1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د افغان ځواکونو تلفات ډېر دي»

ap۱۳۹۳ اسفند ۱۳, چهارشنبه

د سه شنبې په ورځ په یوه خپور شوي رپوټ کې راغلي دي چې افغان امنیتي ځواک په جگړه کې له ډیرو تلفاتو سره مخامخ دی، ډیر شمیر سرتیرې له خپلو دندو څخه استعفأ کوي او ډیر شمیر یې له خپلو دندو څخه تښتي.

https://p.dw.com/p/1EkpR
Afghan National Army ANA Afghanistan
انځور: DW/H. Hashami

د افغانستان د بیارغوني د څارني امریکايي ادارې یا سیگار مشر جان سپکو، کانگرس ته په خپل یوه رپوټ کې ویلي دي چې امریکا د افغان ځواکونو شمیر ډیر لوړ بللی دی. د سیگار په رپوټ کې راغلي دي: «افغان ځواکونه په جگړه کې تلفاتو زغملو ته دوام ورکوي.»

د ۲۰۱۳ کال د اکتوبر او ۲۰۱۴ کال د سپتمبر میاشتې تر منځ د افغان امنيتي ځواک تر۱۳۰۰ ډیر کسان وژل شوي دي او ۶۲۰۰ نور بیا ټپیان شوي دي.

امریکایي چارواکي ټینگار کوي چې افغان امنیتي ځواک په افغانستان کې د ناټو د جنگي ماموریت تر ختمیدو وروسته د امنیت په ټینگولو توانیدلی دی خو یو شمیر نور چارواکي بیا د دغه ځواک د وړتیاو په اړه اندیښنې څرگندوي او وایي چې د تلفاتو اندازه يې ډیره لوړه ده.

د ډېرو تلفاتو تر څنگ د افغان پوځ بله ستونزه د هغو سرتیرو ساتل دي چې ورسره یوځای کیږي. په رپوټ کې راغلي دي: «د افغان امنیتي ځواک له پاره د سرتیرو له لاسه ور کول یوه لویه ستونزه ده. د ۲۰۱۳ کال له سپتمبر مياشتي څخه بیا د ۲۰۱۴ کال تر سپتمبر میاشتې پورې تر ۴۰۰۰۰ زيات کسان له افغان پوځ څخه وتلي دي.»

په رپوټ کې پر امریکا متحدو ایالاتو باندې نیوکه شوې ده چې د افغان امنیتي ځواک شمیر یې ډیر اټکل کړی دی. پوځي قوماندانانو د رپوت تر خپریدو لږ دمخه سپکو ته خبر ورکړی وو چې د افغان ځواکونو شمیر تر هغه چې پخوا ویل شوي دي لږ دی.

د نویو شمیرو له مخې د افغان ملي اردو د سرتیرو شمیر اوس ۱۶۹۲۰۳ تنو ته رسیږي. دا د ۲۰۱۱ کال د اگست له میاشتې راهیسې د افغان ځواک تر ټولو کښته شمیر دی.

د افغانستان د بیا رغوني د څار ادارې ویلي دي چې د ملي اردو د شمیر په اړه دقیق معلومات له دې سره مرسته کوي چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو یو سم پلان جوړ شي او بیا د افغان ځواکونو د تمویل او تجهیز له پاره هم کافي امکانات په پام کې ونیول شي.