1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان د خپلواکۍ ۹۶ کليزه

نجيب الله زيارمل/ محمد ابراهيم سپېڅلی۱۳۹۴ مرداد ۲۸, چهارشنبه

نن په ټول افغانستان کي د خپلواکۍ شپږ نوييمه کليزه لمانځل کيږي. په دغه ورځ شاه امان الله خان له انگليسانو څخه د خپلواکۍ اعلان وکړ. په همدې وياړ هرکال افغانان د زمري اته ويشتمه د هيواد د خپلواکۍ د ورځي په نوم لمانځي.

https://p.dw.com/p/1Cwkc
انځور: AP

د استقلال ورځي نن او پرون

هغه افغانان چي څلوېښت کاله دمخه يې د خپل هيواد د خپلواکي ورځ لمانځله او اوس يې لمانځي وايي چي ډېر بدلون پکښي راغلی دئ.

د کندهار ښار شپېته کلن اوسېدونکی حاجي هدايت الله وايي چي هغه وختونه يې تراوسه په ياد دي چي په کندهار کي به د خپلواکۍ ورځي ته يوه اوونۍ ترمخه چمتووالى نېول کېدئ او کندهاريانو به دا ورځي په بېلا بېلو مېلو لمانځلې:

«د خپلواکۍ په ورځو کي به کندهاريانو د اختر تر ورځو زيات په شوق سره لمانځلې، هر ځاى به شوقيانو سندري ويلې، غيږي به ايستل کېدې، د ښار اکثره ځوانان به ولسواليو ته تلل، هګۍ به جنګېدلې، ټالونه وه لنډه داچي د ازادۍ ورځي ته به يوه هفته ترمخه چمتو والى نيولى کېدى، هغه ښې ورځې وې.»

د کندهار يوشمير ځوانان هم وايي، چي له خپلو مشرانو يې د تيرو جشنونو کيسې اورېدلي او دوى هم غواړي، چي دغه ورځ په خوښۍ سره ولمانځي.

د کندهار پوهنتون استاد حيات الله رفيقي وايي چي په هيواد کي روان سياسي حالت پر خلکو، ټولني، ملي او مذهبي ورځو سيورى غوړولى دئ.

د استاد رفيقي په قول، هغه جشنونه، چي مخکي به د هيواد په ګډون دلته په کندهار کي خلکو په زيات شوق سره لمانځل اوس هغه خوند او جوش يې لېدلى نه دئ.

هغه وايي اوس دغه ورځ يوازي په ښار کي د ملي بيرغونو تر ځړولو پوري محدوده سوې ده: «دا ۹۶ کاله کيږي، چي دا ورځ زموږ په هيواد کي لمانځل کيږي، اوس دا ورځ تر سياسي شرايطو لاندي ده او همدا نن مي وليدل، چي يوازي بيرغونه ځړېدلي ول، نور هغه څه مي ونه ليدل، چي درې لسيزي ترمخه به په کوڅو او بازارونو کي ليدل کېدل.»

د شاه امان الله خان ژوند ليک

افغانستان خپله خپلواکي د امان الله خان د واکمنی په وخت کې تر لاسه کړه. شاه امان الله خان په ۱۸۹۲ کال کي په کابل کي وزېږېد، د پلار تر مړيني وروسته د ۱۹۱۹ کال د فيبرورۍ مياشتي پر ۲۷ نېټه د سلطنت پر تخت کښېناست. د سلطنت مقام ته تر رسېدلو هغه ژر د افغانستان د سياسي خپلواکۍ غوښتونکو سو. خو انگلستان د شاه دغه غوښتنه نه ومنله، نو هغه وو چي د افغان انگليس دريمه جگړه پيل سوه. تر لنډ جنگ وروسته انگلېسانو د افغانستان آزادي په رسميت وپيژندله. شاه امان الله خان د ۱۲۹۸م لمريز کال د اسد مياشتي پر ۲۸ نېټه د افغانستان خپلواکي اعلان کړه او له هغې ورځي راهيسي دغه ورځ په افغانستان کي لمانځله کيږي.

امان الله خان ولي له سلطنته ليري سو

شاه امان الله خان سلطنت ته په رسېدو سره يو لړ سياسي او ټولنيز اصلاحات پيل کړل چي دا د ځینو قوتونو له مخالفتونو سره مخامخ سول او په هيواد کي بغاوتونه را وپارول.

په ۱۹۲۴م کال کي د ملا لنگ په مشرتوب د پکتيا د خلکو بغاوت. په ۱۹۲۸م کال کي د شينوار بغاوت او تر هغه وروسته د حبيب الله کلکاني بغاوت چي په پايله کي ئې د ۱۹۲۸م کال د جنورۍ مياشتي په لومړيو کي د کابل ښار د امان الله خان له ځواکونو څخه ونيو او شاه امان الله خان دې ته مجبور سو چي کندهار ته ولاړ سي.

که څه هم چي امان الله خان بيا له کندهاره لښکر کشي وکړه او تر کابله پور يې سيمه په خپل کنترول کي راوسته خو توطيه پراخه وه او د ډېرو خلکو د مړيني سبب گرځېده. هغه وو چي امان الله خان له سلطنته لاس واخيست او ايټاليا ته ئې پناه يووړه.

شاه امان الله خان د ۱۹۶۰م کال د اپريل مياشتي پر ۲۶ نېته وفات سو او جنازه ئې جلال آباد ته انتقال سوه او هلته د خپل پلار څنگ ته خاورو ته وسپارل سو.