1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان روزنيز ماموريت کېدای سي اوږد وي

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۳ مهر ۲۱, دوشنبه

د آلمان د «شپيگل» مجلې د راپور له مخي د دغه هيواد لومړۍ وزيري وايي چي د افغان امنيتي ځواک د روزلو ماموريت کېدای سي تر هغه ډېر دوام وکا، چي پلان سوی دئ. له ۲۰۱۵م کاله ناټو په پلان کي لري په افغانستان کي بل ماموريت پيل کي.

https://p.dw.com/p/1DU2E
انځور: picture alliance/dpa

له هامبورگه خپرېدونکي (شپيگل) مجلې د يکشنبې په ورځ لیکلي دي چي انگيلا ميرکل د آلمان په پارلمان کي د بهرنيو اړيکو له جرگه گۍ سره په يوه پټه غونډه کي ويلي دي چي د افغانستان د روزنيز ماموريت په اړه غواړي «يوار بيا له امريکا متحدو ايالاتو سره خبري وکړي.»

دولتي سرچينو ويلي دي چي د افغان امنيتي ځواک د روزلو او تجهيز په برخه کي بايد سړی «انعطاف پذيره» وي.

په افغانستان کي د ناټو ماموريت د روان کال تر پايه پوري پای ته رسيږي او له راتلونکي کاله بايد يو بل ماموريت پيل سي چي موخه ئې د افغان امنيتي ځواک روزل او تجهيز ده. په دغه ماموريت کي به آلمان هم د ۸۰۰ عسکرو په لرلو سره ونډه ولري.

د پلان له مخي دغه نوی ماموريت بايد د ۲۰۱۶م کال ترپايه پوري ختم سي او له ۲۰۱۷م کاله بايد په افغانستان هيڅ بهرنۍ عسکر نه وي.

«د افغانستان د امنيتي ځواک وضعيت اندېښمن دئ»
انځور: picture-alliance/dpa

د شپيگل په راپور کي راغلي دي چي ميرکل ويلي دي غواړي له امريکا متحدو ايالاتو حکومت سره خبري وکړي چي د امکان په صورت کي روزنيز ماموريت تر خپل ټاکلي وخت نور هم وغځول سي. هغې د افغان امنيتي ځواک په اړه اندېښنه ښوولې ده.

په برلين کي حکومتي سرچينو ويلي دي چي آلمان «په افغانستان کي له اوږدمهاله سياسي او اقتصادي ثبات سره علاقه لري.» په دغه هيواد کي ډيري برياوي په لاس راغلي، خو ډيري لا «ناتمامه» پاته دي. پر دې سربيره د افغانستان له اړخه هم اورېدل کيږي چي «زموږ حضور او ملاتړ» ډېر مهم دئ.

اوس څوک د دې اټکل کولای نه سي چي په افغانستان کي به ثبات ټينگول څومره وخت ونيسي او دغه هيواد به تر کومه وخته پوري نړيوال ملاتړ ته اړتيا ولري. له برلين څخه ويل کيږي چي «موږ غواړو چي انعطاف پذيري ولرو.»

خو په دې اړه د آلمان په پارلمان کي کيڼ اړخو سخت غبرگو ښوولی دئ او ويلي ئې دي چي «بونديسوې باید له افغانستانه راووځي. هر څومره ژر چي کيږي عسکر بايد راووځي.»

د دغه گوند د بهرنيو اړيکو وياند جان فن اکين، په برلين کي ويلي دي: «يو بايللی جنگ په اضافه وخت سره هم گټل کېدلای نه سي.»