1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

خیبر پښتونخوا کې «کوچني طوفان» ۴۴ تنه وژلي

فرانس پرس/ سید ریاض۱۳۹۴ اردیبهشت ۷, دوشنبه

د پاکستان په شمال لویدیځ ایالت خیبر پښتونخوا کې د یکشنبې په ورځ یوه کوچني طوفان مرگ ژوبله اړولې ده. د چارواکو په وینا ۴۴ تنه وژل شوي او تر ۲۰۰ زیات بیا ټپیان شوي دي.

https://p.dw.com/p/1FFJd
انځور: AFP/Getty Images/A. Majeed

د یکشنبې په ورځ ماښام ناوخته د سخت ورښت او تیز باد د پیښور ښار او شا او خوا ولسوالۍ ځپلې دي. د ورکړل شوو رپوټونو له مخې د ونو د رالویدو له کبله د کورونو چتونه نړیدلي دي او سړکونو بند شوي دي. د چارواکو په وینا په ټپیانو کې کابو سل تنه ماشومان هم شامل دي. پر دې سربیره فصلونه ته سخت زیان اوښتی دی.

د خیبر پښتونخوا ایالت د اطلاعاتو وزیر مشتاق غني د فرانس پرس خبري آژانس ته دي ویلي دي: «لږ تر لږه ۴۴ تنه وژل شوي او نور ۲۰۲ تنه ټپیان دي. د توپان وروسته سخت ورښت او ږلۍ شوې ده چې د غنمو فصل او باغونو ته یې سخت زیان اړولی دی.»

نوموړي خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د خیبر پښتونخوا په مرکز پیښور او نزدې دوو ولسوالیو چارسده او نوښار کې بریښنا لا تر اوسه قطع ده.

د طبیعي آفاتو سره د مبارزې د ایالتي ادارې یوه جگپوړي چارواکي امیر آفاق، د فرانس پس خبري آژانس ته د مرگ ژوبلې شمیر تائید کړی دی اویلي دي چې «زیانمنو شوو کسانو ته د خوراکي توکو، سرپنا او بیړنیو روغتیایي خدماتو د برابرولو له پاره» هڅې ادامه لري.

د اسوشیتد پرس خبري آژانس د نوموړې ادارې د یوه بل چارواکو لطف الرحمان له قوله لیکلي دي چې د باد سرعت په یوه ساعت کې ۱۲۰ کیلومتره ته رسیده.

په پیښور کې د فرانس پرس خبري آژانس یوه خبریال ویلي دي چې ژغورنکې ډلې له سړکونو څخه د ونو په لیرې کولو بوخت دي او انجینران د گرځنده تلیفونو د پایو په ترمیم لگیا دي. ویل شوي دي چې په پيښور کې د یکشنبې په ماښام د ورښتونو وروسته په یو شمیر برخو کې یو میتر لوړې اوبه وې.

په لومړي سر کې د ۲۶ تنو د وژل کیدو او ۱۸۰ تنو د ټپي کیدو رپوټونه ورکړل شوي وو. د پاکستان د پوځ ویاند د ټویټر په ټولنیزه شبکه په خپل لنډ پیغام کې ویلي دي چې پوځ هم د ژغورنې په عملیاتو کې برخه لري.

نوموړي خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې په دغه هیواد کې چې د اتومي وسلو خاوند دی او له اقتصادي لحاظه وروسته پاتې دی، په ځانگړې توگه په ساختماني چارو کې د خوندیتوب معیارونو ته پوره پاملرنه نه کیږي. زیاته شوې ده چې تیر کال د موسمي بارانونو له کبله چې تر ۲۰۰ زیات خلک یې وژلي وو، زیاتره مرگ ژوبله د کورونو د چتونو د رالویدو له کبله رامنځ ته شوې وه.

په پلازمینه اسلام آباد کې په ۲۰۰۵م کال کې د زلزلې په ترڅ کې د «مارگله ټاورز» په نوم د اپارتمونونو د بلاک د رانړیدو علت هم ناوړه ساختماني چارې په گوته شوې وې. په دغه پیښه کې ۷۸ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.