1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د «IS» لاس ته د امريکايي وسلو د لوېدلو امکان

دويچه ويله/ مسعود جهش۱۳۹۳ مهر ۳۰, چهارشنبه

پنتاگون ویلي دي چې په کوباني ښار کې له هوا څخه ورغورځول شوي ټولي وسلې د «سمو کسانو» لاس ته لویدلي دي. دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي دولت ډلي جنگیالیو یوه داسي ویدیو خپره کړې ده چې پکښي له نويو وسلو سره ښوول کيږي.

https://p.dw.com/p/1DZaq
Kampf um Kobane 21.10.2014
انځور: picture-alliance/AP Photo/Lefteris Pitarakis

د امریکا متحدو ایالاتو پوځ د سه شنبې په ورځ وویل چې د هوا له لاري غورځول شوي ډیر وسلې د کردي جنگیالیو لاس ته لویدلې دي. واشنگټن غواړي له دغو جنگیالیو سره مرسته وکړي چې د ترهرگري ډلي «اسلامي دولت» پر ضد جگړه پر مخ یوسي.

د پنتاگون ویاند جان کیربې، ویلي دي چې اوس کارپوهان هغه ویدیو څیړي چې د اسلامي دولت ډلي خپره کړې ده. په دې ویدیو کې ادعا شوې ده چې د دې ډلي جنگیالیو د امریکا غورځول شوي وسلې ترلاسه کړي دي. کیربي ویلي دي چې لږ تر لږه د وسلو یوه بسته د کردي جنگیالیو لاس ته نه ده لویدلې.

تر دې دمخه داسي فکر کیدی چې کردانو ته دغه نه رسیدلي وسلې په یوه هوایي برید کې له منځه تللې وې، خو اوس چې اسلامي دولت ډلي د دغو وسلو د لاس ته ورغلو ادعا کوي امریکايي چارواکي د څیړنو خبره کوي.

کیربې ویلي دي چې اوس کارپوهان په دې اړه څېړني کوي چې ایا په رښتیا سره دغه وسلې د یاغیانو لاس ته ورغلي دي، که نه. د اسلامي دولت له خوا په خپره شوې ویدیو کې ښوول کیږي چې د دغي ترهگري ډلي جنگیالي د یو شمیر بکسونو مواد ارزوي چې ښايي د امریکا متحدو ایالاتو له خوا د هوا له لاري د ورغورځول شویو وسلو د بستو یوه برخه وي.

کیربی ویلي دي: «موږ دغه ویدیو څېړو.» له دې سره هغه دا خبره منلې ده چې کیدای شي د غورځول شویو وسلو یوه برخه د «غلطو کسانو» لاسونو ته لویدلې وي. دغه چارواکي ویلي دي چې په ویدیو کې ښوول شوي وسلې، کردانو ته ورغورځول شوي وې.

په ويډيو کي د ښوول سوي بستې يو صندوق
په ويډيو کي د ښوول سوي بستې يو صندوقانځور: picture-alliance/AP Photo

د هغه په خبره دا «له امکانه لیري نه ده چې دغه د وسلو یوه برخه دي د اسلامي دولت ډلي لاس ته ورغلې وي». خو کیربي ټینگار کړی دی چې اوس هم د خپرې شوي ویدیو د اصالت په اړه څېړني رواني دي.

په خپره شوې ویدیو کې د اسلامي دولت یو جنگیالی ادعا کوي چې د دوی لاس ته په ورغلې بسته کې توغندي ویشتونکي، لاسي بم اچوونکي او لاسي بمونه موجود ول.

له بلي خوا په لندن کې د سوریې د بشري حقونو د څار ادارې ویلي دي چې د اسلامي دولت جنگیالیو لږ تر لږه د وسلو یوه بسته ترلاسه کړې ده. واشنگټن کردي جنگیالیو ته د دوشنبې په ورځ د هوا له لاري د وسلې ورغورځولي خبر ورکړ او ادعا یې وکړه چې په دې سره د کردانو له خوا د اسلامی دولت ترهگري ډلي پر ضد جگړې پرمختگ کړی دی.

اسلامي دولت له یوې میاشتي راهیسي د کوباني ښار د نیولو هڅه کوي. په ښار کې د جگړې له کبله شاوخوا ۲۰۰۰۰۰ کسان تیښتې ته اړ شوي دي.