډول واقعي خبري نه دي شوي. تر اوسه پوري ټولي خبري یوازې په دې اړه دي چې خبري اترې څرنګه پیل شي.»

د طالبانو غیر فعال غړي؟

اخوندزاده وایي چې افغانان د هر څه قرباني ورکوي. هغه زیاتوي: «د هیواد امنیتي وضعیت هره ورځ لا پسي خرابیږي. هیڅ مثبت بدلون نه شته او په هر ولایت کې جګړه روانه ده. طالبان خپل پسرلني عملیات پر مخ وړي او تر هغه وخت پوري چې یې دغه عملیات نه وي ناکامه شوي هغوی به خبرو اترو ته غاړه کښې نه ږدې.»

د افغانستان د چارو بل کارپوه احمد سعیدي، بیا وایي چې د طالبانو له غیر فعالو غړو سره خبري اترې کومه ګټه نه لري. هغه دویچه ویله ته وویل: «هغه کسان چې په اماراتو او یا هم نورو عربي هیوادونو کې میشت دي د طالبانو پر اوسنیو فعالیتونو باندي هیڅ ډول نفوذ نه لري.»

دوست که دښمن؟

کارپوهان وایي چې خبري اترې هغه وخت ترسره کیدای شي چې د پاکستان استخباراتي اداره په رښتیا سره له افغان حکومت سره مرسته وکړي. پاکستان په دې وروستیو کې اعلان وکړ چې له افغانستان سره به د ګډو دښمنانو پر ضد جګړه کې مرسته وکړي.

تیره اوونۍ داسي رپوټونه خپاره شول چې کابل او اسلام آباد استخباراتي ادارې یو له بل سره د همکاریو یو تفاهم لیک لاسلیک کړی دی. خو پر دغه تفاهم لیک باندې په افغانستان کې سختې نیوکې وشوې.

سعیدي وایي چې له افغانستان سره د پاکستاني د مرستو ژمنې یوازې یوه لوبه ده. هغه وایي: «د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف د مې میاشتې پر ۲۵مه نیټه رسنیو ته وویل چې حکومت غواړي د طالبانو پر وړاندي مبارزه وکړي. یوه ورځ وروسته موږ په کندهار، وردګ او بغلان ولایتونو کې د نویو بریدونو شاهدان وو.»

د ملګرو ملتونو په حواله په افغانستان کې د ملکيانو مرګ ژوبله په تیرو څو کلونو کې تر بل هر وخت ډېره شوې ده. د روان کال په لومړیو څلورو میاشتو کې ټول ټال ۹۷۴ افغانان وژل شوي او ۱۹۶۳ تنه نور ټپیان شوي دي. دا د تیر کال د همدې مودې په پرتله ۱۶ سلنه لوړوالی ښيي.

له همدې کبله سعیدي وایي چې پاکستان یوازي تشې وعدې کوي: «که هغوی په رښتیا سره هم غواړي چې مرسته وکړي، نو لومړی باید هغوی د حقاني شبکه او کویټې شورا له خپلې خاورې وباسي.»