1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان او پاکستان استخباراتي ادارې گډ کار کوي

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۴ اردیبهشت ۲۹, سه‌شنبه

د افغانستان او پاکستان استخباراتي ادارې پر دې باندي سره سلا سوي دي چي يو د بل په همکارۍ سره به د افرطيانو پرضد په گډه مبارزه وکړي او استخباراتي معلومات به سره تبادله کوي.

https://p.dw.com/p/1FRhm
انځور: Reuters/O. Sobhani

د پاکستان د پوځ وياند عاصم سلیم باجوه، د دوشنبې په روځ (۲۰۱۵م کال د می ۱۸) ويلي دي چي د پاکستان استخباراتي اداره (آی اس آی) او د افغانستان د ملي امنيت اداره (ان ډي اس) ترمنځ يو هوکړه ليک لاسليک سوی دئ.

تورنجنرال باجوه، ويلي دي چي دغه دواړه استخباراتي سازمانونه به د وسله والو طالبانو پرضد د پلان له مخي گډ عمليات کوي او استخباراتي معلومات به سره تبادله کوي.

دا چي دغه هوکړه لیک څه وخت او چيري لاسليک سوی دئ په اړه ئې څه نه دي ويل سوي، خو د پاکستان يوه تلويزيون ويلي دي چي دغه پرمختگ يوه اونۍ دمخه کابل ته د نوازشريف تر سفر وروسته سوی دئ.

د پاکستان لومړي وزير نواز شريف په کابل کي له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره د ليدني کتني پرمهال ټينگار وکړ چي له وسله والو طالبانو سره د مبارزې په برخه کي به د کابل ملاتړ وکړي.

له شريف سره په دغه سفر کي د پاکستان د پوځ او استخباراتي سازمان مشران هم مل ول.

له ډير وخت راهيسي پاکستان او افغانستان يو پر بل باندي له وسله والو ياغيانو سره د مرستي تور لگاوه، خو له هغه وخت راهيسي چي غني واک ته رسېدلی دئ، د دغو دواړو هيوادونو په اړيکو کي ښه والی راغلی دئ.

له هغه وخت راهيسي چي له افغانستان څخه ډېر بهرني ځواکونه وتلي دي او د وسله والو طالبانو يرغلونه ډېر سوي دي، د دواړو هيوادونو د سياسي او پوځي مشرانو ترمنځ په اړيکو کي مثبت بدلون راغلی دئ.