1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان په هوايي ډگرونو کي د امریکا استخبارات

عبدالحکيم باري / وولفګانګ ډيک۱۳۹۳ مرداد ۱۸, شنبه

کابو یو ميلیون خلک د امریکا متحده ایالاتو په هغه لیست کې دي چې د ترهگرۍ شک پرې کیږي. د دغه لیست له مخي د آلمان په شمول د نړۍ په ډیرو هوايي ډگرونو کې امریکایي ماموران تصمیم نیسي چې څوک الوتکي ته وخیژي څوک نه.

https://p.dw.com/p/1CrsO
Check-In-Schalter am Flughafen Köln Bonn
انځور: DW

د آلمان په هوايي ډگرونو کې د امریکا متحده ایالاتو د «وطن ساتني وزارت» مامورین فعال دي. په اوسطه توگه په کال کې څه د پاسه ۵۰ دغه ډول ماموران په آلمان کې د فعالیت له پاره گومارل کیږي. دغه معلومات د آلمان فدرالي حکومت په پارلمان کي د کیڼ گوند د ۲۰۱۳ کال د یوې پوښتني په ځواب کې وړاندي کړي دي.

د اروپا د اتحادېې او د امریکا متحده ایالاتو د مسافرینو د یو تړون له مخې هوايي شرکتونه مکلف دي چې د مسافرینو په هکله اطلاعاتو ته د لاس رسي له پاره د متحده ایالاتو امنیتي مامورانو ته لاره هواره کړي. د آلمان فدرالي پولیس هم له دغو مامورانو سره د کنترول په برخه کې همکاري کوي. د بیلگې په توگه د فرانکفورت په هوايي ډگر کې.

د آلمان د کیڼ گوند، پارلماني استازې «اولا جیلپکه» وغوښتل چې هغو معلوماتو ته لاس رسی پیدا کړي چې د ۲۰۱۳ کال په نومبر میاشت کې په «زیود دویچه» نومي ورځپاڼې کې خپاره شوي ول. په دغو رپوټونو کې ژورنالیستانو وموندل چې امریکایي ماموران د آلمان په هوايی ډگرونو کې تصمیم نیسي چې څوک د متحده ایالاتو پر لور الوتکې ته وخیژي او څوک نه. داسي هم ویل شوي دي چی حتی امریکایي مامورانو ته دا صلاحیت ورکړل شوی دی چې په نیولو اقدام وکړي.

خو دا چې امریکايي مامورانو دې د آلمان خاورې د قلمرو په دننه کې په غیر قانوني چلند لاس پوري کړی وي، د آلمان حکومت یې ردوي. هغه وايي په همدې وجه د «آزادۍ د لوټولو» تر نامه لاندې کومه قضیه موجوده نه ده چې د آلمان د فدرال لویه څارنوالۍ له خوا تر تحقیق لاندې ونیوله شي. خو د آلمان حکومت اعتراف کوي چی دا معلومات نه لري چې ایا د آلمان فدرال پولیسو به یو څوک د متحده ایالاتو د امینتي چارواکو په اشاره نیولی وي که نه.

د سفر د آزادۍ محدودیت

امنیتي کارپوهان گومان کوي چی د امریکا په هغه ليست کي چي د ترهگرۍ د مشکوکو کسانو نومونه ثبت شوي دي د نومونو شمیر د زیاتوالي له امله ډیری وخت داسې پیښیږي چې متحده ایالاتو ته د یو شخص د سفرمخنیوی وشي. د دغو کارپوهانو له نظره، دا له امکان څخه لیري نه ده چې په بشپړه توگه یوه بیگناه شخص د داسې یو چلند هدف او قربانی وگرځي.

رولف ټاپهوفن
رولف ټاپهوفنانځور: picture-alliance/dpa

د ترهگرۍ څیړونکی، رولف ټاپهوفن په دې اړه وايی: « زه فکر کوم چې په اطلاعتي زیرمه کې پر دومره زیاتو معلوماتو باندي لاس برتوب او کنترول به ډیر گران کار وي.» نوموړي زیاتوي: « ستونزه دا ده چې تاسي ډیر زیات اطلاعات په اختیار کې ولرئ، چې تاسې باید تصفیه او تحلیل کړئ، په دغه تحلیل کې پریکړنده فیصله موجوده ده چې کوم تصمیم کیدای شي ونیول او یا باید ونیول شي.»

دا چې د «ترهگري له ليست څخه په آلمان کې امریکایي ماموران استفاده کوي» کار پوه ټپهوفن هیخ شک نه لري.
دا سی پیښې لږې نه دي چې د یو چا نوم چې له کوم ترهگر سره ورته والی لري، د ترهگرۍ په لیست کی نیول شوي وي. یوازي له ترهگرو ډلو او یا سازمانونو سره د اړیکو درلودلو شک او یا یوه نا مطلوبه سیاسي لیوالتیا کفایت کوي چی د یو چا نوم د متحده ایالاتو د چارواکو د « No Fly» په لیست کې شامل کړای شي. «No Fly» په دې معنې چې یو شخص امریکا ته د سفر کولو اجازه نه لري.

له دغسې یو پیښې سره بلجیمي قانون پوه او د اروپایی پارلمان همکار، پاول - ایمیله دوپرت چې غوښتل ېې مکسیکو ته په یو غونډه د گډون له پاره سفر وکړي، مخامخ شوه هغې الوتکې ته چې نوموړی پکښي ناست وو، د امریکا د خاوري پر هوايی قلمرو باندې د الوتنې اجازه پیدا نه کړه او باید د امریکا له هوایي قلمرو څخه يې ځان لیري ساتلی وای.

د بانکي حساب نه پرانیستل

د آلمان د «پیراتن» گوند مشر، شتیفان کویرنر وایي چې په دې مینځ کې نه یوازي سفرونه، بلکي په آلمان کې د ژوند نوري برخې هم اغیزمنې شوي دي: «زما ښه په یاد دي چې یو څو میاشتې مخکې یو رپوټ خپور شو چې یو چا غوښتل یو بانکي حساب پرانیزي، خو دا چې کورنی نوم يې له کوم ترهگر سره یو شی وو او د ترهگرۍ په ليست کې شامل وو، نو اجازه يې پیدا نه کړه چی ځان ته یو جاري حساب پرانیزي.»

نوموړې ته زیاته عجیبه خبره دا ده چې د متحده ایالاتو د «ترهگرۍ مشکوک ليست» ته بهرني استخبارات او تأسیسات لاس رسی نه لري. د آلمان پارلمان نوموړي استازی یادونه وکړه چي دا چې د امریکا د پوځ، وزارتونو او ۱۶ استخباراتي ادارو ۴،۲ ميلیون کارکونکي دغه ليست ته لاس رسی لري، نو د هغه محافظت ډیر گران ښکاري: «زما ویره دا ده چې دا لیست به یو وخت دومره اوږد او ستر شي چې له خپل حد او چوکاټ څخه په بشپړه توگه ووځي.»

Deutschland Einreise Visum Reisepass Kontrolle
انځور: picture alliance/dpa

خو پوښتنه دا ده چې د آلمان امنیتی چارواکي تر کومې کچې د متحده ایالاتو له اطلاعاتو څخه استفاده کوي. د پیراتن د گوند نوموړی استازی د خپل هیواد له بهرنۍ استخباراتي ادارې BND د معلوماتو په هکله رضایت نه لري. کویرنر وویل چې د امریکا د ملي امنیت د ادارې، NSA د افتضاح د پلټني په قضیه کې BND استازو یوازي دومره وویل چې هغوی د متحده ایالاتو له موادو څخه ۲۰ سلنه استفاده کوي. دا چې په دې شل سلنه کې کوم مسایل شامل دي، پوره معلومات په لاس کې نه شته.

د ترهگرۍ کار پوه، رولف ټاپهوفن په دې اړه یادونه کوي: «زه دا له امکان څخه لیری گڼم چې په آلمان کې د متحده ایالاتو راټول شوي اطلاعات کت مټ تر استفادې لاندی ونیول شي.» د هغه په نظر آلمان د متحده ایالاتو د چارواکو په اشارې سره مکلفیت لري چې ټول اطلاعات په ډیره جدي توګه تر اروزني لاندی ونیسي.

خو نوموړی وایي چې البته دا خطر شته چې نور استخباراتي بربنډونکي د «نو فلای» له لیست څخه ځیني نومونه بربنډ کړي. د« The Intercept» نومې ویب پاڼې د معلوماتو له مخې په نوموړي ليست کې د کابو ۳۰۰ زرو کسانو نومونه په ناحقه شامل کړای شوي دي چې هغوی له ترهگرو سازمانونو سره هیڅ ډول اړیکه نه لري.