1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان په بريمن ښار کي د تروريستي بريد گواښ

dpa,rtr۱۳۹۳ اسفند ۱۰, یکشنبه

د آلمان په بريمن ښار کي د افراطيانو له خوا د امنيتي گواښ د نخښو نښانو په سبب د وسله والو امنيتي ځواکونو شمېر نور هم زيات سوی دئ. له افراطي ډلو سره د اړيکو په خاطر څو تنه شکمن کسان هم نیول سوي دي.

https://p.dw.com/p/1EjRF
انځور: picture-alliance/dpa/C. Jaspersen

د آلمان د بريمن ښار امنيتي ځواکونو د شنبې په ماښام په دغه ښار کي د څو تنو د نيول خبر ورکړ. پر نيول سوو کسانو باندي له افراطي ډلو سره د جنايتکاره پيښو د ترسره کولو شک کيږي.

په بريمن کي د پوليسو پلټونو د شنبې د ماښام تر ناوخته او په ځينو ځاينو کي تر سهاره پوري دوام لاره.

د بريمن ښار د پوليسو وياند د يکشنبې ورځي په سهار خبري رسنيو ته وويل چي امنيتي گواښ تر اوسه پوري هم سته او پوليسو دغه ښار او د هغه دباندي برخي په امنيتي حصار کي راوستي دي.

په بريمن کي له هغه وروسته سخت امنيتي تدابير ونيول سول، چي د آلمان يوې اطلاعاتي ادارې د جمعې په ماښام له يوه امنيتي گواښه خبرداری ورکړ. ويل کيږي چي پوليسو ته «په عمومي اماکنو» کي د فيرونو اجازه ورکړل سوې ده. خو تر اوسه پوري روښانه نه ده چي څه ډول امنيتي گواښ موجود وو.

د بريمن ښار د پوليسو وياند د څو تنو د نيولو خبر تائيد کړی دئ، او ويلي ئې دي چي دغه کسان امنيت ته په گواښ تورن دي: «دغو کسانو د افراطي مسلمانانو له خوا د امنيت له گواښ سره سر و کار لاره.»

د پوليسو د راپورونو له مخي د بريمن ښار د اورگاډي تمځای ته نژدې د مسلمانانو يو فرهنگي مرگز هم پلټل سوی دئ. د دغو پلټونو په اړه تر اوسه پوري رسنيو ته نور جزئيات نه دي ورکړل سوي.

د بريمن راډيو د يوه راپور پر اساس، پوليسو څوتنه سلفيان تر نظر لاندي نيولي دي او د شواهدو په موندلو سره به بيا يوه خبري غونډه راوغواړي.

د بريمن ښار د نژدې ټولو مهمو ودانيو او کليسا مخ ته وسله وال پوليس تر سترگو کيږي.