1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جان کیري، حوثي یاغیان خبرو اترو رابللي

آژانسونه/ سید ریاض۱۳۹۴ اردیبهشت ۵, شنبه

د یمن د پخواني ولسمشر علي عبدالله صالح له لوري د بیا پخلانیې د غوښتې وروسته د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري، له حوثي یاغیانو غوښتي دي چې د سولې له مذاکراتو سره یو ځای شي.

https://p.dw.com/p/1FEib
انځور: Reuters/K. Abdullah

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د یمن له شیعه حوثي یاغیانو څخه غوښتي دي چې د ملگرو ملتونو په منځگړتوب د سولې په خبرو اترو کې گډون وکړي، تر څو په دغه هیواد کې تاوتریخوالي ته د پای ټکی کښیودل شي. د ورکړل شوو رپوټونو له مخې د سعودي عربستان په مشرۍ د پوځي ائتلاف بمباریو چې موخه یې د حوثي یاغیانو مورچلې په نخښه کول وو، تر اوسه په سلونو ملکي کسان وژلي دي.

کیري په کاناډا کې د شمالي قطب د هیوادونو تر یوې سرمشریزي وروسته ویلي دي: «دا به یو دوه طرفه سړک ته ورته وي.» هغه ویلي دي چې دې اړتیا ده چې حوثيان او هغه څوک چې پر هغوی باندې نفوذ لري دا خبره یقیني کړی چې چمتو دې چې د خبرو اترو میز ته د هغوی د راوستلو هڅه کوي.

تر دې د مخه د یمن پخواني ولسمشر علي عبدالله صالح، د جمعې په ورځ د یمن پر ټولو اړخونو باندې غږ کړی وو چې له سیاسي ډیالوگ سره یو ځای شي، تر څو دغه کړکیچ ته د پای ټکی کښیودل شي.

علي عبدالله صالح له لوري په خپره شوې بیانیه کې راغلي دي: «زه په ټولو ولایتونو کې د کړکیچ پر ټولو اړخونو باندې د جگړې د درولو او یوه ډیالوگ ته ورگرځیدو غږ کوم.»

هغه د ملگرو ملتونو په منځگړتوب په ژنیو کې د یمن او سعودي عربستان تر منځ د خبرو اترو د تر سره کیدو غوښتنه کړې ده. سعودي عربستان کابو له یوې میاشتې راهیسې په یمن کې د شیعه حوثي یاغیانو مورچلې په نخښه کوي، چې د سلگونو ملکي کسانو ته په کې مرگ ژوبله اوښتې ده.

«زه به هر څوک وبخښم»

د یمن پخواني ولسمشر ویلي دي چې دی له ټولو هغو اړخونو سره چې په ۲۰۱۱م کال کې د واکه د گوښه کیدو راهیسې د ده مخالف دي، بیا پخلاینې ته چمتو دی. هغه همداشان پر ټولو یاغیانو په شمول د القاعدې او د ولسمشر عبد ربه منصور هادي پر وسله والو ملاتړو باندې غږ وکړ چې د عدن له ښار څخه پر شا شي او واک پوځ او محلي ادارو ته وسپاري.

خبري آژانسونو په خپلو رپوټونو کې لیکلي دي، داسې باور کیږي چې علي عبدالله صالح چې په یمن کې د خلکو د عمومي کانگرس، نومې گوند مشري پر غاړه لري په دغه هیواد کې پر شیعه حوثي ملیشو باندې د پام وړ نفوذ لري. هغه په ۲۰۱۱م کال کې د پاڅونونو په ترڅ کې له واک څخه تر گوښه کیدو د مخه پر دغه هیواد ۳۳ کاله واکمني کړې ده.

د یمن کړکیچ د سعودي عربستان او ایران تر منځ د ترینگلتیا د رامنځ ته کیدو سبب گرځیدلی دی او داسې انديښنې شته چې ښایي د یمن کړکیچ د منځني ختیځ د دغو دوو قدرتونو تر منځ د نیابتي جگړې پر ډگر واوړي. پر ایران باندې د شیعه حوثي ملیشو د ملاتړ تور پورې کیږي.

د ورکړل شوو رپوټونو له مخې د سعودي عربستان له لوري په یمن کې هوایي بریدونه چې د حوثي یاغیانو د مورچلو د له منځه وړلو له پاره پلان شوي وو تر ۵۵۰ زیات ملکي کسان وژلي دي. یاغیانو د بندري ښار عدن د یو شمیر برخو تر لاسه کولو وروسته ولسمشر عبد ربه منصور هادي خپل هیواد پریښودو ته اړ کړ. هادي اوسمهال په پلازمینه ریاض کې پنا اخیستې ده.