1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د BND مشر له NSA سره د همکاریو څخه دفاع وکړه

آژانسونه/ سید ریاض۱۳۹۴ خرداد ۱, جمعه

د آلمان د بهرنۍ استخباراتي ادارې مشر گیرهارد شندلر ویلي دي چې د هیواد د امنیت ساتلو له پاره د امریکا د ملي امنیت ادارې سره همکاري اړینه ده. هغه دغه څرگندونې په یوه استماعیه غونډه کې کړي دي.

https://p.dw.com/p/1FUFd
انځور: picture-alliance/dpa/G. Fischer

د آلمان د بهرنۍ استخباراتي ادارې BND مشر گېرهارد شیندلر یوې پارلماني کمېټې ته ویلي دي چې د آلمان امنیت د امریکا متحدو ایالاتو د ملي امنیت ادارې NSA سره د BND همکاریو پوړې تړلی دی. دغه کمېټه د دې ادعاوو په هکله پلټنه کوي چې گواکې د آلمان استخباراتي ادارې د اروپایي شرکتونو او چارواکو په جاسوسۍ کې له NSA سره مرسته کړې ده.

شېندلر د پنجشنبې په ورځ پارلماني کمېټې ته وویل: «NSA زموږ شریکه ده، نه مخالفه.» هغه په خپلو څرگندونو کې دا هم وویل چې د دواړو استخباراتي سازمانونو تر منځ د همکاریو د غوڅولو هڅه به د BND د دې هڅو چې آلمان د ترهگرو له بریدونو خوندي وساتي، مخه ونیسي.

شیندلر په خپلو خبرو کې وړاندې ویلي دي چې امریکایانو په وروستیو کلونو کې د آلمان استخباراتي ادارې ته د ترهگرو د فعالیتونو او تکنالوژۍ په برخه کې د خبرداري په هکله مهم معلومات ورکړي دي.

نوموړي وویل چې د آلمان د استخباراتې ادارې یوازینۍ اشتباه په دې کې وه چې د «پلټنې د اصطلاحاتو» له پاره د هغه یو فهرست معیار چې د NSA له خوا الماني ادارې ته سپارل شوی وو، په سمه او مناسبه توگه ترغور او څیړنې لاندی نه دی نیولی. د دغه معیار له مخې NSA د المان له استخباراتي ادارې څخه غوښتي وو چې له هغه څخه څرنگه په خپل عمومي مقر کې چې د آلمان په جنوب کې د باد آیبلنگ په تأسیساتو کې د څارنې په فعالیتونو کې ترې کار واخیستل شي. د پلټنې په دغو اصطلاحاتو کې تلیفوني شمیرې، انترنیټي پروتوکول (IP) آدرسونه او داسی نور مسایل هم شامل دي.

د باد آیبلنگ په تأسیساتو کې د بهرنیو سیمو او ځیني هیوادونو لکه افغانستان او سومالیا څخه تر لاسه شوي اطلاعات راټولیدل. خو په وروسیتو اوونیو کې دا خبره په ډاگه شوه چې د امریکا متحده ایالاتو د ملي امنیت ادارې له لوري د پلټڼو او څارنو په مقصد له ځینو دغو اصطلاحاتو څخه د اروپایي شرکتونو او چارواکو په جاسوسۍ کې مرسته کړې ده.

شیندلر وویل چې ستونزه دا وه چې BND، په لومړي سر کې د امریکا متحده ایالاتو له لوري د وړاندې کړای شوو پلټنې اصطلاحاتو ته محدوده کتنه کړې ده او د ۲۰۱۳م کال د اگست میاشتې پورې هیڅ بشپړ کنترول نه دی تر سره شوی. د هغه په وینا که څه هم ځیني ازمایښتي کنترول ښيي چې ښایي په ۲۰۱۰ او ۲۰۱۱م کلونو کې ستونزې موجودې وي، خو د هغه په وینا په دې هکله د آلمان د بهرنۍ استخباراتي ادارې جگپوړو چارواکو ته خبر نه دی ورکړل شوی. شیندلر تر ۲۰۱۲م کاله پورې په بې ان ډې کې نه وو.

د سنوډن له لوري د اسنادو بربڼدل

د امریکا متحده ایالاتو د ملي امنیت اداره، د دغې ادارې د یوه پخواني کارکوونکي ایدوارد سنودن له لوري د اسنادو د بربڼدیدو وروسته په آلمان کې له سختو نیوکو سره مخامخ شوه. په ۲۰۱۳م کال کې د سنودن له لوري افشا شوي ځیني اسناد په آلمان کې د دغې ادارې فعالیتونه ښيي چې په کې د آلمان د صدراعظمې انگلا میرکل تلیفوني خبرو ته په پټه غوږ نیول هم شامل دي.