1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان د دفاع وزيره افغانستان ته رسېدلې ده

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۳ مرداد ۱, چهارشنبه

د آلمان د دفاع وزيره په يوه دوه ورځني سفر د چهارشنبې ورځي سهار افغانستان ته رسېدلې ده. اورزولا فون دير لاين به لومړی په مزار شريف کي د ايساف ځواکونو په عمومي قرارگاه کي له خپلو ځواکونو سره وويني.

https://p.dw.com/p/1Cgub
انځور: JOHANNES EISELE/AFP/Getty Images

د آلمان د دفاع وزيره فون دير لاين، په دغه دوه ورځني سفر کي له خپلو ځواکونو سره تر ليدني وروسته له افغان امنيتي ځواک او په کابل کي له سياسي چارواکو سره خبري اتري هم شاملي دي.

داسي اټکل کيږي چي د دفاع وزيره به په دغه سفر کي له افغان امنيتي چارواکو سره پر دې باندي خبري وکړي چي ډېر ژر به د دغه هيواد په شمال کي ټول امنيتي مسئوليت دوی ته ور وسپاري.

د روان کال په پای کي په افغانستان کي د بهرنيو ځواکونو د جنگي ماموريت په ختمېدو سره د آلماني ځواکونو ماموريت هم په افغانستان کي پای ته رسيږي.

له څو مياشتو راهيسي له افغانستان څخه د آلماني ځواکونو د پوځي تجهيزاتو د بيرته را ايستلو لړۍ پيل سوې ده. اوس په افغانستان کي له ۵۰۰۰ آلماني عسکرو څخه يوازي ۲۴۰۰ پاته دي.

خو آلمان په پلان کي لري چي تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم شاوخوا ۸۰۰ عسکر په دغه هيواد کي د «پريکړند ملاتړ» په نوم نوي ماموريت کي چي نزدې ۱۲۰۰۰ بهرنيو عسکر به پکښي ونډه ولري د افغان امنيتي ځواکونو په روزنه کي مرسته وکړي.

دا چي دغه ماموريت به تر څه وخته پوري دوام وکړي، تر اوسه پوري معلومه نه ده. خو په دغه ماموريت کي چي تر ټولو ډيره ونډه به د امريکا متحده ايالاتو وي، اعلان کړی دی چي د ۲۰۱۶ کال ترپايه پوري به خپل ټول ځواکونه له افغانستان څخه وباسي.

خو د افغان ځواکونو د روزني ماموريت د پيلېدو له پاره بايد له نړیوالو سره يو دوه اړخيز امنيتي تړون لاسليک سي. خو د دې له پاره په افغانستان کي يوه نوي حکومت ته اړتيا سته، ځکه اوسني ولسمشر حامد کرزي د دغه شان يوه تړون له لاسليکولو څخه ډډه کړې ده.