1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«حکومت باید د ۳۱ برمته شوو په هکله ځواب ووايي»

حسين سيرت / سيد رياض۱۳۹۴ فروردین ۱۰, دوشنبه

په زابل کې د ۳۱ برمته شوو کسانو کورنیو او د غزني سلگونو تنو اوسیدونکو په یوه لاریون له افغان حکومته د تښتول شوو کسانو د آزادیدو غوښتنه وکړه او وویل چې لږ تر لږه د هغوی په هکله معلومات ورکړل شي.

https://p.dw.com/p/1EzXp
انځور: DW/H. Sirat

دغه ۳۱ مسافر ۳۷ ورځې تر مخه د کابل-کندهار په لاره کې برمته ونیول شول او تر اوسه د هغوی برخلیک نامعلوم دی. حکومتي چارواکي وایي چې دغه مسافر یې نه دي هیر کړي او په وینا یې په دې هکله سکوت ستراتیژیک دی. خو د برمته شوو کسانو کورنۍ وایي چې حکومت د دغو مسافرینو په هکله هیڅ معلومات دوی ته نه دي ورکړي او دوی اوس هم خپلو برمته شوو کسانو ته سترگې په لارې دي. د هغوی په وینا دولت باید دوی ته ووايي چې دغه مسافر ژوندي دي او که نه.

دغه لاریون د افغانستان د پارلمان دروازې مخې ته تر سره شو. د لاریون په پریکړه لیک کې چې د آصف سحر له خوا ولوستل شو، راغلي دي: «د یوې میاشتې او شپږو ورځو له تیریدو وروسته هم د تښتول شوو مسافرینو برخلیک مشخص نه دی او د ملي یووالي حکومت د محدودو پوځي عملیاتو پر لاره اچولو پرته، بل څه نه دي کړي او د مسافرینو کورنۍ یې هم د خپلو عزیزانو د برخلیک څخه ناخبره ساتلي دي.»

Afghanistan Kabul Demonstration Minderheit Hazara
انځور: DW/H. Sirat

لا تر اوسه د برمته نیونې د دغه پیښې انگیزه څرگنده نه ده او دولتي مقاماتو هم غالبا په دې برخه کې د نظر څرگندولو څخه تر ډیره ځایه ډډه کړې ده. په دغه لاریون کې د تښتول شوو مسافرینو د کورنیو یو شمیر غړو هم گډون کړی وو. د هغوی په وینا حکومت د دغه مسافرینو د آزادیدو وس لري، خو په وینا یې په دې برخه کې کوم گام نه اخلي.

«آیا ځواک نه لري؟»

حسن علي، چې زوی یې د برمته شوو کسانو په ډله کې دی په دغه لاریون کې وویل: «نن ورځ د غریب سړي حق او حقوق پایماله دي. د خلکو گناه څه ده چې دغه قضیه نه تعقیبوي. آیا ځواک نه لري، اردو نه لري، وسله نه لري او یا یې غوږونه کاڼه دي چې څه نه اوري.»

احتجاج کوونکو په دغه لاریون کې په سمبولیک ډول ولسمشر ته یو ذره بین او په ولسي جرگه کې د پارلمان غړو ته یوه الوتکه ډالۍ کړه.

د برمته نیول شوو کسانو کورنیو وویل که چیرې حکومت نه شي کولای برمته شوي کسان آزاد کړي، حد اقل د هغوی د برخلیک په هکله دې ورته معلومات ورکړل شي. ځکه د هغوی په وینا هیڅوک نه پوهیږي چې برمته نیول شوي کسان چیري دي او د کومې ډلې له لوري نیول شوي دي.

Afghanistan Kabul Demonstration Minderheit Hazara
انځور: DW/H. Sirat

د یوه تښتول شوي کس ښځې، قمر هم په دغه لاریون کې گډون کړی وو. هغې وویل چې خاوند یې یوازینی نفقه گټونکی وو او ماشومان یې له یوې میاشتې راهیسې نور وږي دي. د نوموړې میرمن په وینا هیڅوک د دغو کورنیو د ناوړه وضعیت څخه ځان نه خبروي: «هیڅوک له چا خبر نه لري. خبر نه دي چې ماشومان مې او زه له کوم وضعیت سره مخامخ یو. له سهاره تر ماښامه په انتظار یو او یوازې وچه ډوډۍ خورو او کله خو دا هم نه لرو.»

په ټولنیزو شبکو کې هم «۳۱ هزاره مسافرین آزاد کړئ» تر نامه لاندې یو کمپاین پیل شوی دی.

د غزني د ناامنیو په کله اعتراض

لاریون کوونکو شکایت کاوه چې په پارلمان کې د غزني استازي د خلکو ستونزو ته رسیدگي نه کوي. لاریون کوونکو ویل چې په پارلمان کې د غزني ولایت استازي له نا امنیو څخه نه دي خبر او په وینا یې د خپلو موکلینو خبر نه اخلي.

لاریون کوونکو دا هم وویل چې حکومت د غزني امنیت ته توجه نه لري. غزني د افغانستان له نا امنو ولایتونو څخه شمیرل کیږي او ویل کیږي چې طالبان په کې نفوذ لري. د دغه ولایت د یو شمیر ولسوالیو اوسیدونکي د ماینونو او د طالبانو او حکومت تر منځ د وسله والو نښتو له کبله نه شي کولای د ولایت مرکز او کابل ته سفر وکړي.