1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان پارلمان د یونان له پاره د مرستو پروگرام وغځاوه

سید ریاض (آژانسونه)۱۳۹۳ اسفند ۸, جمعه

د آلمان پارلمان په لوی اکثریت د یونان له پاره د مرستو د پروگرام نېټه وغځوله. تر دې مخکې د پنجشنبې په ورځ د یونان په پلازمینه آتن کې د دغه پروگرام د تمدیدو پر ضد احتجاجونه شوي وو.

https://p.dw.com/p/1Eikt
انځور: Reuters/H. Hanschke

د یونان له پاره د مرستو پروگرام باید وغځول شي. دغه پریکړه په پلازمینه برلین کې ۵۴۲ استازو د مثبتې رایې په ورکولو سره وکړه. د دې پریکړې پر ضد یوازې ۳۲ کسانو خپلې رایې وکارولې او ۱۳ کسانو په رایې اچونه کې برخه وا نه اخیسته. د سوسیال مسیحي او مسیحي دیموکرات اتحاد تر څنگ سوسیال دیموکرات، کیڼ اړخي او زرغون گوندونو په لوی اکثریت سره د دغې پریکړې په پلویتوب خپلې رایې وکارولې.

د آلمان د مالیې وزیر ولفگنگ شویبله، تر رای اچوونې مخکې بحث کې د یونان د سقوط په هکله خبرداری ورکړی وو. د مسیحي دیموکرات دغه سیاستوال ویلي وو: «آلمان هغه وخت یوه ښه راتلونکي لري چې د اروپایي ټولنې یووالې وساتل شي او موږ په اروپا کې په گډه ولاړ یو.»

شویبله پر دې خبره اعتراف وکړ چې هیڅ کوم استازی په آسانی سره د مرستې د پروگرام د غځیدو په حق کې نه وو. خو هغه په خپلو خبرو کې وړاندې وویل چې د دغې مرستې د پروگرام ردیدو به د آلمان له پاره هم «لوی زیان» رامنځ ته کړی وای.
د روان میلادي کال د جون میاشتې تر پای پورې د مرستې د دغه پروگرام د یو ځل بیا تمدیدو په اړه، تر ټولو زیات د مسیحي دیموکرات CDU او مسیحي سوسیال CSU د لیکو په منځ کې انتقاد لیدل کیده.

د آلمان ولسمشر يوآخیم گاوک د پارلمان تر غونډې مخکې په اکثریت سره د مرستې د دغه پروگرام پلویتوب څخه هرکلی کړی وو. هغه د MDR په نوم له راډیو سره په خبرو کې ويلي وو: «پارلمان مسوولیت اخیستلو ته چمتو دی او د دغې موضوع په اړه ډیر جدي دی.»

په آتن کې احتجاجونه

د یونان په پلازمینه آتن کې په سلگونو کسانو د پورونو شخړه کې یو توافق ته د رسیدو پر ضد احتجاج وکړ. دغه احتجاجونه له آخ او ډب سره مل وو او د ډیر شمیر دوکانونه ښيښې ماتې شوې او یو شمیر موټر وسوځول شول.

د پولیسو د وینا له مخې شا او خوا ۳۰۰ کسانو چې تور کالې یې اغوستي وو او له کیڼ اړخو سره یې تړاو لاره له ځان سره داسې شعارونه لیږدول لکه «له اروپایي ټولنې څخه راووځئ» او یا دا چې «پورونه دې وبخښل شي».

د یونان د مالیې وزیر یانیس وروفاکس، د چهارشنبې د ورځې څرگندونو یو ځل بیا انديښنې راپارولي دي. هغه یو ځل بیا د پورونو د یوې برخې د بخښلو موضوع مطرح کړې وه. دا په داسې حال کې ده چې تیره اوونۍ هغه له خپلو اروپایي شریکانو سره د مرسته کوونکو د ټولو شرطونو خبره منلې وه.

د اروپایي ټولنې د پارلمان مشر مارتین شولتڅ د یونان پر مالیې وزیر باندې په سختو ټکو انتقاد کړی دی. هغه ویلي دي: «د مالیې وزیر چې څو ورځې مخکې له خپلو ۱۸ همکارانو سره کومې موافقې ته ورسید، اوس که هغه بیرته دغه موافقه له پوښتنې سره مخامخوي او یا نوې غوښتنې رامنځ ته کوي، کوم باور نه شي تر لاسه کولای.»

د یونان له پاره د اروپایي شریکانو د مرستې پروگرام چې د ۲۰۱۰م کال راهیسې ادامه لري ۲۴۰ میلیاردو یورو دی، چې په هغې کې د آلمان ونډه ۵۵ میلیارده یورو ته رسیږي.

دا چې د یونان پارلمان به کله د مرستې د پروگرام د تمدیدو په هکله خپلې رایې وکاروي، لا معلومه نه ده. یونان د اروپایي ټولنې له شریکانو سره دې موافقې ته رسیدلی دی چې د مرستې دغه پروگرام چې په اصل کې د فبرورۍ میاشتې په پای کې ختمیږي، باید ادامه ومومي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب