1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترکيه سوريې ته پر لښکر لېږلو باندي فکر کوي

دويچه ويله/ سيدرياض۱۳۹۳ مهر ۸, سه‌شنبه

د ترکیې حکومت غواړي چې په دې اوونۍ کې په سوریې کې د پوځونو د احتمالي ماموریت په هکله پارلمان ته یو قانون وړاندي کړي. دغه اقدام د ترکيې په دریځ کې بشپړ بدلون ښيي.

https://p.dw.com/p/1DNTw
انځور: picture-alliance/dpa

انقرې په لومړي سر کې د افراطي ډلي «اسلامي دولت» پر ضد ائتلاف کې د گډون په هکله بې میلي ښوولې خو اوس غواړي چې د امریکا متحدو ایالاتو په مشرتوب ددغه ائتلاف ملاتړ وکړي، څو په دې کار سره په سوریه کې خپلې گټې هم له پامه ونه غورځوي.

د «وطن» په نوم ورځپاڼي لیکوال اوکی گوننینزېن، له دویچه ویله سره په خبرو کې ویلي دي: «د ترکیې له پاره د اسد رژیم اوس هم یوه مهمه ستونزه ده.» نوموړي لیکوال په خپلو خبرو کې وړاندي ویلي دي چې ښایي واشنگټن، ترکیې ته د بشارالاسد پر ضد د ستري ښکیلتیا ژمنه کړې وي.

نوموړی لیکوال په دې آند دی چې ښایي د دې په بدل کې اردوغان د اسلامي دولت افراطي ډلې پر ضد په ائتلاف کې د شاملیدو ژمنه کړې وي.

د اسلامي دولت ډلي جنگیالیو او د سوريې کردانو تر منځ د ترکیې پولي ته څیرمه د کوبانه ښار پر سر د نښتو د خطر او همداشان د اسلامي دولت ډلې له خوا په ترکيه کې د بمي بریدوو له گواښونو سره سره، ترکیې څو اوونۍ له دې څخه ډډه کړې وه چې د افراطي جهادي ډلو پر ضد ائتلاف کې ونډه واخلي.

په نیویارک کې د ملگرو ملتونو په عمومي اسامبلۍ کې تر گډون کولو وروسته د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان، په خپل دریځ کې سخت بدلون راوست. هغه وویل: «شرایطو اوس تغیر کړی دی.» د شاوخوا ۵۰ ترکي وگړو تر آزادیدو وروسته، ترکيه د یوه عمل کولو وړ شوې ده. دغه کسان درې میاشتي د ترهگري ډلي اسلامي دولت په لاس کې ول.

اردوغان د یوې حایلي سیمي د رامنځ ته کیدو غوښتنه کوي

اوس اردوغان په سوریه کې د اسلامي دولت ډلي پر ضد د بریدونو پراخیدل غواړي. د سوریې پر یوه برخه په هوایي قلمرو کې بندیز او همداشان د سوریې پر خاوره د یوې حایلې سیمې رامنځ ته کیدل د ترکيې نوري غوښتني دي.

تیره اوونۍ اردوغان ویلي ول، چې دی په دې هکله د متحدو ایالاتو له ولسمشر بارک اوباما سره غږیدلی دی. په دې سره د ترکیې ولسمشر تر مخه په نیویارک کې د خپل هیواد نوي دریځ ته اشارې کړې.

اردوغان په نيويارک کي د وينا پر مهال
اردوغان په نيويارک کي د وينا پر مهالانځور: Reuters/Lucas Jackson

د «وطن» ورځپاڼي لیکوال گونینزېن، او نور څارونکي داسې اټکل کوي چې اردوغان او د متحدو ایالاتو د حکومت استازو به په نیویارک کې د اسد پر ضد مبارزې په هکله خبري اتري کړي وي.

د ترکیې پارلمان به د پنجشنبې په ورځ د دوبي د اوږدې رخصتې تر ختمېدو وروسته په سوریه کې د پوځ د احتمالي ماموریت د قانون په هکله سلا مشورې وکړي. خو تر اوسه لا د دغه قانون یا مسودې متن په هکله معلومات نشته او په عین وخت کې داسې اټکل کیږي چې په عراق کې د یوه احتمالي پوځي ماموریت له پاره به پر قانوني بنسټ هم خبري اتري وشي.

په انقره کې د منځني ختیځ د ستراتیژیکو مطالعاتو له مرکز څخه اویتون اورحان، وایي چې اردوغان پر دې ټینگار کوي چې متحد ایالات باید د اسلامي دولت، افراطي ډلي د مواضع پر وړاندي ځان تر هوایي بریدونو محدود نه کړي.

یوازي تر اسلامي دولت ډلي پوري ځان نه محدودول

د ترکیې د حکومت سیاستوال پر دې ټینگار کوي چې په سوریه کې د اسد رژیم بې رحمي او په تیرو کلونو کې په عراق کې د شعیه واکمن حکومت له خوا د سني مسلمانانو سره تبعیضي چلند د افراطیت په تقویه کولو کې مرسته کړې ده. د اردوغاون په وینا دغه «مرداب» باید وچ شي.

په دغه مسیر کې یو مهم گام د سوریې اپوزیسیون د غیر جهادي ډلو یا غیر افراطي ډلو تقویه کول دی. د (Evrensel) په نوم ترکۍ ورځپاڼي لیکلي دي چې د دې له پاره یو امکان دا دی چې د سوریې د اپوزیسیون آزادي بخښوونکی پوځ دې په سوریه کې د اردوغان له خوا په وړاندیز شوې حایلې سیمې کې په وسلو سمبال کړای شي او وروزل شي. د نوموړې ورځپاڼې په وینا په حایلې سیمې کې د کډوالو غم خوړل کیدای شي پرته لې دې چې ترکیې ته وتښتي. په ترکیه کې اوس شاوخوا ۱،۵ میلیون سوریایي کډوال میشت دي.

کردان بې باوره دي

سوريايي کډوال
سوريايي کډوالانځور: Reuters/Murad Sezer

د یوې حایلې سیمې جوړیدو ته د پولې د دواړو خواوو کردان د شک په سترگه کتل کیږي. هغوی پر انقره باندې داسې شکل لري چې د سوریې د کردانو د خودمختارۍ د هڅو پر ضد اقدامات کوي. د ترکي کردي گوند (اچ ډي پي) څخه حسیپ کپلان، پر حکومت باندي تور لگوي چي د حایلې سیمې په جوړیدو سره د سوري کردي سیمې روجافايي د خود مختادرۍ پر ضد مبارزه کول غواړي.

خو دا موضوع چې حایله سیمه په اصل کې رامنځ ته کیدای شي او یا کله رامنځ ته کیدای شي لا معلومه نه ده. پر دې سربیره دا پوښتنه هم بې ځوابه پاته ده چې د دغه حایلې سیمي د خوندیتوب له پاره د ترکیې پرته بل کوم هیوادونه ونډه اخیستی شي. خو اردوغان نه غواړي چې له خپل پلان څخه لاس پر سر شي.

هغه ویلي ول چې کیدای شي یوازي د هوایي بریدونو له لاري د اسلامي دولت ډلي لاس بر توب تر لاسه شي. د هغه په وینا «د ځمکني عملیاتو پرته هیڅ ځای د اوږدې مودې له پاره خوندي نه دی.»