1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

حماس او اسرائیلو پر ۱۲ ساعته اوربند موافقه وکړه

شمس الرحمن ناصر / آژانسونه۱۳۹۳ مرداد ۴, شنبه

اسرائیل او حماس په غزه کې وروسته له ۱۹ ورځنۍ جگړې څخه په دولس ساعته اور بند موافقه وکړه. دغه اوربند د سهار له ۶ بجو پیل شو. په عین وخت کې اسرائیلي پوځ اعلان کړی دی چي د اوربند څخه د سرغړونې جواب به په سرغړونه ورکړي.

https://p.dw.com/p/1CjFv
انځور: REUTERS

د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو او د دغه هیواد د دفاع وزیر اعلان کړی دی چې د دولس ساعته اوربند وړاندیز يي منلې دی او له دغه « بشر دوستانه اوربند» سره چې د اروپا په وخت « د سهار له ۶ بجو څخه تر ۱۸ بجو وخت ورته ټاکل شوی دی» موافقه لري.

مخکي تر دې د اسرائیلو دولتي تلویزون خبر خپور کړی وو، چې د دغه هیواد امنیتي کابینې د جمعې په ورځ تر غرمې وروسته په خپله غونډه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیرې، له خوا د يوې اونۍ د اوربند وړاندیز شوې طرحه د رایو په اکثریت سره رد کړی ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیرې ( د جولای په ۲۱)منځنې ختیځ ته خپل سفر پیل کړی وو، تر څو د حماس او اسرائیلو تر منځ منځگړتوب وکړي. کیري د څو ورځني « بشردوستانه »اوربند غوښته وکړه او ټاکل شوې وه چې د دغو څو ورځو په جریان کې به اروپايي اتحادیه او امریکا متحده ایالات د یوه اوږد مهاله اوربند له پاره هڅې وکړي.

مختلفو خبري سرچینو خبر ورکړی دی چې اسرائیلي پوځ هم د دغه موقتي اوربند د مراعتولو له پاره اماده دی. په دې اړه د اسرائيلي پوځ له خوا په خپاره شوې بیانیه کې راغلي دي:« د غزې هغه شمیر اوسیدونکي چې د پيشبیني شوو بریدونو له امله د خپلو کورنو او سیمې څخه وتلي دي، له بیرته راگرځیدو څخه دې ډډه وکړي. په هغه صورت کې چې د حماس له خوا د اسرائيلو پر خاورې توغندي وتوغول شي، دوی به هم ورته غبرگون وښیې.»

د حماس ډلې هم د دغه ۱۲ ساعته موقتي اوربند وړاندیز منلې دی. د حماس د ډلې له خوا مخکې تر دې د دغه اوربند په غبرگون کې د اسرائیلو له خوا په بشپړ ډول د غزې د محاصرې ختمول د یوه مخکني شرط په توگه اعلان شوی وو.
خو اوس د حماس ډلې ویاند سامي ابو زهري، وايي چې د حماس سربیره په غزې کې ټولو ډلو او فعالانو له دغه موقت اوربند سره موافقه کړې ده.

سیمه ییزې او نړیوالې هڅې

د مصر پلازمېنه قاهره په تیرو څو ورځو کې په غزه کې د اوربند د هڅو له پاره د سیمه ییزو او بین المللي هڅو په مرکز بدل شوې ده. د ملگرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون، د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري، د ترکيي د بهرنیو چارو وزیر داوود اوغلو او د بریتانيي د بهرنیو چارو وزیر فلیپ هاموند هغه سیاستوال ول چې قاهرې ته يي سفر کړی.

د یادونې وړ ده چې په غزه کې د اوربند د ټینگښت له پاره د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري، د مصر د بهرنیو چارو وزیر سامح شکري، د عربو د اتحاديي عمومي منشي نبیل العربي او د ملگرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون د یوه گډ خبري کنفرانس په ترڅ کې د غزې په تړانگه کې د جگړې د پای ته رسولو غوښتنه وکړه.

دوی د کوچني اختر په مناسبت د اسرائيل او فلسطین تر منځ د ۷ ورځني اوربند غوښتنه وکړه. د ملگرو ملتونو عمومي منشي له اسرائيلو وغوښتل چې له دغه اوربند سره موافقه وکړي.

بل لور ته د ترکيي د بهرنیو چارو وزیر احمد داوود اوغلو هم تیره ورځ(د جولای په ۲۵) د قطر په پلازمېنه دوحه کې د حماس د سیاسي دفتر له مشر خالد مشعل سره ولیدل. د دغې لیدنې کتنې په ترڅ کې خالد مشعل په دې ټینگار وکړ چې حماس به له هیڅ یوه داسې ابتکار سره موافقه ونه کړي چې له مخې د اسرائیلو له خوا د غزې محاصره پای ته ونه رسیږي، خو هغه د موقت بشردوستانه اوربند سره موافقه وکړه.