1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اسرائیلو او حزب الله تر منځ د جگړې د پیل ویره

مسعود جهش (AFP, Reuters, dpa)۱۳۹۳ بهمن ۹, پنجشنبه

تر هغه ورسته چې د توغندیو له کبله دوه اسرائیلي سرتیري ووژل شول، د دې هیواد لومړي وزیر بنیمین نتنیاهو، گواښ وکړ چې د لبنان حزب الله به د دې کار «پوره تاوان» ورکړي. د توغندیو تبادلې د یوې جگړې د پیلیدو ویره رامنځ ته کړې.

https://p.dw.com/p/1EST4
انځور: Reuters/K. Daher

د ملگرو ملتونو یو هسپانیاوي سوله ساتی هم د چهارشنبې په ورځ تر هغه وروسته ووژل شو چې اسرائیلو او حزب الله یو پر بل باندې د توغندیو توغولو لړی ته دوام ورکړ. دغه توغندي د غاجار کلي ته نزدې چې د گولان د لوړو د اسرائیل تر کنترول لاندې برخو کې پروت دی، توغول شوي دي.

په ملگرو ملتونو کې د هسپانیې یوه استازي رومان اویازون مارچیسي، ویلي دي چې وژل شوی هسپانیاوي سوله ساتې د هغه توغندي په واسطه چې د اسرائیلو له خوا توغول شوی وو، له منځه تللی دی.

د توغندیو له کبله اووه تنه نور اسرائیلي سرتیري هغه وخت ټپیان شول چې د حزب الله له خوا یو توغول شوی توغندی د اسرائیلي ځواکونو پر یوه کاروان باندی ولگید. دغه برید د «القنیطره ریښتني شهیدانو» په نوم ډلې له خوا ترسره شوی دی چې ښايي په روانه میاشت کې پر سوریې باندې د هوایي بریدونو د غچ اخیستنې په موخه وي.

اسرائیلو هم د حزب الله د توغندیو بریدونو ته د هوایي او ځمکنیو بریدونو په واسطه سخت ځواب ورکړ.

په ملگرو ملتونو کې د اسرائیلو استازي رون پروسر، د امنیت شورا ته په یوه لیک کې ویلي دي چې اسرائیل به له خپل ځان څخه د دفاع کولو له حق څخه کار واخلي او د خپلو خلکو د ساتلو په موخه به په لازمو اقداماتو لاس پورې کړي.

د چهارشنبې ورځې د توغندیو تر بریدونو وروسته، ملگرو ملتونو په نیویارک کې یوه بیړنۍ غونډه راوبلله ترڅو د دواړو اړخونو تر منځ د تشنج پر کمولو باندې خبرې وکړي.

د اسرائیلو د پوځ ویاند ویلي دي چې د چهارشنبې د ورځې برید له ۲۰۰۶ کال راهیسې د اسرائیلو پر پوځ باندې د حزب الله تر ټولو سخت برید دی. په دې کال کې د اسرائیلو او حزب الله ترمنځ سخته جگړه شوې وه چې په پایله کې یې په لبنان کې له ۱۲۰۰ څخه ډیر کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو. پر دې سربیره په دې جگړه کې ۱۶۰ اسرائیلیان هم وژل شوی وو چې زیاتره برخه یې سرتیري وو.

د ملگرو ملتونو له خوا په یوې خپرې شوې بیانیه کې د سرمنشي بان کیمون، په حواله له دواړو اړخونو څخه د آرامي ساتلو ا د بامسوولیته اقداماتو غوښتنه شوې ده ترڅو به سیمه کې وضعیت له کنتروله و نه وځي.

په وروستیو وختونو کې په سیمه کې ترینگلتیاوې د ډیریدو په حال کې دي. دغه ستونزې تر هغه وروسته ډیرې شوې چې اسرائیلي ځواکونو د گولان لوړو پر هغو سیمو باندې هوایي برید وکړ چې د سوریې تر کنترول لاندې دی. په دغه برید کې چې دوه اوونۍ مخکې ترسره شوی وو یو ایرانی جنرال او د حزب الله شپږ سرتیري ووژل شول.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب