1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغان میرمنو د ظرفیت لوړولو له پاره ۲۱۶ میلیونه ډالره مرسته

حسین سیرت/ سید ریاض۱۳۹۳ آبان ۱۷, شنبه

امریکا او افغان دولت د «ارتقا» په نوم د ښځو د ظرفیت لوړولو له پاره یو پروگرام پېل کړی دی. دغه پروژه به پنځه کاله دوام ومومي او په څلورو برخو رهبرۍ، تجارت، دولتدارۍ او د اقتصاد په وده کې به له ښځو سره مرسته وکړي.

https://p.dw.com/p/1DjLM
انځور: DW/Sirat

افغان مدني بنسټونه هم د دغو پروگرامونو په تطبیقولو کې ونډه لري. امریکايي چارواکي وایي چې د دغو پروگرامونو په تطبیقولو سره به شا او خوا ۷۵ زرو افغان میرمنو ته د ظرفیت لوړولو زمینه برابره شي. په پام کې ده چې له دغه پروژې سره افغانستان ته بسپنه ورکوونکي نور هیوادونه هم شا او خوا ۲۰۰ میلیونه ډالره مرسته وکړي.

په تیرو کلونو له افغانستان سره مرسته کوونکو هیوادونو په افغانستان کې د ښځو د وضعیت د ښه والي له پاره په میلیونونو ډالره مرسته کړې ده. خو اوس هم افغان میرمنې مرستې ته اړتیا لري، تر څو په سیاسي، اقتصادي او کلتوري برخو کې حضور ولري.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني، د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۴م کال د نومبر میاشتې ۸مه) په کابل کې د دغه پروگرام د معرفي کولو په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وویل: «دا چې دغه مرستې منځمهاله او اوږدمهاله پایلې ولري، باید د مرستو پر میکانیزم باندې غور وکړو. هیله ده چې د دغو مرستو او د نورو همکارو هیوادونو له لوري د کیدونکو مرستو یو مقدار، د ښځو له پاره د لومړي پوهنتون چې د ښځو له لوري به اداره کیږي د جوړولو په برخه کې تر سره شي.»

محمد اشرف غني: افغان میرمنې زښت استعداد لري، خو مارکیټونو ته لاس رسی نه لري
محمد اشرف غني: افغان میرمنې زښت استعداد لري، خو مارکیټونو ته لاس رسی نه لريانځور: DW/Hussain Sirat

افغان ولسمشر وویل چې درې میاشتني کورسونه نه شي کولای د افغان ښځو ستونزه حل کاندي. هغه په خپلو خبرو کې وړاندې وویل چې د افغان ښځو په وضعیت کې د ښه والي راوستلو اصلي لار، پوهنتونونو او انستیتوتونو ته د هغوی لار موندل دي تر څو ښځې د لنډ مهاله او غیر موثرو روزنې پر ځای لوړې زده کړې وکړي او یو مسلک زده کړي.

په افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو سفیر جېمر کنینگهم، په دغو مراسمو کې وویل چې د متحده ایالاتو له پاره په افغانستان کې د ښځو ملاتړ او پرمختگ ډیر مهم دی. هغه په خپلو څرگندونو کې زیاته کړه چې په تیرو کلونو کې په افغانستان کې ښځو ښه پرمختگ لرلی دی خو په وینا یې بیا هم د لا زیاتو فرصتونو رامنځ ته کولو ته اړتیا ده، تر څو ښځې و شي کولای له سړو سره سم په ټولو برخو کې کار وکړي. ښاغلي کنینگهم، څرگنده کړه چې د افغانستان په مرکز او لیرې پرتو کلیو او بانډو کې د ښځو په ژوندانه کې د ښه والي د رامنځ ته کولو له پاره ملاتړ ډیر مهم او حیاتي دی.

د ښځو سوداگري

د افغان حکومت او متحده ایالاتو نوی پروگرام به په حکومتدارۍ کې د ښځو د حضور تر څنگ، هغوی پر دې قادره کړي چې په سوداگرۍ کې هم ونډه ولري. په اوسني وخت کې په تجارت کې د افغان میرمنو نقش ډیر محدود دی او د سوداگرۍ سره د تړاو درلودونکو میرمنو شمیر ډیر کم دی.

سرمایې ته د ښځو نه لاس رسی او ټولنیز او دودیز خنډونه د دې سبب شوي دي تر څو ښځې په سوداگرۍ کې د پام وړ حضور و نه لري.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني، له متحده ایالاتو څخه وغوښتل تر څو په دغه هیواد کې د افغان میرمنو محصولاتو ته د پلور زمینه برابره کړي. هغه وویل: «افغان میرمنې ډیر زښت استعداد لري، ستونزه یې مارکیټ ته لاس رسی دی.»
د متحده ایالاتو د پرمختیایي ادارې مشر راجیف شاه، په دغه غونډه کې وویل چې د بانکونو د هوکړې پر اساس، افغان میرمنې به په دغه برخه کې وروزل شي تر څو ښځې رهبري او اقتصادي مالکیت زده کړي.